ايا په افغانستان کې دفېس بوکي انقلاب امکان شته ؟!

 پرامريکه د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر ١١ مې نېټې  تر هګريزو بريدونو  وروسته  په نړيواله کچه  دترهګرۍ پرضد مبارزې تر شعار لاندې نړۍ شموله پاڅون راپورته شو ،چې ددغه نړيوال اوښتون او پاڅون دثقل او تمرکزټکى داسيا زړۀ  زموږ اسکېرلى او جنګ ځپلى هېواد افغانستان  وګرځېد، ځکه زموږ هېواد داوږدې کورنۍ  جګړې له امله  دملي واکمنۍ ، سياسي واک او دپياوړي مرکزي دولت  دنشتوالي او تشې له کبله  دنړيوالې ترهګرۍ په خوندي پټنځي او روزني بدل شوى ؤ .
دنړۍ نوميالي ترهګر ،چې زموږ هېواد يې دخپلو سياسي موخو ته درسيدا په لړ کې داستوګنځي په توګه  غوره  او زموږ ځورېدلى او اسکېرلى ملت يې  په لوى لاس  برمته او يرغمل کړى ؤ، نو له دغې سيمې څخه يې داسلام  ، افغانيت  او پښتنولۍ دترمينالوژۍ  او سايکولوژۍ  پرخلاف  نړۍ ته ترهګري صادروله .
 خوکله ،چې په ٢٠٠١ کال دامريکې متحده ايالتونو دنيويارک او واشنګټن ښارونو آسمان څکي برجونه  او ودانۍ والوزول شوې ،نو نړيوالې ټولنې  افغانستان  ته مخه کړه . دهېواد اوږدې غميزې دسياسي حل په موخه دملګرو ملتونو سازمان تر مشرۍ لاندې په خورا بيړه دبن کنفرانس جوړشو .
دبن په غونډه هغه سياسي او جنګي څېرې راټولې شوې وي ،چې دهغوى له لاسه  هېواد  او ملت دواړه ډېر ځورېدلي او کړېدلي دي .
دغو نامتجانسو جنګي ډلو ټپلو ،چې لاسونه يې دافغان اتل او باتور ولس په وينو لژند دي دهېواد  او ملت برخليک يې يوځل بيا په خپلو خونړيو لاسونو کې واخېست ،چې په هېڅډول سره افغان ولس ته دمښت وړنه دي او نه به وي .
دامريکې متحده ايالتونو او دهغې متحدينو دشمالي ټلوالې په مرسته  دطالب واکمني رانسکور کړه او په هېواد کې نوى نظام رامنځ ته شو .
په هېواد کې  دنوي سياسي اوښتون څخه کابو يوه لسيزه اوړي ،چې په دې ترڅ کې دولسمشر حامد کرزي اداره  دزياتو سياسي ، اقتصادي ، امنيتي ، کلتوري او داسې نورو برخو کې له برياوو ، ننګونو او خنډونو سره مل ماته ګوډه پرمخ روانه ده ، او خپل ټاکلي منزل ته درسيدا په موخه پرمخيون کوي.
په هېواد کې دنوي دولت په جوړېدا  سره په لويه کچه اداري فساد، بيروکراسي ، دځمکو دغصب مافيا ، زور واکان او جنګسالاران په واک کې راغلل ، چې دولسمشر کرزي حکومت يې په عملي ډول فلج او شنډ کړ او دالړۍ تر دامهاله بلاانقطاع راروانه ده .
داښکاره ده ،چې داوسني حکومت زياته برخه له هماغه پخوانيو جنايتکارانو څخه تشکيل شوې ،چې دهمدغو جنايتکارانو او قوماندانانو لاسونه دملت په وينو ککړ دي. همدغو ډلو افغان دولت په لويه کې انصار کړى، او هېڅ يې له لاسه نه کېږي.
دهېواد اوسنۍ سياسي نظام  او حکومت  دلويديځ  ددغې استعماري مقولې پربنسټ ،چې وايي ؛ (( بېل يې کړه ، اېل يې کړه ! )) منځ ته راغلى ، نو ځکه خو ددغه دولت څخه دعمل نوښت تر وړل شوى او دهرې سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ، کلتورې او داسې  نورو ستونزو ته په ناغېړۍ سره ګوري او پر وړاندې يې دبې توپيره چلند غوره کړى دى.
او که په ساده ووايو، دهرې ستونزې پر وړاندې يې بې وسي ده ، ځکه ددغه رژيم لومړنۍ خښته کږه اېښودل شوې او په دې اړه دشاعر وينا ده ،چې وايي:
خشت اول گرنهد معمارکج
                                       تاثرباميرود ديوار کج
څه موده کېږي ،چې په منځني ختيځ کې دانټرنېټ په مټ فيس بوکي انقلابونه پيل شوي ،چې دا انقلابونه دانټرنېټ  ددوو ټولنيزو برېښنا پاڼو (Face Book او Twitter ) له خواپه لاره اچول شوي او دغې لړۍ  دعربي نړۍ ټول زورواک  او مستبد حکومتونه او رژيمونه په پرله پسې ډول سره نړوي او دابړبوکۍ لا دپراخېد ا په حال کې ده .
په منځني ختيځ کې دفېس بوکي انقلابونو خو ځند او محرک ځواک ځوانان او ولسي پرګنې دي ،چې دفېس بوک او ټوېټر اجتماعي برېښنا پاڼو په مټ  دخپلو هېوادونو  دزورواکو رژيمونو پرضد راپورته  او داحکومتونه  لکه شګو بندونو په څېر دولسي طوفانونو پر وړاندې رانسکور اوله  منځه ولاړل .
په دې وروستيو کې دهېواد څو تنو سياسي مشرانو هر يو استاد رباني احمدضيا‌ء مسعود او داسې نورو په کابل  کې پرله پسې او منظمې غونډې وکړې او دغو غونډوګډونوالو ته يې په خپلو وينا ګانو کې ، دګواښ په لهجه وويل ، که چېرې ولسمشر حامد کرزى دهغوى خبرو ته  غوږ ونه نېسي نو په هېواد کې په دمنځني ختيځ په څېر دفېس بوکي انقلاب په مټ دکرزي حکومت نسکوراو له منځه ولاړشي . استاد رباني خوله دې څخه هم وړاندې ولاړ او دهېواد  ديني عالمانو اوروحانيونو ته يې وويل ،چې خپل ټولنيز حيثيت په پام کې  وساتي او دنوي زمان  له غوښتنو سره سم خپل ځانونه عيار او چمتو کړي ، که نه په ټولنه کې لارښوونکى دريځ يې له لاسه وځي او هرڅه به  دځوانانو په لاس ورشي .  او دافغاني ټولنې  لارښود ځواک به ځوانان وګرځي.
خو دا دواړه ښاغلي استاد رباني او احمدضياء مسعود بايد هېرنه کړي ، چې انقلابونه دزور واکو او ظالمانو پرضد  راځي، نه دولسواکانو  او دملت دخدمتګارانو پرضد.
ولسمشر  حامد کرزى که څه هم ،چې  حکومت  يې ديو لړ ستونزو سره مخ دى، خو بيا هم دهېواد  په اوسنيو شرايطو کې دملي وحدت او ملي يووالي سمبول دى.
خو دهمدغويادو ښاغلو استاد رباني او احمدضياء مسعود  او ددوى دحکومت په وخت کې څه ظلمونه او جنايتونه ،چې په افغانستان کې ونه شول . داستاد رباني دحکومت او دولت په وخت کې هغه وژنې او ډله ييزې غمېزې رامنځ ته شوې،چې ددويمې نړيوالې جګړې نازيان يې وشرمول . او هر يوۀ ته يې  دبشر پروړاندې په سلګونو جنګي دوسيې پرتې دي ،چې په خپل وخت سره به رانېستل شي. او دوى به په خپل وار سره دهاګ دجنګي جنايتونو محکمې کښل کېږي او دخپلو بشر دښمنه عملونو په سزا اوجزا به رسيږي . همدا داستاد رباني دحکومت پر مهال  دهېواد  پلازمېنه دجګړو په اور کې وسوځېده ، اوڅه دپاسه شپېته زره انسانان په کې شهيدان شول . اياهغه حامدکرزي وژلي؟ خبره ښکاره ده ،هغه  دا،چې اوس استاد رباني او احمدضياء مسعود  ډاکټر عبدالله په حکومت  کې ونډه نه لري ، نو ځکه دا ډول  سياسي بابولالې وايي . او که همدانن دوى ته  دکرزي په حکومت کې لوړ مقام ورکړل شو، نو دوى بياد فېس بوکي انقلاب خبره په هېڅډول  سره نه کوي .
کله ،چې  په يوه ټولنه کې انقلاب او بدلون راځي ، نو بايد دوه ډوله شرايط ورته برابروي . يو ذهني شرايط او بل عيني شرايط .
او بل دا،چې انقلاب  لپاره ځواکمن او پياوړي ملي مشر توب او ګوند ته اړتياوي ،چې  اوسمهال موږ په هېواد کې رښتينى  ملي ګوندنه لرو  او لوى خداى (ج) له دغې پيرزوينې له فيض او برکت څخه محروم کړي يو .
استاد رباني ډاکټر عبداله او احمدضيا‌ء مسعود  بايد په دې پوه شي ، چې هغوى په افغاني ټولنه کې ځاى نه لري . هغوى خپل سياسي اغېز او نفوذله  لاسه ورکړى او ابداً  افغان په دوى پسې نه ځي.
دهېواد  په اوسني خورا کړ کېچن او برخليک ټاکونکي پړاو  کې ښاغلى حامدکرزى ديو ملي شخصيت په توګه  کولاى شي، هېواد ته يو سياسي تګلورى وټاکي او له دغې تاريخي اوحساس پېر څخه افغانستان  راوباسي او دټاکلي منزل په لور يې پرمخ بوځي . اوس په هېواد کې  په هېڅ  صورت سره فېس بوکي انقلاب  نشي راتلاى او نه هم  زموږ په سياسي ، ټولنيز ، اقتصادي او نظامي ژوند کې  هغه پخوانى زور پاتې دى ،چې خلک  دې دڅو تنو  جنايتکارانو په وينا راپورته شي ، او دهېواد  اوسنى رژيم دې نسکور کړي . ځکه  اوسنى حکومت به هرو مرو دټولو  ناخوالو او نا دو دوسره سره خپل منزل ته رسيږي . او دافغان  او تل  ولس بېړۍ به  دڅپاند سمندر له خو نړيو څپو څخه د بري ساحل ته رسوي .
انشاء الله 
 فضل وزير هيله من