لویه جرګه


که رحمان اهل نظر باله شی ښایی----------چه مدام یار په مخ لری نظر
افغان حکومت یو ځل بیا خپل پخوانی سورڼی پوکی او داځل بیا ددی له پاره چه له امریکی سره سراتیژیک تړون لاسلیک کړی او که نه لویه جرګه راغواړی. خو د حکومت مخالف ډولزنان بیا بل ډول ډول ته ګډیږی او وایی چه د ا د کرزی د حکومت د غزولو له پاره بهانه ده. زه په دی نه پوهیږم چه سورناچینا ن ښه دی او که ډولزنان ځکه دلته د بد اوبدتر انتخاب دی کوم سالم انتخاب وجود نه لری، نه عاشه ښه ده نه ګله دوی دی وخوری یو تر بله!
دا څرګنده خبره ده چه لویی جرګی ته به یو ځل بیا هغه بی ایمانه قومی مشران، چه خپل قام یی څوڅو واره خرڅ کړی دی، راځی او یو ځل بیابه خلکو د سر او دخلکو په سر سودا کوی انا لله اوانا الیه راجعون. او خلک خو یوازی په دی خوشحاله دی چه افغانان دی او بس او څوک چه افغان وی او پنځه زره کلن تاریخ ولری هغه بیا بل هیڅ شی ته اړتیا نه لری. له امریکا سره د تړون لاسلیک اونه لاسلیک د امریکا له پاره څومره مهم دی او زموږ له پاره څه ارزښت لری او که نه هغه بیله خبره ده خو مهمه خبره داده چه امریکا د تړون له لاسلیک او د کرزی د شرایطو پر منلو سربیره څوک مجبوره کولای شی چه په دی تړون عمل وکړی ځکه اوسنی حکومت خو حتی پر خپلو مامورینو کنترول نه لری چه بیلګه یی عطا محمد نور د بلخ والی دی. دولس مشر مرستیال او زموږ د خاوری شمله مارشال خو دی تیاری دی چه حتی غره ته وخیږی او له حکومت سره ښکاره دوښمنی اعلان کړی. د ستراتیژیک تړون د لاسلیک له پاره خو مخکی هم لویه جرګه راغوښتل شوی وه او هغی جرګی خودا تړون ددومره درنو شرایطو په ایښودلو سره چه امریکا څه چه د نړی هیڅ ملک یی منلو ته تیار نه دی رد کړ خو موږ او تاسو ډیر زیاتی چکچکی وکړی چه جرګی له امریکی سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکول ومنل نو بیا د بلی لویی جرګی راغوښتلو ته څه اړتیا ده؟ نن می ډیر څښلی یارانو زیات نشه یم—ګورم وینم دهرڅه په تماشه یم خود کرزی صاحب نشه بیا بل ډول نشه ده او فکر کوی چه تاریخ به ورته شاشجاع ونه وایی خو زه یوټکی دلته ضروریادوم هغه دا چه زموږ راتلونکی تاریخ به دملی خاینانو یو لست له ځان سره ضرور ولری چه په هغه کی به شاشجاع، کارمل، ملاعمر او کرزی صاحب شامل وی او د لویی جرګی په راغوښتلو دا لقب نه شی بدلیدلای.
ددی جرګی د غړو علمیت، قومی نفوذ، چه لا تراوسه زموږ په ملک کی دسړیتوب یوازینی معیاردی، او ددی زمان او مکان له حقایقو خبرتیا هغه اړین شرطونه دی چه موندل یی په هغو کسانو کی چه ښاغلی کرزی یی راغواړی ډیر ستونځمن کار دی. او هرڅوک د ملک په حیاتی مسایلو کی اهل نظر اواهل رایی کیدلای نه شی. زموږ خلک جګړو دومره ځپلی چه حتی اوس ورته د خپل ستازی ټاکل ګرانه خبره ده او په دی نه پوهیږی چه څوک به ورڅخه ښه استازیتوب وکولای شی نوځکه خو بیا ټوپک والو، غلو، ډاړه مار اوهغو دینو علماوو ته چه ددین خرڅول ورته د چپه لاس کار ښکاری میدان خالی دی او یوازی همدغه کسان به ددی دواړه ملکونو ترمنځ د ستراتیژک تړون په لاسلیک بحث او فیصله کوی. او ددی کسانود فیصلی پایلی خو بیا تر هر څه څرګندی دی چه لومړیتوب پکښی یوازی شخصی ګټی ته ورکول کیږی او بس.
زموږ سیاستوال له ملک سره د بی ایمانی کولو ښه پخه تجربه لری او ډیر ژر کولای شی چه زموږ په هر ګاونډی چه ده ته زیاتی پیسی ورکوی ځان خرڅ کړی چه تر ټولو ښه ثبوت یی د ارګ له خوا له ایران او سی آی ای څخه د پیسو اخستل دی. داسی کسان چه ځان خرڅولای شی هغه بیا هرڅه خرڅولای شی اوهر ډول ته ډیر ښه ګډیدلای شی.