د موبایل د استعمال پر وخت د غاړې د کوږوالي منفي اغېز

د اعصابو جراحي ډاکټران وايي، ځوانانو کي د ملا د تیر عملیات د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوي دي او لامل يې د ځوانانو له خوا د ځيرک موبایل د استعمال پر وخت لاندې د غاړې نېول ښوودلي. 

د امریکا له لاس انجلس ایالت څخه د «سپائن» په نوم چاپېدونکې مجله کې د دغه ایالت اړوند د اعصابو جراحي ډاکټرانو د مالوماتو پر بنسټ لیکل شوي، اوس وختونو کې ځیني داسې ځوانان چې هیڅ ګمان نه کېدلو چې د ملا د تیر له لوړې برخې او یا د غاړې دشاتنۍ برخې له درد څخه شکایت وکړي، شکایتونه کوي چې د ملا د تیر پورتنۍ برخه او یا دغاړې شاتنۍ برخه يې درد لري، د اوږو پلې یې ورسره دردمنې او مستقیم دریدو کي مشکل لري.

د لاس انجلس په سیدرایس سینائي روغتیايي مرکز کي د اعصابو د ډاکټرانو یوه ټولنه چې مشري يې ددغه روغتیايي مرکز داعصابو د یو ډاکټر «ټوډلایمان» په غاړه ده وايي: په ځوانانو کي د ملا د تیر د پورتنۍ برخې او همدارنګه دغاړې د پلو او شاتنۍ برخې د درد په صورت کې چې مو کله د دوی ایکسرې (X-RAYS) وکړې راته مالومه شوه چې د دغو کسانو د غاړې هډوکي د شا خواته کاږه ښکاري او د غاړې پر لیندۍ باندې یې زور راغلی، چې لامل يې د ولاړې پر مهال پر ځیرک موبایل اوږده اوږده پیغامونه لیکل او د موبايل کارونه ده. 
 
د اعصابو له ډاکټر سره همکار دهډوکو ډاکټر «جیسون کولار» وايي دا چې ځوانان د موبایل د استعمال پر وخت هغه که په ولاړې، ناستې یا تګ په حال کي وي، موبایل ته لاندي ګوري غاړه او دملا پورتنۍ برخه يې متاثره کیږي او درد پیدا کوي، د هغو ماشومان به څه حال وي چې له وړوکوالي څخه يې موبایل په لاس او ټوله ورځ يې سر د ځمکي خوا ته ځوړ وي.
 
د ډاکټروانو دغه ډله وايي هغه خلګ چې د موبایل، کمپیوټر یا لیپ ټاپ د استعمال پر وخت يې خپله غاړه ۴۵ درجه زاویه کې کښته نیولې وي دا ډول کسان له پورته ناروغۍ سره مخیږي.

نوموړی وايي جې باید کوښښ وشي، چې د ځیرک موبایل، کمپیوټر او یا لیپ ټاپ د استعمال پر وخت سر برابر ونیول شي، او د دغو ټولو وسایلو سکرینونه سترګو ته مخامخ وي تر څو مستقیماً ورته وکتل شي او غاړې کږولو ته اړتیا پیدا نشي.

ډاکټرانو د څيړنې په اخیر کي نادره مالومات لیکلي، هر هغه کس چې سر يې نيغ نیولی وي، ددغه کس پر غاړه باندي دنوموړي د سر وزن دوه نیم کیلو پوري وي، خو بر عکس هغه څوک چې سر يې د ۱۵ درجې زاویې په اندازه کوږ نیولی وي، ددغه کس د سر وزن د نوموړي پر غاړه د ۱۲ کیلو په اندازه وي.