د بشري حقونو خپلواک کميسيون :په خوست کې د اداري فساد کچه ډېره ټيټه شوي ده !!

په خوست کې د اداري فساد ، رشوت او بډو اخېستلو په تړاو  د دولتي ادارو مسوولینو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.یاد شوی ورکشاپ په جنوب ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون  په مرسته د اداري فساد سره د مبارزې په موخه جوړ شوی ، ترڅو ګډونوال یې په منفي پایلو وپوهېږي .
د اداري فساد او رشوت د مخنیوي په موخه جوړشوي دوه ورځني ورکشاپ کې د خوست والي عبدالجبارنعیمي سربېره د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل ، د بېلابېلو دولتي ادارو مسووولینو او په زون کې دبشري حقونو د خپلواک کمیسون  مسوولینو ګډون درلود.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي اداري فساد ، رشوت ، اختلاس ، جعل کاري ، له دندې څخه ناوړه ګټه اخېستنه، بې پروایي ، دروغ او د یو چا حق په باطل اړول هغه څه وبلل ، چې ترسره کول یې نه په اسلامي اصولو کې او نه هم د افغانستان په اساسي قوانینو کې جواز ورکړل شوی .
ښاغلي نعیمي وویل دداسې اعمالو ترسره کوونکي د لوی خدای ج په نزد ګنهګار دي او زموږ په اسلامي ټولنه کې د شته قوانینو خلاف عملونه دي اود عاملینو لپاره یې سخته سزا ټاکل شوي ده .
له بل پلوه دغو بدنامه پدیدو زموږ هېواد او ولسونه په نړیواله کچه بدنامه کړي او د افغان حکومت باور ته یې زیان اړولی دی .نو په کار ده ، چې هر افغان یې په وړاندې مبارزې وکړي ، د رشوت ورکولواو اخېستلو جدي ډډه وکړي او خپل ټول کارونه د قانوني لارو حل وفصل کړي .
نوموړي د یو چا حق د پیسو په واسطه یوه بل نوم ته اړول ، د شخصي مفادو د لاسته راوړلولپاره د یوه بې کیفیته کار تر سره کول ، د نظارت کوونکو له خوا د خرابو او بې کیفیته کارونو تصدیق کول ، په ټاکلي وخت خپلې دندې ته نه حاضرېدل ، د ملت حق یوازې خپل قوم او کورنۍ ته ورکول ، په غلطو مالوماتو سره دادارو کارکوونکي بې ځایه مصروفول او په ورته بڼه نور اعمال د رشوت او هر ډول اداري فسادته زمینه برابروي .باید ټول قشرونه د داسې  ناوړه عملونو په مخنیوي کې برخه واخلي .
ده زیاتوله ،  د هرې ادارې هر کوونکی جلا مسوولیت لري، که چېرې دوی خپله ورسپارل شوی دنده په منظم ډول ترسره نه کړي ، دا هم په اداري فساد کې داخل پېژندل کیږي .همداشان د دولتي عوایدو په سم ډول نه راټولول ، د خلکو له خوا د مالیې نه ورکول، په یوچا باندې په زوره کار کول ، د دوکاندارانو له خوا په خلکو باندې د بې کیفیته او په وخت تېرو توکو پلورل ، دا ټول په دې کې شامل دي .نو په کار ده ، چې د دیني علماء د منبر له لارې   د اسلام له نظره عامه پوهاوی وکړي او خلک یې له ګناهونو خبر کړي .
عدلي او قضایي ارګانونه یې عاملین د قانون په چوکاټ کې په سزا ورسوي او د دې ناوړه پدیدې په وړاندې د مبارزې ساحه پراخه کړي او په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې په فساد کاکړو خلکو قانون تطبیق کړي .
خوست والي زیاتوله ، که په دې برخه کې کاکړ کسان په سزا ورسول شي او په ټولنه  کې د داسې ناوړه او بدنامه پدیدې مخه ونیول شي ، نو په پایله کې یې موجوده بدبختیو او شته ناخوالې پای ته رسېدای شي.
خوست والي ښاغلي عبدلجبارنعیمي وویل چې په یوه ټولنه کې که توازون مراعت شي او محاسبه وجود ولري ، نو د پرمختګ په لوري ګام اخېستی شي ، نو له ځانه باید حساب پیل کړو.چې موږ د ولس لپاره څه کړي او څه کول په کار دي .
ښاغلي نعیمي زیاتوله د افغان ولس دښمنان او هغه کسان چې شخصي ګټو پسې ګرځي تل هڅه کوي ، چې د ناسمو مالوماتو په اساس ادارو ته بدنامي واړوي او دخلکو باور په ولایتي اداره له منځه یوسي .نو ټول یې باید په وړاندې جدي مبارزه وکړي .همداراز خلک باید د دوی په ناوړه تبلیغاتو ونه غولېږي .
ورپسې په جنوب ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ښوونې روزنې د څانګې مسوول محمدیوسف ملاتړ د ورکشاپ  د اهمیت په تړاو د ناستې برخوالو ته مالومات ورکړل .
ده وویل په افغانستان کې اداري فساد شتون لري ، خو د هېواد  د نورو ولایتونو په پرتله  د خوست په ولایت کې د دغې  ناوړې  پدیدې ګراف د ولایتي ادارې د هلو ځلو په ترڅ کې ډېر راټيټ شوی دی .
نو په همدې موخه مو د ورکشاپونو پروسه له خوست ولایت څخه پیل کړه .ترڅو په خوست کې د نورو پرمختګونو په څېر د اداري فساد په مخنیوي  ژر بریالي شو او نورو ولایتونو ته د اداري فساد د له منځه وړلو پروسه له دې ځایه وغځيږي .
ملاتړ وویل په خوست کې د رشوت او اختلاس څخه ځکه  شکایتونه کیږي، چې د خوست د خلکو غوښتنې ډېرې لوړې دي او وګړي یې وطندوسته او ایمانداره خلک دي او غواړي چې په بشپړه توګه د ناوړه اعمالو مخه ونیول شي .
محمدیوسف ملاتړ  د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د رشوت او اختلاس  ناوړه پایلې او د اساسي قانون په چوکاټ کې د داسې اعمالو د سرته رسولو په صورت کې ټاکل شوي سزا ګانې او د یادې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د لارو چارو په موندلو بحث وشي .
د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل په خپلو خبرو کې وویل ، انسانان کولای شي ، خپلې ټولنې او دولت ته دوکه ورکړي ، خو د لوی خدای ج څخه پټ نه شي پاتې کېدای ، حتماً به د داسې ناوړه اعمالو د سختې سزا سره مخ کیږي .نوموړي رشوت اخېستونکی او ورکوونکی دواړه لوی مجرمین وبلل ، نو غوښتنه یې وکړه ، چې ټول خلک خپلې سالمې غوښتنې د رشوت پرځای باید د قانوني لارو  سرته ورسوي .
د یادولو وړ ده ، چې دا وخت د خوست په مرکز او ولسوالیو کې  د اداري فساد د مخنیوي په موخه د شکایتونو صندوقونه ، ټېلېفون شمېرې ، برېښنالیک پتې او نورې اسانتیاوې رامنځته شوي ، چې خلک وکولای شي، په دې اعمالو تورن کسان ولایتي ادارې ته افشا کړي ، چې د اداري فساد په مخنیوي کې یې زیات رول لوبولی دی .له بل پلوه هغه لویې قومي شخړې  چې له امله یې دمرګ ژوبلې ترڅنګ رشوت ، اختلاس ، دخلکو ځورونو او نورو ناوړه اعمالو ته یې زمینه برابره کړي وه ، هوارې شوي دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دوشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۲۸