ملي وحدت ته څوک زيان رسوي


ګرانو وروڼو!
 
د کرزې صاحب یا نورو چارواکو مسولیتونه او نیمګړتیاوې یو خوا ته پریږدۍ او په پارلمان کې د یو شمیر وکیلانو مشروعیت بلې خواته اصلې خبره داده چې د دیموکراسې چیغې وهونکې څنګه د نورو وکیلانو خبرې نشې زغملې او د خبرو د ځواب پر ځاې په فزیکې برخورد لاس پورې کوې
 
ګرانو ! د اغلې یون او احمدزۍ خبره خو په حقیقت بنا وه، تاسو ته به یاد وې چې په تخار کې د مهاجرو پښتنو ځمکې د ځاې زورواکو شمال ټلوالې لخوا نیول شوی وې همدغه معاون صاحب څومره په سپین سترګۍ د خپلې ټلوالې ننګه وکړه او دا به مو په یاد وې چې په بهسودو کې چې کله د کوچیانو سره د ځمکې په سر شخړه راپورته شوه معاون صاحب هلته خیمه ووهله او ویل یی چې له خپلو خلکو دفاع کوې ایا دې دواړو معاون صاحبانو د کرزې صاحب امر ته غوږ نیولې وه او ایا کرزې صاحب بیا هلته د مجبورو او مظلومو افغانانو ننګه وکړه!
دا دواړه پیښې یو مثال دې چې معاون صاحبان په څه شې کې دلچسپې لرې او پاتې شوه پرونۍ پیښه، لمړۍ خو اغلې نظیفې عکس العمل د اخلاقو او دیموکراسې خلاف کار دې او دوهم داچې په پارلمان کې ملې ذهنیت قطعاً وجود نلرې او پرونۍ پیښه یی ښکاره بیلګه ده پرځاې یی سمتې او ګوندې ریښې ډیرې قوې دې چې ټلواله یی په زور سره تغذیه کوې
 
رابه شو د پاکستان د توغندیو بریدونو ته، لمړې خو د کرزې موقف پدې اړه سم بریښې ترڅو زمونږ په متقابل برید کې هغې خواته پرانه پښتانه هدف ونګرځې ځکه چې د پنجاب او ناټو پلان همدا دې،
 
تیر لس کلونه د پاکستان لخوا په پښتنو باندې په سوات، مهمندو، باجوړ او وزیرستان کې د اسلامپالو پنوم د بریدونو ښه پلمه وه او په حقیقت کې له ړندو او کڼو امریکایانو یی پدې نوم ښه مادې امکانات او د وژلو مشروعیت هم ترلاسه کړل، اوس چې پاکستان پوه شوې چې په پاکستان کې د پښتنو کرکه یی پر وړاندې را پورته شوې او دا ډار ورسره پیدا شوې چې د پولې پورې غاړې پښتنو تمایل د طالبانو او افغان حکومت سره زیات شوې  نو غواړې چې د راکټونو په ویشتلو د افغانانو احساسات را و پاروې او په متقابل عمل لاس پورې کړې،
 
پداسې حالت کې به د افغانانو مرمۍ په افغانانو لګیږې او پنجاب به پښتنو ته وایی چۍ وګورۍ افغانستان ستاسو دشمن دې،
 
تر اوسه پاکستان پښتانه د پنجاب او امریکا په مرمیو ویشتل او اوس غواړې لدې لارې یی د افغانستان په مرمیو ووژنې
 
د پاکستان لخوا چې راکټونه واویشتل کیږې ، د ریس جمهور امر، د پارلمان ایجازه خو لا څه چې خپله فوځ یی هم نه منې، پکار داده چې بې له کومې ایجازې زمونږ ملې ځواکونه د دښمن لمړۍ کرښې او سرحدې پوستې په ډیره بې پروایی په نښه کړې.
 
زه د افغانستان د اسلامې امارت یو سرتیرې وم، زما یاد شې چې پاکستانې ملیشو د مهمندو لخوا د افغانستان په وړاندې پرمختګ کړې وه، یوه ورځ ناڅاپې د داخله وزارت لخوا یو ځواک د داخله وزارت د معاون په مشرۍ راولیږل شو او مونږ ورسره په ګوشته کې تر همغې منطقې لاړو، پاکستانې ملیشې مو وزغلولې او څو کیلو متره وړاندې مو خپل بیرغ ورپاوه او د مسولینو لخوا پاکستانې مسولینو ته وویل شول چې اوس خو زمونږ همدومره وسه وه خو دا زمونږ سرحد ندې  چې بیا ددې دولته پورې له همغه ځایه پاکستان مخکې رانغې، همدا راز یوه ورځ د ننګرهار د لمړې لمبر قول اردو شجاع قومندان امر وکړ ترڅو د کنړ خواته ځواکونه حرکت وکړې، کله چې کنړ ته ورسیدو د کنړ والې صاحب مولوې عبدالهادې سره یو ځاې د نواپاس په لورې رهې شو او کله چې د نواپاس سرحدې پوستو ته ورسیدو ناڅاپې زمونږ د ځواکونو لخوا په نا اعلان شوې ډول د پاکستان په سرحدې پوستو د راکټونو بریدونه شروع شول، مونږ هم سرفه ونکړه او په څو دقیقو کې د پاکستانې پوځ لوکسودفترونو او پوستو ته داخل شو او په پوره افغانې شان سره مو مانورونه اجرا کړل ځکه چې پاکستانې فوځ تښتیدلې وه، همدا راز یوه ورځ قومنده وشوه ترڅو د شیګل او اسمار په لور وخوځیږو، کله چې سیمې ته ورسیدو په ډیر سریع ډول مو شیګل، اسمار تر بینشۍ پورې منطقې له دښمن څخه ونیولې او یو شمیر پاکستانیان مو هم ونیول، پداسې حال کې چې د پاکستانې پوځ په مرسته په تیرو دوه شپو کې د طالبانو څخه نیول شوې وې، زما ښه یاد شې چې ملا عبدالسلام راکټې د ریاکتیف توپچې قومندان ته وویل چې د باجوړ چاوڼۍ ویشتلې شې نو هغه ورته وویل قومندان صاحب تاسو امر وکړۍ، په همدې وخت کې یی د اسمار سره نږدې یو عراده بې ام څلویښت دستګاه ورته عیاره کړه او په ښه زور سره یې پاکستانۍ پوستې په نښه کړې.
 
ګرانو ورونو لیکنه مې ځکه اوږده کړه چې تر اوسه ټلوالې د طالبانو په وړاندې د مقاومت عمده دلیل دا وه چې دوې د پاکستان ګوډاګیان دې اوس چې د افغانستان د ساتلو وظیفه مستقیماً د همدوې په غاړه ده نو اوس څه وایی ، په ځاې ددی چې د ټلوالې طرفدار په پارلمان کې معاون صاحبان له نورو وکیلانو وژغورې په سرحدې سیمو کې باید افغانان د پنجابیانو له ظلمه وژغورې، لدې څخه خو فکر نکوم پر دوې کوم بل لوې امتحان راشې چې د ملې وحدت اظهار پکې وکړې.
 
کرزې صاحب چې معاون صاحب ته د مارشالۍ رتبه ورکړې کیدایشې د همدې ورځې لپاره یی ورکړې وې چې یوه ورځ به له افغانستانه دفاع کوې مګر اوس به پوه شوې وې چې کار مې له وخت څخه مخکې کړې.
 
په درنښت
 
عبدالله