
میدانښار، وردګ (۲۰ زمري ۱۳۹۰)
نوموړې پل دبهسودو مرکز ولسوالۍ د هن کجک کوه بیرون په سیمه کې دکوه بیرون په سیند باندې په اساسي او پاخه ډول دولسي انکشافي بودجې(PDF) له لارې چې دمیشتو ایساف ځواکونو د(۸۰۰۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت په اساسي او پاخه ډول جوړ شوې ددې ولسوالۍ ولسوال جان اقا محصل،محلي شورا غړو او قومي مشرانو لخوا دیولړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو
نوموړي پل چې۱۰ متره اږدوالې او ۳،۵ متره پلنوالي لري د اختر طورا ساختماني شرکت لخوا په ۶ میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شوو چې ددغې پل په جوړیدو سره د دوه درو دره سربلاغ او دره دیره خانې دسیمو(۱۰۰۰۰) کورنۍ لپاره یې دموټرو دتګ راتګ اسانتاوې برابرې کړې دي چې پخوا به دسیمې اوسیدونکو دډيرو سختو لارو او اږدو لارو دحیواناتو پراساس به یې خپل داړتیا وړ مواد د ورځو ورځو واټن په وهلو سره رانیول چې اوسمهال ددغه پل په جوړیدو سره موټر سیمه ته تګ راتګ کوي او اوسیدونکي د زیاتو اسانتیاوو څخه برخمن شول.
شاهد الله شاهد
دولایت ویاند