
04-07-2011
د حزب اسلامی افغانستان دامير محترم انجنيرحکمتيار ليکنه
يوه ورور د خورو ورو مسائلو په اړه يو تفصيلي ليك رالېږلى وو، اعتراضات، پوښتني، قضاوتونه او مشورې ئې درلودې، د ځواب غوښتنه ئې كړې وه، ما ئې ځواب ورلېږلى، دا راته غوره او گټوره وبرېښېده چي دا ځوابونه د نورو له نظره هم تېر شي، او د هغو خلكو پوښتنو او اعتراضاتو ته هم ځواب وويل شي چې ده ته ورته قضاوتونه لري، ځواب دا دئ:
• ستا تفصيلي ليك مي ولوست، له پېرزوينو او مشورو دي ډېره مننه، ستا د ځينو ملاحظاتو په اړه څو عرائض لرم:
• زه د سياست ميدان ته تر تلو وړاندي اسلام ته ننوتى يم، د سياست ميدان او د جهاد سنگر ته د اسلام په حكم داخل شوى يم، د سياسي مصلحتونو له مخي د داسي قضاياوو له څېړلو او چېړلو ډډه نه كوم چي زما په دين او مذهب پوري تړاو لري، كه څوك زما پر ديني او مذهبي تگلاري تېرى وكړي، حتماً ئې مخي ته ودرېږم، له خپلي عقيدې دفاع كوم، كه څه هم دا دفاع په گراني بيع راته پرېوځي، گمان كوم د ايمان تقاضاء همدا ده.
• زه درسره موافق يم او په دې باور يم چي ويده فتنه راويښول جرم دئ خو د ويښي فتنې په وړاندي سترگي پټول او شا وراړول تر دې ستر جرم دئ، ولي به د هغو فتنو په ضد له څه ويلو او څه كولو ډډه كوو چي موږ ئې عملاً تر بريدونو لاندي يو؟!! په فرعي مسائلو كي ښكېلېدل اشتباه ده خو كه دښمن دا لړۍ پيل كړې وي نو هر داعي مكلف دئ چي مخه ئې ډپ كړي، د ډپ كولو لار ئې دا ده چي د جارچيانو خولې ئې وربندي كړو او ولس ته ثابته كړو چي دا كړۍ په خوشو او بېهوده خبرو بوخت دي او هيڅ منطق نه لري. كه چا ته له دې پرته بل داسي اسلوب معلوم وي چي د دې فتنې مخه له څه ويلو او ليكلو پرته ونيسي نو هيله من يم موږ ته ئې هم راوښيي، كه پر موږ ئې نه پېرزو كېږي په خپله دي ملا وتړي او د هغو خلكو مخه دي ونيسي چي له همدې لاري فتنې راولاړوي.
• په داسي حال كي چي نن د تاريخ تر ټولو لوى او اوږد سوړ او تود جنگ د اسلام او اسلامي امت په ضد روان دئ، او موږ هم له لوى دښمن سره په جنگ كي مصروف يو، په داسي حال كي چي د مسلمانانو په ضد د نړۍ ټول كفري ځواكونه متحد شوي او د اسلامي هېوادو منافق او مفسد غلام صفته حكام هم ورسره ملگري شوي، د كابل او بغداد په څېر د اسلام ستري كلاگاني د دښمن په لاس كي پرېوتې، زموږ پر جوماتونو بمونه ورېږي، په مدرسو كي چاودني كېږي، زموږ سپېڅلى قرآن سوزول كېږي، هېواد مو اشغال شوى، دين، ايمان، اسلامي هويت او ملي وحدت مو تر بريدونو لاندي دي، په سلگونو راډيوگاني، تلويزيوني چينلونه، ورځپاڼې او مجلې د اسلام په ضد او د ځوان نسل د بې لاري كولو او له خپل ديني او ملي هويت پردي كولو لپاره زهر خوروي، په همدې ويرجن او دردناك حالت كي ځيني وايي: موږ په مقلدو مذهبيانو پسي ورروان يو او سنگرونه ئې ترې نيسو!! ځيني وايي: د مذهب تقليد شرك دئ، ځيني وايي: د احنافو په طريقه لمونځ كول لمونځ نه دئ، د دوى لمونځ د سنت خلاف دئ او الله تعالى ئې نه قبلوي!! او دې ته ورته نوري كچه خبري. دښمن خوښ دئ او دا غواړي چي مسلمانان په دغسي قضاياوو كي مشغول وساتي، يقيناً چي د دغه بهير تر شا يا د زرنگ دښمن ناولي لاسونه د فتنو راولاړولو په موخه بوخت دي او يا هغه كمعقله او په غرض او مرض ككړ خلك چي نه د دين په حقيقت پوهېږي او نه د دنيا له حالته خبر دي، نه دوست پېژني او نه دښمن، نه د اسلام غم ورسره دئ او نه د اسلامي امت درد.
• كه نور زما پر مذهب تېرى كوي آيا زه حق نه لرم له خپل مذهب دفاع وكړم؟ آيا دا د يوه داعي مسئوليت نه دئ چي خلكو ته ووايي: څوك چي په دې دردناك حالت كي دا هڅه كوي چي په افغانانو كي نوى مذهب رائج كړي، مذهبي اختلافات او په فرعي مسائلو شخړي راولاړوي، هغوى له اسلام، هېواد او افغان ولس سره خيانت كوي؟
• له دغو كړيو چي د دې فتنې اور ئې بل كړى هيڅكه به وانه ورئ چي د عربو د اوسنيو فرعونانو او ابوجهلانو په ضد څه ووايي، د دغو هيوادو د حكامو فساد، ظلم، عياشي د پرديو په وړاندي ذلت او د خپلو ولسونو په وړاندي بې رحمي او ظلم ته گوته ونيسي، په عربو هېوادو كي د امريكايانو د نظامي اډو يادونه وكړي، پر افغانستان او عراق د صليبي ځواكونو يرغلونه وغندي، خو د امام ابو حنيفه په ضد به په ډېر جسارت او سپين سترگتوب سره بد ورد وايي او د احنافو مذهب به د حديث خلاف گڼي، دا په داسي حال كي چي د قرآن يو آيت به سم نشي ژباړلى، د يوه حديث له سمي او دقيقي ترجمې به عاجز وي، په پښتو، دري او عربي كي به يو عادي ليك نشي ليكلى× خو داسي به مغرور وي چي د امت فقهاءو او ائمه وو ته به په سپكه سترگه گوري، د كوم جومات په كنج كي به ئې څو مظلوم طالب العلمان راغونډ كړي وي، د دوى په نامه به له خلكو پيسې راټولوي، همدا به ئې د معيشت د تأمين ذريعه وي، خو د همدغو مظلومانو له ايمان او عقل سره به لوبي كوي او د مذاهبو په ضد به ئې پاروي. پارول خو څه كوې د شهيد عبدالله عزام او شهيد مولوى حسن جان په څېر شخصيتونو ترور ته به ئې هڅوي!!
• دوى لگيا دي د حزب اسلامي په ضد تبليغات كوي، حتى د كمونيستانو په اوږو خپل ټوپك ږدي او د حزب په ضد ډزي كوي، خپلي ليكني د كمونيستانو د ويب پاڼو له لاري د حزب په ضد خپروي، د خپلو كچه او مسخره فتواگانو په كتابونو كي د حزب په ضد فتواگاني وركوي، آيا سره له دې به موږ څه ځواب نه وركوو او كه ځواب وركړو نو ملامت به وو؟!! آيا د هغه چا په اړه شك او حيرانتيا نه ده په كار چي په خپله هيڅ نشي كولى خو د بل په سترو سترو كړنو اعتراض ته زمرى دئ، په خپله دوه كسان نشي راغونډولى، په يوه واړه ټولگي كي د ژوند او كار كولو اهليت او ظرفيت نه لري خو په داسي ډلو به اعتراض كوي چي د ده په څېر ئې په لكونو خلك روزلي، په زرگونو غړي ئې په سنگرونو كي ناست دي او په زرگونو نور ئې په شهادت رسېدلي!!!