
په خوست کې د مور او ماشوم دمړینې کچه لوړه ده ، چې له امله یې ګڼ شمېر میندې او اولادونه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوي .دا هغه څه دي ، چې دخوست ولایتي اداره یې زیاته له اندېښنې سره مخ کړي وه او دا یې ضروري ګڼله چې له ډېرو کارونو مخکې باید د همدې حیاتي موضوع ستونزه ژر تر ژره هواره شي او نور په دې ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې په برخه کې شته اندېښنې له منځه ولاړې شي .
هغمه وو، چې له ډېرو هلو ځلو وروسته د یونېسېف په مرسته په افغانستان کې د بې پولې طبیبانو له ټولنې سره قرارداد لاسلیک شو، چې له مخې به یې په خوست ولایت کې د مور او ماشوم پالنې ۵۰بستریز روغتون جوړیږي .چې چارې یې هم همغه وخت پیل شوې او نن د سرطان میاشتې په ۲۶مه نېټه په ولایت مقام کې د خوست والي عبدالجبارنعیمي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د بې پولې طبیبانو د ټولنې مرستیال سېدرېک تیورلن د ټولو ترسره شویو پرمختګونو په اړه مالومات وړکړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د مور او ماشوم پالنې ۵۰بستریز روغتون به ډېر ژر دخوست د خلکو پر مخ پر انېستل شي او روغتیایي خدمات به وړاندې کړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په دې خوښي وښوده ، چې د موراو ماشوم په برخه کې یې شته ارمانونه په پوره کېدو دي ،چې له مخې به یې په دې ولایت کې پخوانۍ ستونزې هوارې شي .
نوموړي د بې پولې طبیبانو مرستیال سېدرېک ته په خپلو خبرو کې وویل ، چې د روغتون په چارو کې دې نور هم ګړندیتوب رامنځته شي ، ترڅو د خوست ولسونه ترې ژر ترژره حیاتي استفاده وکړي .
یاده دې وي ، چې دمور او ماشوم پالنې ۵۰بستریز روغتون به هره میاشت ۹۰۰ناروغانو درملنه په وړیا ډول کوي ، چې ټول دوا درمل به یې د اروپایي هېوادونو تولید وي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :یکشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۲۶