
څرنګه چې څو ورځې تېرېږي ،د ځينو خودغرضه اشخاصو او کړیو له خوا د خوست ښار یو شمېر دوکانونه په غیرقانوني شکل سره تړل شوي دي او غواړي چې په لوی لاس په خوست کې نوی راټوکېدلی اقتصاد اودخلکو ورځنی ارامه ژوند د خپلو شخصي ګټو لپاره په خطر کې واچوي.
د څو ورځو راپدېخوا چې د خوست مظلومو خلکو ته زیاتې ستونزې او تاوانونه رامنځته شوي او همداشان دخوست د ګمرک عواید چې د تاریخ په اوږدو کې یې د لوړوالي ساری نه لیدل کیږي ، هغې ته یې هم د پام وړ زیان رسېدلی ، نو په همدې بنسټ ولایت مقام یو قوي ځانګړی کمیسیون وټاکه ، چې د خوست د مستوفي ترمشرئ لاندې دمهاجرینو ریس ، د ښاروالۍ مرستیال ، د حقوقو آمر، ولایت مقام د نظارت او ارزیابۍ د څانګې کارپوه ، د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم په وړاندې د مبارزې آمریت استازی او همدارنګه دملي امنیت نماینده په کې غړیتوب لري .
کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې سر د سباڅخه د تېر او روان کال په ترڅ کې دقرارداد د پاڼو څېړنه وکړي ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړو مقاماتو د رالېږل شویو اوامرو، لایحو،طرزالعملونو او نورو اسنادو په باب د ټول مالومات راټول کړي .دغه راز کمیسیون دنده لري، چې د لایحو د لوړوالي تر عنوان لاندې د هغو کسانو چې په اقتصادي مافیا پورې تړلي ، د ولایت د عامه نظم د اخلال ، د مرکزي دولت د قانوني اوامروپه وړاندې د متمردینو،د قراردادونوڅخه دناوړه استفاده کوونکو لامل ګرځي ، دوی له ټولو شهرتونو اومالوماتو سره تثبیت او په ګوته کړي او پېشنهادي طرحه یې په دوو ورځو کې د وروستیو اجرااتو په موخه ولایت مقام ته وسپاري .ترڅو د عامو خلکو پرمخ د مافیایي کړیو له لوري په کار اچول شوي دسیسې ژر تر ژره افشا شي او عاملینو ته یې سخته قانوني سزا ورکړل شي .
ولایت مقام دې ډلو او اشخاصو ته کلک خبر داری ورکوي ،چې دخپلو ناوړو او شخصي ګټو لپاره دې د خوست د خلکو ملي منافع په خطر کې نه اچوي ،د خپلو ناوړو اعمالو څخه دې لاس په سر شي او قانون ته دې د درناوي په دود دمرکزي دولت اوامر ومني .که چېرې دا ډول غیرقانوني جریانات بیا هم دوام وکړي، نو له خودغرضه کسانو سره به سخت قانوني چلند وشي .
همدارنګه دې د خوست شریف ولس په دې ډاډه ووسي ، چې دغه ډول ضرري لاسونه به ډېر ژر څرګند شي او په سزا به ورسیږي .
په درنښت
عبدالجبارنعیمي
د خوست والي
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۲۵