
میدانښار، وردګ (۱۳ سنبله ۱۳۹۰)
دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ د حیدرخیلو په سیمه کې بیګاه دشپې ۱۰ بجې دوه تنو وسلوالو مخالفینو چې غوښتل یې دکابل – کندهار په لویه لاره دتخریبي اعمالو دترسره کولو په موخه ماین ځای پرځای کړي دایساف ځواکونو په یو هوایي برید کې لمنځه ولاړل او دنوموړو جسدونه دملي پولیسو لخوا ولسوالۍ ته انتقال او بیا وروسته دسیمې مشرانو ته وسپارل شول.
دغه دوه تنه چې یو یې صفت نامې دخانګل معلم زوی دخالد بن ولید دلیسې د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوې او دنوموړي پلار هم په نوموړي ښوونځي کي معلم دی او بل یې عابد دامیرګل زوی دنوموړې لیسې ۱۱ ټولګي زده کوونکي دي وژل شوې چې نوموړو په سیمه کې تل وسلوال بریدونه ترسره کول.