
په دې کې شک نشته ،چې پښتانه لرغونى پېنځه زره کلن تاريخ لري ، او دتاريخي مخينې دا لړۍ له ميلاد څخه ورهاخواته غځيږي . تاريخ ښودلې ،چې پښتانه اتل ، مېړني او باتور خلک دي ، نو پرهمدې توسن دتاريخ په هر پړاو کې ،چې کله يرغلګر اوتيريګر ځواک ددوى پر ټاټوبي بريد کړى ، نو ددغه ژوبلور ولس له کلک او غوڅ ګوزارسره مخ شوى ،چې تاريخونه يې په حماسو ، کارنامو او وياړنو ډک دي .
که چېرې ددغه اتليال او سرغړاندي ملت دوياړنو او حماسو تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه وکړه ، نو په هره څلوېښت کلنۍ موده کې ددوى په هېواد او خاوره يو اوښتون راغلى ،چې ددې زمريالي ولس ټوله مادي او معنوي هستي يې لوټلې اوپه اصطلاح دا سر غړاندى او ننګيالى ملت يې دپولۍ ټک ته کښېنولى ، خو دغو باتورانو او ګوربتانو دسر په بيه او په خپلو وينو دخپلواکۍ نيا لګى خړوب او هغه يې دثمر تر پړاوه رالوى کړى دى .
که په ساده ژبه ووايو ، دخپلواکۍ او آزادۍ تومنه او متره دپښتون په پنځون او خلقت کې اخښل شوې ده ،ځکه خو دسوسيالېستي فلسفې يو انديال (مفکر) فريد ريک انګلس په ډانګ پېيلې توګه وايي : ( افغانان پر خپلواکۍ مين خلک دي ، دوى به هېڅکله دغلامۍ جغ ونه مني . ) نو ځکه خو له ادمه تر دې دمه دنړۍ لويو ښکېلاکي زبرځواکونو ددغه تور يالي او هوډمن ولس داېل (تابع )کولو په موخه پردوى او ددوى پر ټاټوبي بريدونه کړي ،چې همدا تېري کوونکي نه يوازې له دغې خاورې په سر کوزي بڼه مات او ګوډ په شا تللې ، بلکې ددوى دبرم او پرتم ځخه ډکې ستر واکۍ او امپراتورۍ هم دزوال او پوپنا کېدو سره مخامخ شوې ،چې تاريخونه يې شاهدي کوي .
مقدوني سکندر ، مغولي چنګېز ، ګوډتيمور ، عربانو ، صفويانو ، انګرېزانو ، روسانو او پنجابيانو ټولو ددغه هوډ يالي ملت پر وړاندې په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې او دالړۍ تر دامهاله دزمان او مکان له غوښتنو او هيلو سره سمه بې له ځنډه او خنډه راروانه ده او ترقيامته به همدغسې جاري وي ،ځکه ددوى خاوره او ټاټوبى داسې جغرافيوي او فزيکي موقعيت لري ،چې بايد تل دلته جنګ جګړې روانې وي .
د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر ١١ مې نېټې له نړيوال اوښتون وروسته نړيوالې ټولنې خپله پاملرنه افغانستان ته ورواړوله ،ځکه دافغان- پښتون ولس داوږدې جګړې او غميزې تاو تر لويديځه ورورسېد.
هغه وو،چې دامريکې متحده ايالتونو او لويديځوالې ټلوالې يې دملګرو ملتونو دامنيت شورا تر پرېکړې لاندې په ټول زور او ځواک پر افغانستان بريد وکړ او دطالبانو حکومت تر ړنګېدا وروسته يې دلته يو نوى نظام دواک پرګدۍ کښېناوۀ . همدې رژيم ته لس کاله مخکې دواک چارې وروسپارل شوې ، دارژيم دانګرېز شيطان ددې ښکېلاکي مقولې پربنسټ ،چې وايي : ( بېل يې کړه ، اېل يې کړه ! ) منځ ته راغى ، ځکه ددغه حکومت او رژيم په تشکېلاتي ترکيب کې هماغه پخواني جنګي جنايتکاران ، زورواکان ، مافيايي ډلې او قوماندانان حضور لري ، چې دې کار په لوى لاس اداري فساد، سياسي ګډوډۍ ، انارشېزم او مافيايي بيروکراسۍ ته زمينه برابره کړې ، او که په ساده ووايو ، دولسمشر حامد کرزي حکومت او اداره يې په لوس لاس برمته او يرغمل کړې ده.
داوسني نظام دبنسټ ډبره لس کاله پخوا دجرمني هېواد دبن په کنفرانس کې کږه اېښودل شوې ،ځکه خو تر دامهاله له ګډوډيو، ناخوالو او کړاوونو سره مخ دى . په نوموړي کنفرانس کې دضوابطو پرځاى روابطو ته ترجيح او لومړيتوب ورکړل شو .
او دغه سياسي تېروتنه داوسنيو ټولو ناخوالو ، ګډوډيو اوبې ثباتۍ دعمده او اساسي لامل په توګه ګڼلى شو.
دادى له لس کلن بهير وروسته په هېواد کې يونوى سياسي پړاو پېليدونکى دى .بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتو پيل کوي .
او په سيمه کې دامريکې او لويديځ تګلاره او ستراتېژي يوې نوې مرحلې ته داخليږي ،چې په دغه لړ کې به دسياسي او نظامي ډګر دواک لېږدونې پروسه پيليږي او هر څه به افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي . داپه داسې حال کې ده ،له هغې ورځې راپه دې خوا،چې د افغانستان څخه دامريکايي او نورو متحدينو ځواکونو دوتو اعلان خپور شوى ، نو په کورنۍ کچه جګړې زور اخېستې ،چې دغې چارې په لوى لاس دې ته زمينه برابره کړې ، څو دافغان امنيتي ځواکونو دپوځي او امنيتي وړتياوو او ظرفيتونو په اړه دنړيوالې ټولنې سره يو لړپوښتنې راپورته شي.
دترهګرۍ تر شعار لاندې روانه جګړه په اساسي ډول دډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته په پښتني سيمو کې متمرکزه ده او ديوې پلانيزه شوې دسيسې په ترڅ کې دلر او برافغان او پښتون ټولنيز کلتوري او قومي جوړښتونه او دودونه له منځه وړل کېږي . په دغه لړ کې دلويديځ ستراتېژېستانو او تور يسنانو خورا لويه پانګونه کړې ،چې په دې برخه کې لومړۍ دپښتنو سياسي ، ټولنيزې او قومي څېرې او متنفذ شخصيتونه وژل کېږي . يوازې دشمالي او جنوبي وزيرستان په سيمو کې د (٤٠٠ ) څخه زيات ټولنيز او قومي مشران وژل شوي ،چې تر دا دمه يې دوژنو په تور هېڅوک نه دي نيول شوي . ورته شان لړۍ زموږپه هېواد کې روانه ده. په ټولو پښتني ولايتونو او سيمو کې ديوۀ منظم پلان پربنسټ دپښتني ټولنې مخور او مشران وژل شوي ، چې وروستۍ وژنه يې دولسمشر حامدکرزي ورور ارواښاد احمدولي کرزي وژنه ده ،اودا کار ددې لړۍ يوه بله کړۍ ده ،چې ټول لر او بر افغان -پښتون ملت يې ولړزاوۀ .
لويديځ او دهغوى سيمه ييزه ملګرې شبکې افغان – پښتون په سياسي ، اقتصادي ، کلتوري او قومي ډول سره تر بريدونو لاندې نيولاى او ترهغويې وهي ،چې له اخ او ټوخ څخه ولويږي . که په ساده او کليوالي لهجه ووايم ، نو لويديځ او سيمه وال بړيڅي يې غواړي ، ترڅو پښتانه خصي کړي ، اود پښتون په وجودکې دهېواد پالنې او خپلواکۍ پالنې خوځنده رګونه شنډکړي ، ترڅو په دې توګه په سيمه اودا جغرافيوي محدوده کې دلويديځ اودهغوى دګڼ ملتيزه شرکتونو ( Muti Nalional Companies ) اوږدمهاله پلانونه او ګټې په ښه شان خوندي او وساتل شي،ځکه لويديځ او سيمه ييزه ټلواله يې په دغه جغرافيوي محدوده کې اوږدمهاله پر وژه او سناريو تر لاس لاندې لري ،چې ددغې پروژې او سناريو په مخکې افغان او پښتون دلوى خنډ په توګه ګڼي . نو پر همدې توسن ديوې اوږدمهاله ستراېژۍ په اډانه کې دبېلا، بېلو تکتيکونو په کارولو سره دپښتنو ټولنيز ، کلتوري او قومي جوړښتونه له منځه وړل کېږي ، دهغوى ټولنيز ژوند يې تر کلتوري يرغلونو لاندې نيولاى ، دهغوى کلتور سپکاوى کېږي ،قومي مشران او جوړښتونه يې ورانيږي ، ټولګټې موسسې او بنسټونه ، ښوونځي ، پوهنتونونه ، پلونه ، کلېنيکونه ، روغتونونه ښارګوټي او ښارونه يې له منځه وړل کېږي ، په لوى لاس دناپوهۍ ، تورتم او جهالت لور ته ورټل وهل کېږي ،چې په لنډ او اوږدمهاله کې به داځورېدلى او کړېدلى ولس دژوند په هرډګر کې له ناخوالو او کړاوونو سره مخ شي او وروسته به په دغه سيمه کې دلويديځ سناريو بې له کوم جدي خنډ او ځنډ څخه په ښه شان عملي او پلي شي . زموږ ګران هېواد افغانستان او لراو بر افغان دتاريخ له يوۀ ډېر حساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه دتېرېدو په درشل کې دى . نو پرهمدې بنسټ په لر او بر کې ديوۀ ملي خوځښت او غورځنګ دپيلېدا اړتيا تر بل هر وخت زښته ډېره ده . نو دلراو بر افغان – پښتون ملي څېرو ته ښايي ،چې راپورته شي ، او دخپلو سرونو په داو کولو سره دپښتنو بېړۍ له دغه خونړي څپاند سمندر څخه راوباسي او دبري ترساحله يې په بريمن ډول سره ورسوي او که راپورته نشول ، نو سبابه د افغان او دهېواد په تاريخ کې محکوم او دملي خاينانو په څېر به وپېژندل شي ،چې د تاريخ تور داغ به يې د تلپاره پرتندي ولګيږي او ددې ځورېدلي او اسکېرلي ملت پر وړ اندې به يې لويه جفا او خيانت کړى وي .
فضل وزير هيله من