آزاده منډوي که آزاده ګډوډي!

    افغانستان يو غرنى هېواد دى،چې ډېره ځمکه يې غرونه ، رغونه ، غونډۍ، دښتې او شاړې ځمکې جوړوي . دشان افغانستان  پراخ طبيعي ځنګلونه،نا سپړلي معدنونه اوبډايه  طبيعي زېرمې هم لري،چې هېوادته يې پۀ سيمه ييزه او نړيواله کچه  ځانګړى مقام او حيثيت ورکړى دى.افغانان په ټول کې په کرکيله بوخت دي ، او که په ساده ژبه ووايو، زموږ هېواد يوکرهڼي او زراعتي هېواد دى .
    دهندنيمې وچې ته دانګرېزانو په راتګ پسې جوخت زموږ دګران هېواد اوږده غميزه پيل شوه، ځکه زموږ هېواد په سيمه کې جيوپولېټيک موقعيت لري او تل دپرديو يرغلګرو او تيربګرو دجنګ جګړود ډګر په توګه پاتې شوى دى .
    انګرېزان دهند نيمې وچې څخه د تلو وروسته ديوې دسيسې او چلوټۍ په ترڅ کې زموږ هېواد په وچه کې ايسارکړاو د پاکستان په زېږاوي سره يې له افغان ولس څخه  دافغان- انګليس دخپلواکۍ په معرکه کې دخپلې درې ځلې ماتې غچ واخېست . همدا لامل ؤ،چې پاکستان دافغانستان  پروړاندې ديوۀ بالقوه دښمن اوګواښ په توګه مطرح اود بحث وړدى . او په لوى لاس دافغانانو څخه دعرب سمندر ګي ته دتلو لاره ډب شوه،چې داغميزه دافغانستان په تاريخ کې سارى نه لري او تل موږ په اقتصادي توګه پربهرنيانو او په تېره پرګاونډيانو  متکي او ولاړيو او دالړۍ تر دې دمه را روانه ده ،چې دپاى څرک او درک يې نه لګېږي .
    په دې کې شک نشته ،چې دافغانستان ګاونډيان په اصل کې زموږ دښمنان دي. اود تاريخ په بېلا،بېلو زماني او مکاني واټنو کې دهمدغو ګاونډيانو دتوطيو او دسيسو ښکارشوي يو اوپه کور دننه يې داسې غمونه او پاڅونونه راته جوړکړي ،چې  دهېواد توله مادي او معنوي شتمني او بډايي راته په خړ سېلاب لاهو کړې ده او تر نن ورځې پورې موږ ترينه ځورېږو ، کړېږو او رنځېږو.
    زموږ ټاټوبى  يوزراعتي اوکرهڼيزهېواد دى ،چې  زياتره وګړي يې په کرکيله او کروند ګرۍ بوخت دي . او دافغانستان بېوزلي او تشلاسي د دې لامل  شوې ، څوموږ په صنعتي توګه وروسته پاتې شو، چې عمده او اساسي لامل يې زموږ  وروسته  پاتې والى دى .
    په هېوادکې د ١٣٥٧ لمريز لېږديز کال غويي داوومې نېټې له اوښتون وروسته په عملي ډول سره  دهېواد  په سياسي ، اقتصادي او نظامي  ډګر کې  حالات بدل شول او يوه بل ډول بڼه يې ځان ته غوره کړه اودهېواد  واکمنو افغانستان دسوسيالېستي بازار خواته روان کړ،چې دغې چارې په اصليت کې دافغاني ټولنې له روح او روان سره په ژورټکر او تصادم کې واقع شو . په نړۍ کې درې ډوله اقتصادوجود لري ، سوسيالېستي اقتصاد، چې پرپلان ولاړ دى ، د آزاد بازار اقتصاد،چې  دپانګه والي نظام سره اړوند دى او بل هم دمختلط اقتصاد بازار ،چې  په اوس وخت کې يې ښکاره بېلګه  په نړۍ کې چين ياد ولاى شو .
،چې اقتصادي قوت او ځواک يې ورځ تر ورځې زوراو پياوړتيا مومي ، خو په نوي يمه لسيزه کې دشوروي اتحاد په ماتېداپسې سوسيالېستي اقتصاد خپل ماهيت له لاسه ورکړ او نړۍ  عملاً دآزاد بازارخواته  روانه شوه . اوهرڅه پانګوالي سېستم ته واوښتل . د٢٠٠١ زېږديز کال  نړيوالې پېښې ددې لامل شوې ،څو دنړۍ حالات بدل شي او نړيوالې ټولنې په ټول زور سره دملګرو ملتونو دامنيت  شورا  تر پرېکړې لاندې  پرافغانستان  بريد کړ، او دطالب واکمني يې رانسکوره کړه او په هېواد کې نوى سياسي ، اقتصادي او ټولنيز نظام واکمن شو ،چې اساس او بنسټ يې دلويديځ پر آزاد بازار، آزاد اقتصاد او آزاده منډوي ولاړدى ،چې دا سېستم دافغاني ټولنې له سياسي،اقتصادي ، ټولنيز او کلتوري ژوند ژواک سره هېڅډول اړخ نه لګوي او په هېوادکې دبېوزلۍاو غريبۍکچه لوړيږي ، دآزاد بازار منډوي زموږ هېواد په اقتصادي ډګر کې له آزاد ې ګډوډۍ سره مخ کړى ،ځکه هېواد ته  په آزاد ډول  سره اقتصادي او ضروري توکي راوړل کېږي ،چې تر ډېره يې تر نېټه تېرتوکي وي ، او دې چارې افغانستان  په يوۀ لګښتي ( استهلاکي ) هېواد اړو لاى ،چې  په افغاني ټولنه کې يې دشتمن اوغريب ترمنځ  واټن خورا زيات کړى دى .  دآزاد بازار په سېستم کې پانګه او شتمني يواز ې ديو څوکسانو جيبونو ته ورځي ،چې دلته درې ډوله  ټولنيزې طبقې منځ ته راځي . بډايه طبقه ، متوسطه  او بېوزله  طبقه . همدا اوس  په هېواد کې همدا درې ډوله طبقې  منځ ته راغلې او دواکمن نظام څخه د ټولنې اکثريت وګړي او غريبه  طبقه خوابدې او ناراضه ده او دلته هران دسياسي اوښتون او بدلون امکان ډېرشوى دى .
     په هېواد کې همدا ټولنيز ناورين، حالات دکړکېچ خواته بيايي ، ځکه د پانګه وال او بېوزله ترمنځ  فاصل حد لاد پراخېدا په حال کې دى ،چې په اوږدمهال کې کېداى شي ، هران وچوي ، او افغانستان ديوۀ بل ناورين سره مخ کاندي ، ځکه په هېوادکې دآزاد بازار اقتصاد يو ډول ټولنيزه ګډوډي اوغريبي رامنځ ته کړې ،چې همدې چارې دواکمن نظام  پروړاندې  دولسي پرګنو کرکه او نفرت زيات کړى دى اوداکار ددې لامل شوى،څو په هېواد کې داقتصادي ثبات په برخه کې ګډوډي راشي ، او دښمن ته ددې زمينه برابره کړي،چې داکاردامنيت دګډوډېدا سبب کېږي . په هېواد کې آزاد بازار  په کورنۍ کچه لويې مافيايي کړۍ او ډلې رامنځ ته کړې ،چې په ښکاره او پټ ددولت سره مايه او پانګه لوټي او هېڅوک کوم ارګان او اداره  يې پوښتنه  او ګروېږ نه شي کولاى،چې ښکاره بېلګه يې دکابل بانک لوټل او تالا ترغه کول دي.په دې وروستيوکې ولسمشرحامدکرزي د ځوانانو سراسري کنفرانس ته په خپله ويناکې وويل،افغانان بايد دآزاد بازار اقتصاد په برخه کې هغه څه وکړي ، کوم ،چې ددوى په ګټه وي . دا لازمه نه ده ،چې موږ به هرومرو دآزادبازار اصول او پرنسيپونه منو ، بايد هغه څه وکړو ،چې  زموږ اوز موږ  دهېواد په ګټه وي. موږ په پښتو کې متل لرو ،چې  وايي ، تشه لاسه ته مې دښمن يې . او دسوسيالېستي فلسفې بنسټګر کارل مارکس وايي ،چې  اقتصاد دژوند بنسټ دى ، نو پرهمدې اساس کله ،چې اقتصاد نه وي پيسې نه وي ،کاراو بارونه وي ، لوږه تنده ، بېوزلي ، غريبي ،بې امنيتي ، اداري فساد، رشوت ، مرګ ژوبله  ، دژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاس رسى نه وي ، داټول  ددې لامل کېږي ،څو په هېواد کې جنګ جګړې ګډوډي ، انارشېزم او بدمرغي دوام وکړي ، او دافغان ولس اوږده غميزه لاپسې وغځيږي . زما په اند داوسنۍ  اقتصادي کشالې څخه دوتولار داده ،چې دهېواد صادراتي اووارداتې نظام پۀ پښوودرول شي او  دلته دمختلط اقتصاد سېستم پلې او عملي شي ، ترڅو  دافغانانو دبېوزلۍ او غريبۍ  مخنيوى وشى او له بل پلوه هېواد د لګښتي اومصرفي حالت څخه راووځي . نو پرهمدې بنسټ په زغرده ويلاى شم، ترهغو،چې افغان ولس په اقتصادي ډګر کې په خپلو پښو ددريدو جوګه نشي ، په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنيت نشي راتلاى .                                                                                                 فضل وزير هيله من