ښاغلی نعیمي:ملګري ملتونه او مرکزي دولت دې د بیارغونې ټولې پروژې دولایتي ادارې سره په تفاهم او همغږۍ کې پلي کړي!

 په هغه دوه ورځني ورکشاپ کې چې دخوست ولایت دمېلمستون ودانۍ د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا د دې ولایت د ادارو مسوولینو ته په کار اچول شوی وو، په کې خوست والي عبدالجبارنعیمي د نورو مسایلو ترڅنګ د ملګروملتونو په چوکاټ کې په ټولو هغو مرستندویه ټولنو غږ وکړ، چې په دې ولایت کې د راتلونکي پلي کېدونکي پروژې د ولایتي ادارې سره په تفاهم او همغږۍ کې ترسره کړي .
نوموړي وویل په تېر کې یو شمېر داسې پروژې تطبیق شوي ،چې ولایتي ادارې یې د کار د پیل څخه تر پایه  د  پروژو مالومات په واک کې نه درلودل او هر چا په خپلسري ډول پروژې پلي کولې ،دغه راز یادې شوي پروژې په څو لاسونو پلورل شوي، چې له امله یې د ساختماني چارو کیفیت  ډېر ټيټ  اوخلک یې په ملګرو ملتونو او افغان دولت بې باوره کړي دي .
ده له ملګرو ملتونو او افغان دولت  وغوښتل ،چې له دې وروسته باید د دولت او ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بیارغونې پروژې د ولایتي سره په تفاهم او همغږۍ پلي کړي او د یادو پروژو په هکله ټول ضروري مالومات او اسناد اړونده ادارو ته په واک کې ورکړي ، ترڅو له چارو یې په ټوله معنا لازم نظارت صورت ونیسي، په څو لاسونو یې د خرڅولو مخه ونیول شي  او په ښه کیفیت بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
ده وویل که د دې کارونو مخنیوی ونه شي، دا په خپله اداري فساد ته زمینه برابروي .
خوست والي ښاغلي نعیمي دخپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه ، چې له بده مرغه یوازې دولتي مامورینو ته په فساد کې د ښکېلتیا ګوته نیول کیږي ،خو د دولت له چوکاټ څخه د باندې داسې اشخاص او کړۍ شتون لري ، چې په اداري فساد کې تر ټولو وړاندې دي .ده له عدلي ، قضایي او کشفي ارګانونو وغوښتل ،چې د اداري فساد سره مبارزه ټولو قشرونو ته وغځوي او د هغو کسانو مخه ونیسي ، چې ناحقه جنجالونه جوړوي او ځانونو ته د رشوت زمینه برابروي .همداشان نوموړي  په هېواد کې د معاشونو په سېستم کې د توازون په نشتوالي  اندېښنه ښکاره کړه ، چې دغه هم د اداري فساد د رامنځته کېدو باعث ګرځېدای شي. باید په دې کې هم توازون په پام کې ونیول شي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دوشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۲۸