دمتون په سيمه کې د تېرې شپې د عملياتو په هکله څوساعته څېړنيزه ناسته وشوه .

 د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۳مه نېټه دخوست والي عبدالجبارنعیمي ترمشرۍ لاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ  څو ساعته  بېړنۍګډه ناسته ترسره شوه .
دغه پېښه چې بېګاه شپه د متون دتورې  وړۍ په سیمه کې د اېتلافي ځواکونو له لوري  رامنځته شوي،په کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي .
په همدې موخه جوړه شوي ناسته کې د خوست والي ترڅنګ، دملي اردو قوماندان ډګروال محمدناصر هدایت ، دامنیه قوماندانۍ د امنیت  امر سمونوال محمدیعقوب  او په جنوب ختیځ زون کې د اېتلاف ځواکونو مشر کارنل ټونر ګډون درلود.
په سر کې دتېرې شپې د عملیاتو په هکله مفصلې خبرې وشوې او ټول هغه مالومات چې د پېښې په اړه موجود  ول ، خوست والي ته یې په واک کې ورکړل .له یادو مالوماتو ورووسته هر اړخیز بحث وشو، چې وروسته  ثابته شوه ، په عملیاتو کې وژل شوي کسان ملکي وګړي ول  او اېتلافي ځواکونو د یوه داسې هدف لپاره  عملیات کول ، چې د هغې له امله په یاده سیمه کې خلکو ته ستونزې رامنځته کېدې .چې په دې وخت کې له څو تنومسلحو کسانو سره مخامخ شول  او په  ترڅ کې یې له بده مرغه ملکي خلکو ته په غیر قصدي ډول تلفات ورسېدل .
خوست والي عبدالجبارنعیمي دملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه او په دې یې ټينګار وکړ، چې استخباراتي راپورونه باید ډېر دقیق وي او پرته له هدف څخه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسوي .
ښاغلي نعیمي  دا هم وویل  دغه ډول پېښې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د هغو پرمختګونو په وړاندې خنډونه رامنځته کولای شي ، چې د افغانستان د آبادۍ، ډاډمن امنیت د ټينګښت اوسوکالۍ  په موخه یې هلې ځلې روانې دي .نو په دې اړه یې سپارښتنه وکړه ، چې په راتلونکي کې د عملیاتو پرمهال د راپور اخېستلو سرچینې باوري او دقیقې وي  ،ترڅو په اینده کې ملکي خلکو تلفات ونه رسیږي او په خپلو کې د پياوړي همغږۍ په شتون کې یو داسې طرزالعمل رامنځته کړئ  ، چې له مخې یې په راتلونکي کې دغه ډول کړنې تکرار نه شي .
نوموړي د لا زیاتو موسقو مالوماتو د لاسته راوړلو په منظور د یوه باصلاحیته کمیسیون له  ټاکلو هم یادونه وکړه ،چې د پېښې په تړاو به ولایت مقام ته دقیق راپور ورکوي .
 
والي عبدالجبارنیعمي د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه ، خوست له یوه پراخ سرحد برخمن ولایت دی ، چې همېش تر تهدیداتو لاندې راځي نو په همدې اساس افغان او اېتلاف ځواکونه په ګډه کوښښ کوي، چې د خوست خلکو لپاره ډاډمنه امنیتي فضا رامنځته کړي او پرته له امنیتي ستونزې خپل ورځنی ژوند پرمخ بوزي .
چې په همدې هکله یادو ارګانونو د خپلو سرونو په بیعه د تېر یو کال په ترڅ کې د زیاتو موټربمونو،ډالیېزوځانمرګو او نورو وژونکو ترهګریزو موادو مخه نیولي او د دوی بوږنوونکي ناوړه پلانونه یې شنډ کړي دي .
خوست والي وویل  ،موږ یو ځل بیا خپلو خلکو ته وایو، چې د ولایتي ادارې ملکي او نظامي ارګانونه هلې ځلې کوي  ،چې تاسو ته د ډاډمن امنیت دټينګښت په راوستواو ستاسو د ښه ژوندانه ،بیارغونې او پرمختګ ساتنه وکړي .خوځينې وخت وسلوال مخالفین د خلکو له کورونو څخه پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي ، چې مخالفین غواړي په دې سره عام خلک د سپر په توګه استعمال کړي اوپه دې سره  خپل شوم اهداف لاسته راوړي .
په یاده پېښه  د اېتلافي ځواکونو قوماندان هم  ژوره خواشیني وښوده او د قربانیانو له کورنیو سره یې په رامنځته شوي غمیزه کې ځانونه شریک وبلل .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :پنج شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۲۳