که ددی خاو ری تاریخ ته ښه ځیر شو نو ډیر عجیبی او غریبی پیښی به پکښی ومومو که یی مشران او بادشاهان رواخلو نو هغه هم د ټولی نړی له مشرانو څخه ګوښی دی او هغه چه وایی دا کس په هیچا
نه ګډیږی متل دلته ډیر ښه صدق کوی. که چاته ووایو چه د افغانستان جهاد دغلا،
لوټماری او خیټی ډکولو له پاره وه هیڅوک یی نه منی که ورته ووایی چه کمونستان وطن
پلورنکی وو بیا هم در سره ډیر کسان جنګ کوی. هغه کسان چه پرون یی د ننیو طالبانو
په شان ښوونځی سوزول، د موسیقی په اوریدلو یی خلک له اسلامه ایستل، د نیکټایی په
تړلو له ډیرو سرونه پری کړل نن چه یی په پارلمان کی د عصری ژوند خوند ولید، له
عصری ښځو سره یی د کښیناستو چلونه زده کړل دهغوی د خندا ګانو او هداګانو مزی یی
وڅلکی نو خدای جهاد او وطن یی ټول هیر کړل او اوس تر ټولو بی ګنا او معصوم انسانان
دی خو همدا ددوی حرکتونه اوس دنور کسانو په واسطه چه ځانته طالب وایی تر سره کیږی.
مکتبونه سوزی، له ماشومانو سرونه غوڅوی ، لوستی کسان وژنی او ټول هغه کارونه چه په
مخکینی جهاد کی تر سره سوی وه بیا تکراروی خو د اوسینو مجاهیدینو نومونه مجاهیدین
نه بکله ترورستان دی. که پرون د مکتب سوزول ګنا وه نن هم ګنا ده که پرون دا کار ثواب
و نن هم ثواب دی ځکه په دواړو صورتونو کی جهاد دی. او کله چه کمونستا ن دا کارونه
وینی او ګوری نو نور هم د اسلام په باره کی ورته شک پیدا کیږی. موږ هغه کسان یو چه
اسلام ، کمونیزم او ډیموکراسی مو ټول وشرمول او لا دی خپلو ویاړونو ته دوام ورکوو.
خبره د کرزی په کابینه کی د نوی وزیرانو معرفی کولواو د ځینو ملګرو په نیوکو پوری
رایاده شوه او دا پوښتنه راسره پیدا شوه چه ایا کرزی له نورو افغان مشرانو سره کوم
توپیر لری او که د افغانانو خویونه نه لری چه موږ ورڅخه دومره زیاته طمع لرو چه په
کار وړ کسان به په دنده وګماری؟ که د
ګندمک کیسه راواخلو، د شاشجاع نکلونه واورو تر کارمل،ملاعمر او اوسنی کرزی صاحب
پوری ایاموږ په خپل له افتخاره ډک تاریخ کی بیله ورور وژنی نورڅه لرو؟ او کله چه
یو انسان د چوکی او پیسو له پاره خپل ورور وژنی نو موږ ورته انسان ویلای شو؟ که
شاشجاع ایمان خرڅولای شی نو ایا کرزی صاحب یی نه شی خرڅولای؟ او ایا تراوسه یی په
سلونو ځله بی ایمانی نه ده کړی؟ د ټیم او شاخوا کسان یی وګوری یوه زاړه مجددی ته
یی دری غټی چوکی نه وی ورکړی؟ ایا ددی له پاره چه پیر ، مارشال او ځینی نور بی
ایمانه کسان راضی کړی له ...یی وزیران نه دی جوړ کړی؟
اوس به خلکو وپوښتو چه ولی مو کرزی ته رایه ورکړه چه ازموده را ازمودن خطا
است؟ نو ځواب به درکړی چه پښتون وو! خلک په دی ښه پوهیدل چه مارشان د کرزی مرستیال
دی، خلیلی یی مرستیال دی خو بیا هم کرزی رایه وګټله که څه هم چه امریکا نه غوښتل
چه کرزی دی یی وګټی. د اروا پوهنی د علم له مخی زموږ له خلکو ځان ورک دی
چه په علمی اصطلاورته Identity crisis وایی تجربو ښودلی ده هغه ماشومان چه د مور او پلار د
مینی له نعمت څخه محروم وی زیات شمیر یی د ا ډول ستونزی لری همیشه تشنج
کوی، حوصله نه لری، په خبره او عمل کی فکر نه کوی او ځان ورته له ټولی دنیا زورور
ښکاری. نو زموږ خلکو ته د فکر او عقیدی
بدلون په کاردی چه په علمی اصطلاح کی ورته Behavioral changes وایی. ساقی
شراب راکه توبه وینځمه – زه می ګمان او عقیده وینځمه . که زموږ دماغ امر ونه کړی نو زموږ پښی حرکت نه
کوی نو ځکه باید دا دقوماندی مرکز اصلاح شی په خپلو فکرونو کی د بدلون له پاره
باید قربانی ورکړل شی او له الف څخه تر یا پوری دی له سره په هرڅه غور وشی. که دی
کاذبو ویاړونو ته چه موږ ورته ډیر خوشحاله یو یوځل د سالم انسان په سترګه وګورو نو
ډیر څه به لاسته راوړو او په خپلو ډیرو غلطیو به وپوهیږو.
وروستي