د ځدراڼو او د ګربزو قومي مشرانو د ستونزو د هواري په تړاو دخوست والي سره ولیدل

 د سپېرې ولسوالۍ د ځدراڼو او د ګربزو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د شته ستونزو د هواري په تړاو دخوست والي عبدالجبارنعیمي سره ولیدل ،دوی همداشان په دې لیدنه کې د ولایتي ادارې مشرتابه  په خپلو سیمو کې د ځینو بیارغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنې وکړې .ترڅو دسیمې خلک د ژوند کولو د لازمو اسانتیاوو برخمن شي او هر څه ته په دې لېرې پرتو ولسوالیو کې لاس رسی ولري .
دغو قومي مخورو مشرانو د خپله اړخه  د ولایتي ادارې سره د هر راز همکارۍ کولو ژمنې وکړې . د دوی وویل د خوست په پرمختګ او جوړونه کې به پراخه ونډه اخلي او تر پایه به د ولایتي ادارې سره همکار پاتې کېږي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د خوست قومونه په دې وستایل ، چې همېش یې له خپلې ولایتي ادارې سره همکاري کړي او د خپلو ولسو نو څخه یې د ساتنې په لاره کې د پام وړ قربانۍ ورکړي .
ښاغلي نعیمي وویل هر افغان وګړي ته په کار ده ، چې د افغانستان د لوېشت ،لوېشت خاورې او د بې وزله هېوادوالو څخه په مېړانه ساتنه وکړي او پرې نږدي ،چې د افغان ملت دښمنان زموږ په کلیو او بانډو کې د خلکو په وژلو سره شوم اهداف تر لاسه کړي .
نوموړي د قومونو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د خوست دولایتي ادارې ملکي او نظامي ارګانونه ستاسو په خدمت کې دي ، د خپل ولس سره به د  هرې ستونزې  په هواري کې په بشپړه توګه برخه اخلي .
خوست والي د دې غوښتنې پرځای وبللې او ژمنه یې وکړه ، چې د دوی د غوښتنولپاره به ولایتي اداره خپلې هلې ځلې په کار  واچوي .ترڅو شته ستونزې په عملي ډول د حل تر بریده ورسیږي .
همداشان د خوست ملي سوداګرو او دوکاندارانو هم خپلې ستونزې خوست والي ته په ډاګه کړې او ترڅنګ یې د ښار په نظم او پرمختګ کې د هر ډول همکارۍ کولو ژمنه وکړه.‎، چې د ښاغلي نعیمي له خوا یې دستونزو د  هواري  په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
دا په داسې حال کې دي ،چې دخوست په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر د بیارغونې پروژې تر کار لاندې دي او په لسګونو نورې پروژې د ۱۹کسیز پلاوي په مرسته په مرکز کابل کې منظورې شوي ،چې په راتلونکي کې به په عمل کې پلي شي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :یکشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۲۶