
نن له کلي د راتګ پر وخت د موټر انتظار ډېر وکړولم، درې څلوېښت دقيقې کيږي ، چې ولاړ يم خو سړک داسې تش تور دى، لکه د انتخاباتو ورځ چې له سره راګرځيدلې وي ، دانتخاباتو پرورځ ښار دعمومي ترافيکو پر مخ تړلى وي، تير کال هم د ټاکنو پر ورځ دموټر انتظار همدومره کړولى وم، په نورې نړۍ که به شايد د انتخاباتو پر ورځ ګڼه ګوڼه تر عادي ورځو څو برابره زياته وي، خو زموږ په وطن کې ، داسې ورځې د جنګ طرفونو ته اصلي ټارګيټ وي، يو طرف غواړي د ښارونو په تړلو خپل نمبرونه زيات کړي، بل غواړي د پېښو په رامنځته کولو شور او غوغا جوړه کړي، د دنيا رسنۍ هم دې ته منتظرې وي، چې له افغانستان د بدو پېښو خبرونه ترلاسه کړي. په هر حال، زه لاهم ولاړيم، دې ته فکر کوم، چې که موټر وختي راغلى واى، اوس به مې ديوه دوست د چپټر پاتې برخه کمپوز کړې وه او په رسمي وخت کې به خپلو کارونو ته وزګار واى. اووه دقيقې به نورې هم وتلې وي، چې موټر مې تر مخ ودريد او روان شوو، په مخکې سيټ کې ډېر چاغ سړى راسره ناست و، اوږده ژېړ بخونه ږيره، سپينې جامې او په لاس کې هره شيبه اوړيدونکې تسبي يې تاسو ته دلمونځ کزارۍ تصور درکولاى شي، هيچا خبرې نه کولې، په ازادۍ راډيو کې د متحدو ايالتونو سفير کارل ايکن بېري مرکه روانه وه، لدې پوښتنې يې غوښتل ځان وڅکوي :- که تاسو وځئ، خلک فکر کوي ، چې يو ځل بيا به نا امنۍ رامنځته شي، ځکه زموږ دپوځ ترکيب د ډاډ وړ نه دى، دلته ټولې هغه مليشې ننوتې دي، چې يو وخت يې افغانستان له بحران سره مخ کړ؟ سفير وويل، چې دپوځ په داخل کې شرايط له هغه وخت چې زه په لومړي ځل افغانستان ته دقواوو دقوماندان په توګه راغلى وم ښه شويدي، خلک کولاى شي چې دپوځ مرکزونو ته ورشي او د دوى د روزنې بهير له نژدې وګوري... دسفير دا جمله نه وه، بشپړه شوې، چې د اردو يوه هزاره توکمه سرتيري موټر ته د دريدو اشاره ورکړه، موږ به پدې وخت کې له کلي ، درې کيلو متره را مخکې شوي وو، ډرايور وړاندې ، وروسته کيدو، چې د موټر دريدو ته مناسب ځاى ومومي ، خو سر تيري ګواښ وکړ، که نور حرکت وکړو تر اور لاندې به مو ونيسي، ماته د سفير په خبرو پسې خندا راغله، کله چې سر تيري تاسو، پر عمومي لارو تر اور لاندې نيسي، څنګه ورځئ مرکزونو ته، چې د روزنې بهير يې له نژدې (!) و څارئ؟
شايد سر تيرى به هم ملامت نه و، سهار وختي يې په قطار پسې، دسړک دغاړې ماين چاودنه شوې وه، د سرحدي پوليسو او اردو ګڼ کسان ولاړ وو، سورلي او موټر يې تلاشي کول، تر موږ مخکې څوګ نه وو، ځکه خو تلاشۍ ډېر وخت ونه نيوو.کله چې موټر روان شو، لږ مخکې دسړک په منځ غټه کنده جوړه شوې وه، شاوخوايې د شګو او ترکولو انبارونو چاپېره کړې وه، پرون ماځيګر دا ځاى روغ و، اوس ډرايور مجبور و، چې له لارې د تېريدو لپاره موټر لاندې کروندې ته کوز کړي ، همداسې يې وکړل او په خورا ستونزو، له هغه ځاى تېر شو. سړک تر ښاره پورې ، په شمېر اووه ځايه همداسې چاودنو کنده کنده کړى و، ماته ياديږي، چې ددې سړک دجوړيدو په کار کې زموږ ګڼو کليوالو کار کاوه، يوه ملګري راته ويلي وو، چې د ژمي په رخصتيو کې يې دلته دومره پيسې وګټلې ، چې راتلوکى کال ، دپوهنتون لپاره پرې موټر سايکل را نيوى شي، دى به لدې خلاص وي، چې هره ورځ څلور ځلې دموټر کرايه ورکړي، لومړى له کلي تر ښار، بيا له ښار تر پوهنتون او بيرته همداسې ... زما ددې ملګري هغه خوښي هم نه شم هېرولى ، چې په لومړي ځل پر موټر سايکل راغلى و ، دده په وينا ايله په ديارلسو دقيقو کې را رسيدلى دى.
لا ښار ته نه يو رسيدلي، ما له ډرايور پوښتنه وکړه، چې استاده نن ولې موټرو دومره ناوخته کړ؟
هغه ويل چې په شاوخوا کليو کې، ليکلې اخطار نامې ، موندل شويدي، په اخطار نامو کې ويل شويدي، چې که تر اوو بجو دمخه پر دې لار عامو موټرو تګ راتګ وکړ، د بدو پېښو پړه به يې په خپله غاړه وي ، ما ورته
وويل، چې نو پدې وخت کې خو خلک کاروبار ته ځي، ناروغان لري او بل پر عامه لار د داسې بريدونو کول خو زموږ د خلکو په نفعه نه دي ... ډرايور څه ونه ويل، د شا له سيټ يوه وچ کلک هلک ، چې دمخ هډوکي يې بوټ بوټ راوتلي وو، په ترخه لهجه وويل، خلک دې ومري، ما هم هغه اخطار نامه لوستې ، دا يوازې د څو ورځو خبره ده، وروسته هرڅه عادي کيږي، موږ که د اسلام لپاره يوازې څو ورځې، خپل کارونه نه شو ځنډولى نو ښه ده چې ومرو او لار ورانه ويجاړه شي ... ما دې ځوان هلک ته ، چې نوکان يې تورو خيرو بدرنګ کړي وو او شايد له کوم مستري سره به شاګرد هېڅ ونه ويل، زما اټکل ناسم و، ما فکر کاوه، چې شايد ترڅنګ ناست ږيرور سړى به داسې غبرګون وښيي ، خو هغه چوپ و او يوازې ځير ځير يې راته کتل ، خداى دې عفوه وکړي څومره ناسم ګمان مې کړى و، لدې اضافه مې له ډرايور سره دخبرو اوږدول مناسب ونه بلل، عجيبه ده، موږ څومره په وېره کې ژوند کوو؟ په کومو ټولنو کې ، چې بې باوري اوج ته ورسيږي، دخبرو لپاره ژبې وچيږي او د رازونو لپاره سينې تنګيږي، دقبرونو چوپتيا رامنځته کيږي او د هر کس تحت شعور له عقدو ډکيږي، ددې عقدو سړيدل ، ګڼ اجتماعي مفاسد رامنځته کوي، خداى پوهيږي، چې زموږ دا حالت به څه عواقب ولري؟ موږ نه شو کولاى ، چې دلارو پر ورانيدو، خفګان وښيو، که داسې وکړو، دغرب ثنا ګويان به شو ، د داسې خلکو سرنوشت مرګ دى، ځکه پر دې لار خو د بهرنيو ځواکونو قطارونه تګ راتګ کوي، د لارې په پخولو کې هم دهغوى خپله ګټه وه، هغوى دا لار ددې لپاره پخه کړه، چې دښمن ته ژر ورسيږي او...! . خو زه دخپلې يوې ځوانې کليوالې دمرګ کيسه څنګه هېره کړم، چې نژدې څلور کاله دمخه، د ژمي په يوه ډېره باراني شپه کې ، اشپز خانه پرې نسکوره شوې وه او دزياتې وينې دضايع کيدو له امله يې ډاکټر ته تر رسيدو دمخه ژوند له لاسه ورکړى و؟ هلته دا لار خامه وه، او دوه وارې د دوى موټر په خټو کې بند شوى و، که هېڅ نه وي ، نو ددې نجلۍ مور خوبه ارمان کړى وي، چې که لار پخه واى ممکن، لور يې ژغورل شوې وه. ما له خپل همځولي سره دا استدلال ونه ويلو، چې لارې او سړکونه زموږ دي، زموږ پر لار هېڅ ماين مطلوبو کسانو ته زيان نه دى رسولى ،يوازې سړک يې کندې کندې کړيدى، ددې سړک جوړيدو تاته دومره تاوان کړى چې، اوس موټر ډېر عوارض نه کوي او ستا مارکيټ به ممکن سوړ شوى وي. د دنيا په نورو هيوادونو کې ، خلک استعماري قوتونه ، له ځان سره بيايي، په نژدې پاکستان کې، چې شايد دې زلمي به هم ليدلى وي، د اورګاډي هغه پټلۍ لا سلامتې دي، چې انګريزانو جوړې کړيدي، که د لارو ورانول کوم مقدس کار واى د پاکستان د اورګاډو پټلۍ به ډېر مخکې دړې وړې شوې واى. ددې زلمي خبرې سره ددې چې هماغه شيبه پر ما وغميدې او لدې امله سخت نا ارام وم، چې ولې مې ورسره استدلال ونکړ، خو وروسته پوه شوم، چې زما استد لال به زما پر وړاندې د موټر د ټولو سورليو کرکه را پارولې وه او کله به يې هم ددې زلمي سر نه واى خلاص کړى، دې ته هم ورسيدم، چې ددې زلمي مفکوره د پرلپسې غېرې نارملو شرايطو په ترڅ کې سازه شوېده،جوړې ټولنې سالم انسانان لري او سالم انسانان، هېڅ وخت د لارو د ورانولو په اړه فکر نه کوي، موږ دتاريخ په اوږدو کې يوازې د استعمارونو صفرا پر سر اړولې او خواږه يې نورو وړي دي. انسان جوړل، په افغانستان کې تر ټولو مهم کار دى، ، ترجنګ وروسته دکوريا دشرايطو توپير له موږ سره دا و، چې هغو دتعميرنو دجوړلو پر ځاى د فکرونو جوړلو ته اهميت ورکړ.
تواب غورځنګ
٢٠١١-جولاى -١٦