
دافغان ملت اوږدې کورګډي غميزې زموږ هېواد په مادي او معنوي ډول سره دومره سخت وځاپه ، چې په څرګنده ژوندى خو په باطن کې چوړلټ مړ دى . دغې کور ورانوونکې بې پايه اوږدې غميزې او نارواجګړې زموږ ټوله سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري او ان ادبي اډانه له بېخه راوايسته ، او افغان اتل او ژوبلور ولس په فزيکي او رواني توګه دومره ووهل شو ،چې ايله يې په نيم ژواندي کالبوت کې دژوندون ساه په چلښت کې ده ،چې نه رغيږي او نه هم مري . خو لکه څنګه ،چې پښتو متل دى ، وايي : ( يتم په ژړا ټينګ دى . ) نو پرهمدې بنسټ افغانانو دتاريخ له هر ډول ناخوالو ، ستونزو او کړاوونو سره په نره او زړورتيا سره ډغرې وهلي او ددغې مقولې پراساس ،چې وايي ، حق پر باطل برى مومي ،دهر پوځي ډګر څخه بريمن راوتلې ، خوله بده مرغه ،چې دسياسي بې سوادۍ له کبله يې سياسي ميدان بايللاى او دسياسي ډګر بريااو ګټنه يې ددښمن غېږې ته ورغلې ، چې په لنډ او اوږد مهال کې يې افغان اتل او باتور ولس ته ډېرې تاريخي ستونزې او کړاوونه تر شا پرېښودلي دي او دازموږ سياسي بې سوادي ددې لامل شوې ،څو موږ دتاريخ په هرزماني او مکاني پېرکې دښکېلاکي دسيسو په لومه کې ښکېل او داستعماري ګوزارونو سره مخ شو،چې دهېواد تاريخ يې شاهد دى .
د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر له ١١ مې نېټې نړيوال او ښتون دنړۍ په سياسي تاريخ کې ديوۀ نوي باب دپيل په توګه ګڼل کېږي ، ځکه دافغانستان اوږدې غميزې درد نېغ په نېغه امريکې او نړيوالې ټولنې ته ورؤرسېد،همدلته وه ،چې دامريکې پوځي ځواکونو او ملګرې ټلواله يې دملګروملتونو دامنيت شورا ترپرېکړې لاندې په ټول زور او ځواک سره پر افغان وطن بريد وکړ ، اودطالب رژيم يې دڅو محدود ورځو په موده کې خچ پچ ،پړمخ رانسکور کړ او په هېواد کې نوې اداره رامنځ ته شوه ،چې تر شايې لويديځ په ټينګه ولاړ دى اوپه اصطلاح ننګه او ملاتړيې کوي . داده ،يوه لسيزه پوره شوه ،چې په هېواد کې نوې ادارې دواک پرګدۍ تکيه کړې ، خو تراوسه موږ ديوۀ پياوړي او ځواکمن مرکزي دولت خاوندان نشو . او هر څه يوازې تر وينا وو پورې پاتې دي .
په هېواد کې د (٥٠ ) هېوادونو سر تېري دافغانستان لپاره دامنيت ساتنې په ماموريت کې پر دنده بوخت دي ، خو دغو درو اغجنو او رياکارانو تر دامهاله ديوې ولسوالۍ امنيت ټينګ نه کړى شو . او دافغان ځورېدلي او کړيدلي ولس وينه دپخوا په پرتله لازياته توييږي او دالړۍ ورځ تر ورځې زوراخلي. په همدې توګه په مېلياردونو ډالر دمرستې په نوم افغان هېواد ته راغلل ، خو دهېواد اقتصادي اډانه او زموږ ملي بنسټونه لکه ، ملي اردو ، ملي پوليس او دملي امنيت اداره او داسې نور هماغه دپخوا په شان مات ګوډ پراته دي ،چې داکار په اصل کې دافغان ملت او زموږ له هېواد سره لويه جفا او خيانت دى ،چې غربيان يې کوي .
دادى ،دنوي نظام له لس کلن سياسي ژوند وروسته يو بل سياسي او نظامي پړاو پيلېدونکى دى . هو! دامريکې ولسمشر بارک او باما دافغان تګلارې په رڼا کې دهېواد څخه سوکه – سوکه امريکايي ځواکونه وځي،چې دروان زېږديز کال تر پايه به (٣٣٠٠٠ ) زره امريکايي ژوبلور (سرتېري ) ؤاېستل شي،چې دغې چارې په کورنۍ کچه په افغان سياستوالو کې اندېښنې راټوکولې ،او دغې چارې اوناڅرګندو سياسي حالاتو په هېواد کې دسياسي بندښت او تربتيا حالت رامنځ ته کړى اوداسې انګېرل کېږي ،چې ګنې هېواد به دډاکټر نجيب الله دواکمنۍ دنسکورېدا په څېر حالاتو سره مخ شي ، خو په دې اړه دهېواد يو تن سياستوال او ټکنو کراټ اشرف غني احمدزي رسنيو ته وويل ،چې داسې په هېڅکله ونشي . او نه دا دواک لېږدونې پروسه ددې معنى لري ،چې ګنې هېوادبه يو ځل بيا د نوييمې زېږدي لسيزي په شان دکورنۍ جګړې او ګډوډ يو ښکارشي . له بل پلوه دافغانستان په اړه دامريکې په تګلاره کې تضاد موجوددى . له يوې خوابارک او باما وايي ، موږ بايدله افغانستان څخه خپل ځواکونه ژرترژره وباسو،خو همدااوس دامريکې کانګرېس يو درې کسيزه پلاوى په پلازمېنه کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دى .
ددغه پلاوي مشر سناتور جان مېکن په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل ،چې دپاکستان څارګره شبکه آى ، اېس ، آى دطالبانو او حقاني شېبکې ملاتړ کوي . ددغه پلاوي يو بل سناتور لېنسي ګراهام لاوړاندې ولاړ او دپاکستان پوځ ته يې په خطاب کې وويل،چې اوس نوموړى هېواد دوې لارې په مخ کې لري ، يا به زموږ سره ځي او يابه هم له طالبانو سره . په ورته توګه دهمدغه پلاوي يو بل سناتور لېبرمن له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو وتل خطرناک وبلل او په ډاګه يې کړه ،چې دابه حالت لانوره خراب او ترينګلي کړي . نو اوس خبره ښکاره شوه ،چې دافغانستان په اړه دامريکايي جګپوړو چارواکو ترمنځ ژور اختلافات شتون لري . په هر صورت او س،چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په وتو پيل کوي ، بايد افغان دولت مشران په خپلو مټو زور وکړي ، او هېوادله دغه ابتر او ماڼيجن حالت څخه دهېواد دملي بنسټونو لکه : ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت ادارې په جوړولو او سمبالو په جدي ډول سره کار وکړي .
ځکه ترهغو ،چې په هېواد کې يوه پرمختللې او په نوووسلوسمبال ملي اردو رامنځ ته نشي او دهغې مسلکي او پوځي وړتياوې زياتې نشي ، نو په هېواد کې به په هېڅډول سره سراسري امنيت ټينګ نشي . داردوکيفيت په دوه ډوله دى . يو دسرتېرو شمېر او بل په مډرنو وسلو سمبالښت دى . او س الحمدالله زموږ دملي اردو شمېر له نيمايي حد څخه څوځله زيات دى ، خو دوسلو په برخه کې ډېره بېوزله ده . نو بايد افغان دولت ژر تر ژره دهېواد هوايي ځواک ، توپچي ځواک او زغره وال ځواکونه جوړ او دملي اردو په تشکېلاتو او جزوتامونو کې يې ورګډکړي . داشان موږ بايد پياوړي ملي پوليس او دملي امنيت غښتلې اداره ولرو ، ترڅو دکورني او بهرني دښمن دسيسې او پلانونه مخکې له پېښدو څخه په نطفه کې شنډکاندي . له دې سره جوخت بايد افغان دولت مشران دهېواد داقتصادي بنسټونو دجوړاوي اورغاوي په لړ کې دهېواد درنګونه ژر تر ژره استخراج کړي او په دلړکې بهرني پانګه وال وهڅوي ، څو په دغه برخه کې پانګونه وکړي . داشان بايد افغان دولت مشران په هېواد کې ملي وحدت پياوړى کړي او په دغه لاره کې اعظمي هلې ځلې وکاندي ، ترڅو په هېواد کې دملت جوړونې په لړکې دافغانستان ملي ګټې خوندي او دپرديو توطيې او دسيسې شنډې شي ، او په وروستي پړاو کې افغان دولت مشرانو ته په کار دي ،چې په دولت کې دشته اداري فساد جرړې وباسي او دولسي پرګنو او واکمن رژيم ترمنځ دويسا اوا عتماد چاپېريال رامنځ ته شي او دهېواد قومونه، توکمونه او ولسي پرګنې دولت او حکومت دځان وبولي او له هغه څخه په ټينګه او پياوړي ډول سره ملاتړوکړي . افغان دولت او افغان ولس بايد خپل روحيات او معنويات ونه بايلي او په زغرده او قاطعيت سره دهرډول سياسي ، اقتصادي او امنيتي ستونزو پر وړاندې په کلک افغاني هوډ سره مبارزه وکړي ، او خپل هېواد او ملت له دغه کړکېچ څخه راوباسي او ديوۀ هوسا ، خوشحاله او سوکاله افغانستان د ودانولو په لور ګامونه پورته کړي .
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من