په ميدان وردګو ولايت کې دافغانستان د ازادۍ د(۹۲) مې کليزې په وياړ غونډه وشوه

 میدانښار، وردګ (۲۷ زمري ۱۳۹۰)
 
په غونډه کې دولایتي چارواکو سربېره، ولایتي شورا غړو،دټولو اداري واحدونو قومي مشرانو،علماو، جهادي قوماندان،دمحلي شوراګانو غړو او ولسوالانو برخه اخیستې وه.
ښاغلي والي په خپله ویناء کې دافغانستان د ازادۍ د۹۲  کلیزې په مناسبت هراړخیزه خبرې وکړي او ویې ویل(( افغانان تل دجنګ او جګړو پرمیدان کې ځلیدلې او چا ترې ګټلې نده خو دوینو په بدل ترلاسه شوې ازادي مو په سیاسي او ټولنیز ډګر کې بایلودې ده) همدارنګه ښاغلي والي وویل(ازادي په دې مانا نده چې دهېواد څخه بهرنیان وشړو بلکي که موږ په اقتصادي،سیاسي،کلتوري او ټولنیز ډګرونو کې دګاونډیو او بهرنیو هېوادونو ته محاج او پرځان متکي نه یو نه بیاهم په واقعیت کې ازاد نه یو) همدارنګه ښاغلي فدایي وویل( دتکنالوژۍ او انټرنیټ په دنیاکې چې ترهغې مو دټوپک او مټو زور فکرونو ته نوې راوستې نو نشو کولای چې خپله ازادي یقني کړو)
وروسته دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان، دسولې ولایتي دفتر استازي محمد اسحاق دقیق، دخویندو په استازیتوب پښتنه احدي وردګ، جهادي قوماندان او سیداباد ولسوال فضل کریم مسلم او حصه اول بهسود ولسوال محمد باقر نوري په وار سره خبرې وکړي او د انګریزي ښکیلاګر فوځ څخه یې دازادۍ په ترلاسه کولو کې دستر غازي امان الله خان سترو او ملي کارنامو ته اشاره وکړه او ویې ویل په ۱۹۱۹ کلونو کې افغانانو په تشو لاسونو دنړۍ ستر ځواک انګریزانو ته ماتې ورکړه خو ددغې تاریخي ماتې له اغیزو څخه پاکستان او هندوستان هم دافغانانو دسرښندونو له امله ازادي واخیسته خو  بهرنیو او ګاونډو افغانان دازادۍ لمانځلو ته پرې نښود او یوځل بیا دازادۍ لمر په ډوبیدو شو چې له امله یې سرولښکرو په افغانستان یرغل وکړو او تر ننه افغانان دهمدغو بدبختیوو په اور سوځیږي.
په پای کې ټولو ګډونوالو دازادۍ دلارې لارویانو  او شهیدانو روح ته دعاء لاسونه پورته کړل.
شاهدالله شاهد، دولایت ویاند