د دوه منده شمل ولسوالۍ د تېرې ورځې د پېښې په تړاو د همدې ولسوالۍ مشرانو له خوست والي سره ولیدل .

 د تېرې اونۍ د پنځم په شپه په دوه منده ولسوالۍ کې د رامنځته شوي غمیزې په تړاو د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو ،د سیمې ولسوال حسېن جان شېرزي په مشرئ د خوست والي عبدالجبارنعیمي سره په داسې حال کې ولیدل ، چې د ولایتي ادارې له خوا د پېښې د دقیقې څېړنې لپاره ټاکل شوي هیت غړو هم حضور درلود.
غونډه د پاک قرآن د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې د ناستې برخوالو له خوا د پېښې قرباني شويو کسانو په روحونو پسې د مغفرت دعا وشوه .
له هغې وروسته قومي مشرانو د پېښې په اړه مالومات وړاندې کړل ، چې په یاد شوي هوایي بمبارد کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. دوی وویل که چېرې په همدې بڼه بریدونه دوام پيدا کړي، نو خلک له دولت څخه ناراضا کیږي او هیله یې څرګنده کړه ، چې د تکرار مخه یې ونیول شي .
د ځدراڼو قومي مشرانو زیاتوله ، چې تردې وخته څو ځلې په یاده سیمه کې د دولت پر وسلوالو مخالفینو هوایي او ځمکني بر یدونه شوي ، د سیمې خلکو یې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی او نه یې ښایي .
خو په دا ځل په دې برید کې د یوې کورنۍ ۱۳تنه بې ګناه غړي په شهادت رسېدلي ، چې د سیمې خلک له دولت د دا ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي .
د خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې وویل چې د تېر یوه کال راهیسې په دې بوخت دی ، چې په دې ولایت کې هغه ځوانان چې د غلطو راپورونو په اساس د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري نیول شوي دي ، د بګرام او پروان له زندانونو څخه یې راخوشي کړي ، ترڅو د تضمین په ترڅ کې د خپلو کورنیوسره سولیزژوند مخ ته یوسي .
ښاغلي نعیمي وویل داوخت حالات په مثبت لوري روان دي او د خوست خلک د پرمختګ پلوي دي ، نو د یادې پېښې په رامنځته کېدلو یې  سخت خفګان ښکاره کړ. ده زیاتوله ، چې د پېښې د رامنځته کېدو سره سم یې پنځه کسیز هیت چې په کې د ولایتي شورا مرستیال سېدکریم خان خاکسار ، د ملي امنیت مرستیال عبدالقادر ، د عدليې ریس قانون ګل او  د امنیه قوماندانۍ د کشف استازی  په کې ګډون لري .سیمې ته د پېښې د دقیقې پلټنې په خاطر ولېږه او د پېښې په اړه یې تر اخېره بریده هڅه کړي ، چې د رامنځته کېدو علت یې مالوم او د دا ډول بریدونو په راتلونکو کې مخه ونیول شي .
د دوه منده ولسوال حسېن جان شېرزي په خپلو خبرو کې په قومونو غږ وکړ، چې په خپلو کې د ورورۍ او یوالي لاسونه سره ورکړي او په سیمه کې د هغو کسانو د فعالیت مخه ونیسي ، چې دولتي ځواکونو ته ناسم راپورونه ورکوي .
د نوموړي په خبره که چېرې په خپلو کې متحد نه شو، د زیاتو نورو ناخوالو سره هم مخ کېدای شو.باید د هغو کسانو په خپله سیمه کې مخه ونیسو، چې زموږ د نظام او خاورې په مخالفت کار کوي  او زموږ له سیمې د دولت پرضد عملونه ترسره کوي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې په دې بخث وشو، چې څنګه کولای شو، د دا ډول بدو پېښو څخه خلک په امن کې شي او له دې وروسته خلک له هرې خوا آرامه ژوند ولري .
د ناستې برخوالو په دې ټينګار وکړ، چې قومونه باید په خپلو کې اتفاق پيدا کړي او هېچا ته په خپله سیمه کې د دولت پرضد کړنو ته اجازه ورنه کړ ي، ترڅو دخلکو ژوند خوندي وساتل شي، همداشان دولت هم باید د دقیقو اطلاعاتو پر بنیاد د سیمې د مشرانو او ولسوال سره په تفاهم خپل امنیتي پلانونه پر مخ یوسي .
د غونډې په پای کې په دې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د بیا ځل لپاره ګډه غونډه کوي او د امنیت او سولې ثبات د ټينګښت لپاره به لازم تصمیمونه نیسي او دسیمې ولسوال به د لا زیاتې دقیقې پلټنې وروسته ولایتي ادارې ته په لیکلي بڼه د یادې پېښې راپور ورکوي .
په دې غونډه کې د امنیتي وضعې د ښه والي په موخه د ولسوالۍ دتعمیر جوړېدل او د امنیتي ځواک لا پياوړي کول همداراز په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ایزې شورا جوړولو په اړه هم خبرې وشوې .
همداشان نن ورځ دخوست د ولایت په مقام کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د بېلابېلو قومونو مشرانو او دیني عالمانو له خوست والي عبدالجبارنعیمي سره په دې ولایت کې د سولې پروسې د پراختیا، د بیارغونې ، معارف او نورو ټولنیزو کارونو د لا پرمختګ په موخه لیدنې وکړې او نوموړي ته یې ژمنه ورکړه ،چې په هره برخه کې به ولایتي ادارې سره قومونو اوږه په اوږه همکار وي .
د یادونې وړ ده، چې ددوه منده شمل ولسوالي د خوست لېرې سرحدي ولسوالي ده ، چې د غرونو په منځ کې موقعیت لري ، چې زیاتره وخت په کې د دولت دوسلوالو مخالفینو له لوري په امنیتي ځواکونو او همداشان په دولت پلوه کورنیو وسلوال بریدونه کیږي ، چې له همدې امله کله نه کله افغان او بهرني ځواکونه په یاده سیمه کې چڼيز عملیات ترسره کوي .
چې څو ورځې وړاندې په همدې ولسوالي کې د وسلوالو کسانو له لوري په یوه ملکي کور بریدشوی وو، چې د کور د خاوند له لوري د مقاومت په ترڅ یو وسلوال کس مړ اودرې نور یې په ټپي شوي حالت کې ژوندي نیول شوي او دولت ته سپارل شوي دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۴/۱۸