
اردبيل
د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد ټينګار کړی، چې نن ورځ ټوله نړۍ د ايران ملت تر اغيز ﻻندې ده.
د ايران د حکومتي رسنيو د رېپوټونو له مخې، نوموړي د شيخ صفي الدين اردبيلي اړوند يوه غونډه کې دا هم ويلي: (( که ايران د توحيد او عدالت تر شعار ﻻندې يو حکومت نه وای رامنځته کړی، نن ورځ به په عالم کې د توحيد او عدالت نښه نه وای او دا کومه اضافه خبره نه ده.))
د ايران چارواکي له دې امله نړۍ ته ګواښمن دي، چې د دغه هېواد هژمونيستي او پراختيا غوښتنې موخو ته د رسيدو لپاره،د دغه هېواد چارواکي او مشران له هرې وسيلې نه کار اخلي. له عربي هېوادنو څخه نيولي تر افغانستان، تاجکستان او پاکستان پورې په ټولو سيمو کې خپل نفوذ ته پراختيا ورکړې اوپه دغه هېوادونو کې دومخی سياست پر مخ بيايي.
له يوې خوا ايراني اخوندي حکومت د پارسي ژبې تر شعار ﻻندې ، په سيمه کې خپل کلتوري يرغل پيل کړی . د " سه کشور فارسي زبان " تر شعار ﻻندې غواړي ، تلويزيون ، بانک ، سياسي غونډې او .... داسې نورې پروژې رامخته کړي او دا هر څه د دغو هېوادنو د نورو قومونو د ﻻندې کولو او تر کلتوري ښکيلاک ﻻندې راوستلو په قيمت . که موږ د افغانستان ، ايران او تاجکستان اتنيکي جوړښت ته زير شو ، نو يو هېواد هم خالص پارسي ژبی هېواد نه دی ، که معيار د اکثريت قوم پر بنسټ وي نو بيا افغانستان خو پښتو ژبی هېواد دی .
هڅه کوي ، له دوو ﻻرو څخه په افغانستان کې خپل نفوذ پياوړی کړي ، له ستمي ، خراساني او افغانستاني ډلو سره د پارسي ژبې تر شعار ﻻندې او له شيعه ډلو سره بيا د مذهب پر بنسټ معاملې کوي .