
دافغان – انګليس په درې جګړو کې دانګرېزانو په پرله پسې ماتې پسې بريتانوي هند دافغانستان پرضديوه تاريخي اوخاينانه دسيسه چمتو او دعمل په ډګر کې يې پلې کړه .
داداسې مهال ؤ ،چې زموږ هېواد ددوودښمنو امپراتوريو تزاري روسيې او انګرېز امپراتورۍ په منځ کې دبېلندويه سيمې په توګه واقع ؤ . او که په ساده ژبه ووايو ، افغان ټاټوبى دحايلې سيمې بڼه درلوده . له يوې خوا تزاري روسيې غوښتل ، څودعرب سمندر ګي ته ورسيږي او له بل لوري انګرېزانو غوښتل ،چې روسان د منځنۍ اسيا څخه دې خوا راوانه وړي . نو پرهمدې توسن زموږ خوږ هېواد ددووشيطاني ځواکونو او وينه څښونکو ښکېلاکي سترواکيو په منځ کې واقع شو ،چې دواړه په بېلا،بېلو زماني او مکاني واټنو کې پردغه خاوره تېرى او يرغل کړى دى .
ددغوتېريواويرغلونو په پايله کې زموږ هېواد په اقتصادي ډګر کې خورا وروسته پاتې شو، چې ترنن تاريخ پورې موږ په پرديو متکي او ولاړ يو . انګرېزان دهند براعظمګي څخه تروتو دمخه په بريتانوي هند کې دمهات ماګاندي ترمشرلاندې دملي کانګرېس ګوند دسياسي مبارزې سره ،چې مرستيال يې دهندوستان دمسلمانانو مشرمولانا ابوالکلام آزادؤ،مخامخ شواو انګرېزان ته دې اړشول ،څو دهند نيمې وچې مسلمانانو او هندوانو ته خپلواکي ورکړي . ديادؤنې وړده ،چې دهند په آزادۍ کې دسيدجمال الدين افغان ، محمود طرزي او غازي امان اله خان له تاريخي رول څخه سترګې نشي پټېدلاى ، ځکه دا داسې وخت ؤ،چې په ١٩١٩ زېږديز کال ،چې د ١٢٩٨ لمريز لېږديزکال سره يې سمون درلود،افغان اتل او ژوبلور ولس دتورې او مېړانې په زور له انګرېز ښکېلاک څخه خپلواکي ګټلې وه .
انګرېزان دهند څخه د وتو پرمهال دخپلې ولکې لاندې دهند نيمې وچې دوېشاک تابيا ونيوه او په هند کې يې دکانګرېس ګوند دننه ،چې دهندوانو او مسلمانانو ګډاو شريک ګوندؤ،خپل جاسوس محمدعلي جناح راپورته کړ، او هغه ته يې داسلام سپيڅلي دين دنوم تر شعار لاندې پلان ، طرحه او ډنډوره په لاس کې ورکړه ،ترڅو دهند په نيمه وچه کې دمسلمانانو لپاره په اصطلاح دبېل هېواد دجوړېدا په موخه کمپاين پيل کړي او په دې توګه يې ځان دمسلمانانو مشر اعلام کړ. او داستعمار دغوښتنې او هيلې سره سم يې خپله مبارزه پيل کړه . دهند دملي ګانګرېس ګوندمرستيال مولانا ابوالکلام آزاد محمدعلي جناح ور وغوښت او په زغرده يې ورته وويل ، جناح صاحب ! داتۀ څه کوې ؟ دا دهندنيمې وچې دهندوانو او مسلمانانو پرضد داستعمار يوه دسيسه ده ، له دغې ناروا او ناحقه غوښتنې او مبارزې څخه تېرشه ،دا دهند دمسلمانانو دکمزوري کولو لپاره يوه تو طيه اوچلوټي ده ،چې تۀ ګومارل شوى يې او ستا په وجود کې يې انګرېزان پلي کوي .جناح ونه منله ، خپله طرحه او پلان يې پرمخ يووړ، ترڅوچې په ١٩٤٧ زېږديزکال دهند نيمه وچه ديوې دسيسې په ترڅ کې وو ېشل شوه ، او په دې ترتيب سره دنړۍ په نقشه کې پاکستان په لانجمن او دمذهب ترنوم لاندې جوړشو،چې په دغه ټاټوبي کې دلوى افغانستان يوه لويه ټوټه خاوره (پښتونستان ) دافغان وجود څخه بېله او په پاکستان کې په زوراو جبرسره ورګډه او مدغم شوه ،چې په دې توګه انګرېزانو له افغان ولس څخه دخپلواکۍ دمعرکې په ميدان کې دخپلې شرموونکې ماتې بدل واخېست او په لوى لاس يې افغانستان ته سرخوږى جوړاو موږ يې په وچه کې ايسار کړو،چې داتاريخي رنځه او ربړه تر دامهاله بې له ځنډه راروانه ده او لابه جاري وي . له هغې ورځې راپه دې خوا،چې کله دنړۍ په سياسي نقشه کې پاکستان منځ ته راغلى ، نو په ګران هېواد کې موږ آرامه ، هوسا او نېکمرغه ورځ نه ده لېدلې ،هرکله ، چې په هېواد کې کوم هېواد پال او ډېمو کراټيک رژيم اويا دولت راغلى او ددغې خاورې دسياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، علمي او کلتوري ودې او پرمختګ لپاره يې په ريفور مونو او اصلاحاتو لاس پورې کړى ، نود پاکستان له خوا په بېلا،بېلو نومونو سره وهل شوى اوزموږ هېواد دکورني کړکېچ سره مخ په پاى کې موهر څه له لاسه ورکړي او موږ کلونه – کلونه دبشري ټولنې له تکاملي بهير څخه په لوى لاس شاته غورځول شوي يو ،چې عمده او اساسي لامل يې دپښتونستان دخپلواکۍ غوښتنه ده ، او انګرېزانو پنجابي بيروکراسۍ ته په افغانستان کې دلاس وهنې ديوۀ جواز په توګه په لاس کې ورکړى او په افغانستان کې تر دامهاله مداخلې کوي .
د١٣٥٧ لمريز کال دغويي مياشتې داوومې نېټې له تحول وروسته پاکستان ته فرصت په لاس ورغى او په افغانستان کې يې هغه کانې وکړې ، کوم چې دپاکستان دپوځي کړيو ، پنجابي بيروکراسۍ او دپاکستاني ارتجاعي ګوندونو هيله او ارمان ؤ. پاکستان او لويديځ دروسانوسره مل افغانستان او زموږ افغان ملت وواهۀ ، چې روسانو په کورنۍ کچه دکمونېزم په مټ زموږ ولس او هېواد تباه کړ او پاکستان دبنسټپالنې په واسطه هېواد وران او ويجاړ کړ او زموږ دګران هېواد مادي او معنوي اډانه يې ونړوله او داميرشېرعلي خان دپېرملي اردويې راته ړنګه کړه،چې دادهېواد په تاريخ کې يوه بې سارې او تاريخي غميزه بلل کېږي ، او لوى زيان يې دافغان ملت په برخه شو.
د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر ١١ مې نېټې اوښتون نړيوال سياسي او نظامي حالات بدل کړل او امريکې او دهغې بړېڅوالې ټلوالې دملګرو ملتونو دامنيت شورا ترپرېکړې لاندې په ټول زور او قوت سره په افغانستان بريدوکړ او دطالب واکمنې يې دړې وړې رانسکوره کړه او په اصطلاح په هېواد کې نوى سياسي نظام واکمن شو،چې ترشايې امريکه ، بريتانيه او لويديځ ولاړ دى . خو په څه ډول ولاړ دى او په څه ډول يې مرسته او ملاتړ کوي ؟ ! هو! خبره ښکاره ده ، بياهم امريکه او بريتانيه دخپل پخواني استعماري شعار لاندې،چې وايي ګډوډي واچوه ، حکومت وکړه ! خپل سياستونه او اوږدمهاله پلانونه طرحه او عملي کوي . لويديځ په لوى لاس افغان دولت ترخوږ ګوته نيولاى او زموږ دولت يې وچمورى کړى او امريکه او دهغې لويديځ ملګري هېوادونه زموږ سياسي ، اقتصادي او اجتماعي اډانه نه جوړوي .
لويديځ ددې پرځاى ،چې زموږ سره دملت جوړونې په کار کې مرسته اوهمکاري وکړي ، اپوټه زموږ دملت ړنګونې لپاره کار او فعاليت کوي او دکرزي په حکومت کې يې هغه فاشېستي او ستالينستي وزمه کړۍ او تش په نوم ګوندونه را وړاندې کړي ،چې لاسونه يې ترڅنګلو پورې دافغان ځورېدلي او اسکېرلي ملت په وينو لژند دي .
همدلته ده ،چې لويديځ او امريکه افغان دولت او دهېواد اډانيزه بنسټونه نه رغوي او موږ يې په لوى لاس کمزوري ساتلي يو.
دامريکې ولسمشربارک اوباما دافغان تګلارې له مخې به ډېرژر دهېواد څخه امريکايي او دلويديځ ځواکونه سوکه – سوکه په وتو پيل وکړي ، نو له هغې ورځې راپه دې خوا،چې درسنيوله خوا دامريکايي ځواکونو دوتواعلان خپور شوى ، په کورنۍ کچه دافغان وژنې خونړۍ جګړې د بريدونو لړۍ زور اخېستى ، چې تر ډېره دهېواد په مهمو سيمو ،مهمو ولايتونو او مهمو او ستراتېژيکو ودانيو باندې تر سره کېږي ،څو په دې توګه دسياسي او پوځي واک لېږدونې لړۍ ټکنۍ کړي او دافغان دولت پوځي ځواک وړتياوې او صلاحيتونه تر پوښتنې لاندې راولي . خو افغان ولسمشر په زغرده ويلي ،چې دوى به په دې لړکې په هېڅډول سره دلويديځ څخه مرسته او همکاري ونه غواړي . له دې سره جوخت زموږ په ختيځه سرحدي پوله پنجابي پوځ خونړي بريدونه پيل کړي ،چې په لوى شمېر کې يې زموږبې دفاع هېوادوالوته ځاني او مالي زيانونه وراړولي اودالړۍ همداسې جاري ده .
پاکستان په دې لړکې څوموخې تعقيبوي ، لومړى نوموړى هېواد په دې ډول سره غواړي ، څو دافغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړه راپورته کړي او بيايې نړيوالې تولنې ته وړاندې کړي. او د ډيورنډ کرښه ددواړو هېوادونو ترمنځ درسمي پولې په توګه پرافغانانو ومني . او په دې ډول سره دغه استعماري کرښه قانوني بڼه پيداکاندي . دوهم پاکستان غواړي ،چې دافغانستان په راتلونکي سياست کې امريکه او لويديځ هغه هېواد ته غوښنه ونډه ورکړي ، ترڅو په دې توګه دهند داغېزاو نفوذ سره سيالي وکړي .درېيم ، پاکستان غواړي، څو په دې ډول سره دافغانستان او امريکې ترمنځ دستراتېژيک تړون مخنيوى وکړي ، ځکه په افغانستان کې دامريکې اوږ دمهالى شتون دځان لپاره دبالقوه ګواښ په توګه ګڼي . نو پرهمدې توسن پاکستان لکه سېلاب اخېستي کس په شان هر لورته لاس اچوي ، څو يو څه په لاس ورشي .
دا،چې په هېواد کې دناټو او ايساف ځواکونو زموږ پرسرحدي پوله دپاکستاني بريدونو پروړاندې ولې چوپه خوله ناست دي، هغه تاريخي شاليد لري . هغه دا،چې بريتانيې دپاکستان او اسرائيلو په جوړاوي سره دغو دواړو هېوادونو ته په سيمه ييزه او نړيواله کچه ډيپلوماټيک نړيوال سياسي ، نظامي او جغرافيوي اغېز او نفوذ ورکړى ،چې دنړۍ هېڅ هېواد يې پروړاندې خوله نشي خلاصولى .
نوځکه خو افغان وچمورى دولت دپاکستان مغولي رژيم پروړاندې غږ غوږ نشي کولاى او دلوى خداى (ج) په اسره هرڅه ته په خورا تشلاسى او بېوسۍ سره ګوري . اوسمهال زموږ ګران هېواد لرغونى افغانستان دتاريخ له يوۀ ډېرحساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه تېريږي . نو ټولو هېوادوالواو هېواد پالوافغانانو ته دملي، اسلامي اوافغاني روحيې او احساس په څرګندولو سره په کار دي ،چې دتاريخ ددغې لويې دسيسې پروړاندې داوسپنه ييز ديوال په څېرودريږي . او درښتيني ملي هوډ او ارادې په رڼا کې دملي وحدت او يووالي په زور دټولو توطيو او دسېسو سره ډغرې ووهي اود ګران اونازولي هېواد افغانستان بېړۍله دغه څپاند سمندر څخه په بريمن ډول سره دبري ترساحله راو رسوي .
په همدې هيله
فضل وزير هيله من