
کابو يوه لسيزه پوره کېږي ،چې په هېواد کې ولسواک نظام دواک پرګدۍ ناست دى . په هېواد کې دنوي نظام راتلون په داسې حال کې تر سره شوه،چې دافغاني ټولنې ټول مادي او معنوي بنسټونه له بېخه نړېدلي وو ، کورني او بهرني دښمن ديوې دسيسې او چلوټۍ په پايله کې زموږ دامير شېرعلي خان دپېر څخه جوړه شوې ملي اردو راته ړنګه کړه ، په کورنۍ کچه يې راته ملي او روڼ اندي شخصيتونه ووژل ، يايې هېواد پرېښودته اړ ته کړل ، قومي، توکميزه، سمتي ، مذهبي او ژبني تعصبونه او بې اتفاقۍ را کې جوړې کړې او لنډه دا،چې هېواد يې راته دوېشاک او تجزيې په ګړنګ درولى ؤ . خو لکه څنګه ،چې مقوله ده ، وايي : ( په هرې تيارې پسې رڼا راځي ! ) نو د ٢٠٠١ لومړي کال دسپټمبر ١١ مې نېټې پېښې په نړيواله کچه دنړۍ هېوادونه اومترقي او متمدن ولسونه ولړزول ، چې دغو ترهګريزو بريدونو ايله ددوى پام دافغان ولس اوږدې او کور ګډي غميزه ته ورواړاوۀ .
همد لته وه ،چې دامريکې متحده ايالتونو او پلويانو يې دملګرو ملتونو دامنيت شورا تر اجازې لاندې په خورا شور او زوږند چمتوالي سره ،چې تر ډېره يې ددرېيمې نړيوالې جګړې له پيلېدا سره ورتوالى درلود،په افغانستان بريد وکړ،اودطالبانو راډيکال او متحجر رژيم يې تر ځپند ګوزارونو لاندې راووست ، چې دڅو محدودو ورځو په موده کې يې خچ پچ ، دړې وړې رانسکور کړ . دملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې دبن کنفرانس په خورا بيړه داير شو او دافغانستان لپاره يې دنوي نظام بنسټ کېښود . دغه کنفرانس دافغان ملت دغوښتنې پر خلاف جوړ شو ،ځکه په دغه غونډه کې دافغان ولس رښتينو اسازو ته دګډون حق نه وو ورکړل شوى ، او هغه نامتجانسې ډلې ټپلې په کې راټولې شوې وې ،چې لاسونه يې دافغان معصوم او مظلوم ولس په وينو لژند دي .
نوې ادارې په کورنۍ کچه په کار او فعاليت لاس پور کړ،خود ژوند په هر ډګر کې له ننګونو او خنډونو سره مخ ده ،ځکه ددغه حکومت په پنځون کې اداري فساد ، بډې او رشوت ، جګړه ماران ،مافيايي ډلې او زورواکان اخښل شوي ،چې دولسمشر حامدکرزي حکومت يې په اصطلاح يرغمل او برمته کړى دى . په دغو سياسي ،ټولنيزو او نظامي ناخوالو او ستونزو کې په خپله لويديځ لوى لاس لري . دادى ، دبن لومړني کنفرانس له دايرېدو څخه کابوه يوه لسيزه واوښته ، خو موږ په رښتيني توګه ديوۀ ولسواک او پياوړي مرکزي دولت خاوندان نشو . داپه داسې حال کې ده ،چې په کورنۍ کچه جګړې زو راخېستى او په کې زموږ بې ګناه او بې دفاع ولس وژل کېږي. په افغانستان کې دکرزي حکومت لس کلن بهير وروسته يو نوى سياسي پړاو پيلېدونکى دى . امريکه او ټلواله يې غواړي ، څو دنوې افغان تګلارې په رڼا کې زموږ هېواد څخه خپل پوځي ځواکونه له مهالوېش سره سم سوکه – سوکه وباسي . سياسي او نظامي واک افغان دولت ته ولېږدي . داچاره په داسې حال کې تر سره کېږي ،چې په کورنۍ کچه جګړه په شدت سره روانه ده . او دوينې تويېدنې لړۍ چټکه او ګړندۍ شوې ،چې بياهم قربانيان يې بې دفاع افغانان اوپۀ تېره پښتانۀ دي . په هېواد کې اوسنى سياسي کړکېچ تر ډېره له مخکې څخه پلانيزه شوي پروګرام له مخې رامنځ شوى ،تر څو دافغان دولت ظرفيتونه او وړتياوې وننګوي . دادى اوس په هېواد کې نوى سياسي پړاو پيلېږي . دواک لېږدونې پروسه په داسې حال کې رامخ ته شوه ، چې واکمن نظام دپراخ اداري فساد او ګډوډۍ سره مخ دى . او په هېواد دننه خونړۍ جګړه روانه ده او له بل پلوه پنجابي پوځ زموږ ختيځ ولايتونه تر پرله پسې بريدونو لاندې نيولي دي .
نو په داسې حساسو تاريخي او برخليک ټاکونکو حالاتو کې زموږ هېواد ديوۀ لوى امتحان او آزمون سره مخ دى .
په هېواد کې دنوي سياسي اوښتون وروسته افغان دولت مشرانو ته ښايي ، چې دهېواد او ملت جوړونې په لړ کې غوڅ او پرېکند ګامونه واخلي . ددې لپاره ،چې په هېواد کې رښتيني ولسواکي او دقانون حاکميت پلى او تطبيق شي ، بايد مدني ټولنې او سياسي ګوندونه را وړاندې شي ، او دشخصي، تنظيمي او ګوندي ګټو پرځاى ملي ګټو ته لومړيتوب او ترجيح ورکړي . په هېواد کې دټولو ناخوالو او ستونزو دله منځه لپاره موږ دولسواکۍ په اډانه کې دننه يوۀ قوي او ځواکمن ا پوزېسيون ته اړتيا لرو . ددغه سپېڅلي هدف لپاره بايد مدني ټولنې او سياسي ګوندونه رښتينى ملي ، افغاني او اسلامي رول ولوبوي . يو ځواکمن اپوزېسيون ګوند کولاى شي ، دحکومت او دولت ددننه دستونزو او مشکلاتو په اصلاح او سمون کې خپل رغنده رول ولوبوي . په هېواد کې دسالمې ادارې په جوړښت کې اپوزېسيون ګوندونه او مدني ټولنې خپل اغېز لرلاى شي ،چې دا په خپله دولسواکۍ او قانونواکي يو عمده اصل بلل کېږي .
اپوزېسيون کولاى ، شي دشفافيت په رڼا کې دهېواد وده او پرمختګ ګړندى کاندي او ولسي پرګنې او قومونه له واکمن نظام څخه دفاع او ملا تړ په لار کې متحده او منسجم کاندي . اصلاح او سمون له ځان څخه پيليږي ، نوپر همدې بنسټ بايد افغان دولت له دغه تاريخي فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي ، او په هېواد کې درښتيني ملي ،افغاني او اسلامي دولت په جوړاوي کې رښتينى ملي اصالت او رسالت تر سره کړي ،ترڅو زموږ ګران هېواد افغانستان دنړۍ له سيالو هېوادونو سره دسيالۍ جوګه شي .
دهمداسې ورځې په هيله
فضل وزير هيله من