
ل: یوریکو کویکو د جاپان پخوانې دفاع وزیر او ملی امنیت سلاکار، د لیبرال دیموکرات ګوند اوسنی مشر
ژ : رفیع الله نبیل
اسیا دافغانستان له جګړې وروسته
له افغانستانه دامریکايي ځواکونو وتل ښايي داسیایي ځواکمنو دلالانو دهوډ لپاره یوه ښه ازموینه وي ،چې په ګرده سیمه کې دسولې لپاره هڅې او فعالیت وکړي .
دجولای میاشت به دامریکا او اسیا ترمنځ د دوه اړخیزه ترینګلو اړیکو او یادښتونوشاهده وي .
لومړی :په افغانستان کې دیوې اوږدې جګړې پیل ورسره جوخت د ولسمشر اوباما له انده دامریکا په تاریخ کې اوږده جګړه .
دویم : چین ته دهنري کیسنګر دپټ سفر څلویښتمه کلیزه ، دسړې جګړې دلورې بدلون ، دعصریتوب پر لور دچین لومړي ګامونه ، خو دا هر څه داسیا او په ځانګړې توګه دچاپان لپاره ټکان ورکونکې څپې ګڼل کېدای شي .
له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل لږ تر لږه د ځینې آسیایی هېوادو لپاره ډېره خواشینونکې پیښه ده. دا ډول وتل په 1975 ز په اپریل کې له سیاګون څخه دامریکایانو بې پلانه وتل راپه زړه کوي ، هغه مهال داسې انګیرل کیده ، چې په اسیا کې به پراخه کړکیچونه دامریکايي ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شوې وي ، خو داسې نه وه هغه مهال امریکايي ځواکونه په عامه توګه له جګړې ستړي شوې وو او خپله هوساینه یې په دې کې لټوله ، چې ځانونه ګوښه کړي .
نن ورځ په آسیا کې اندیښنې شتون لري، نه یواځي له دې امله چې ګویا امریکا خپل ځان را ټولوي او د ګوښه کیدو په هڅه کې ده بلکې په افغانستان کې تر اوسه سوله او پایښت په شک کې دي، چین په داسې حالت کې غښتلي کیږي چې نه هغه پخواني نظامي تړونونه شته او نه پخواني اداري جوړښتونه .
امریکا په ریښتیا د سیاګون له نسکوریدو وروسته ارامه او هوسا شوه په 1989کې له افغانستانه د روسانو له وتلو وروسته د امریکا د نه پاملرنې له امله ګډوډي رامنځته شوه، القاعدې نږدي ټول افغانستان په خپل ګروت کې واخیست. اوس دا څه د هيښتیا خبره نده. ډېری آسیایې مشران له ځانه پوښتنه کوي، کچیري امریکایې ځواکونه افغانستان پریږدي امریکا به څه لاسته راوړني ولري. ډېری خلک په آسیا کې بحثونه کوي چې سیمه به پدې و توانیږي چې انډول وساتي، امریکا به دلته بیا پوځي شتون ولري.
له نیکه مرغه، د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس خپل آسیایی ملګري بیا باوري کړل چې دوي په سیمه کې خپل رول له پامه نه دې غورځولي. په سینګاپور کې د شانګاري لا په اوسني کنفرانس کې نوموړي د چین د دفاع وزیر جنرال لینګ ګونګلی دشتتون پر مهال ګیټس له آسیا سره د همیشه همکارۍ خبره راښکاره کړه. ګیټس ژمنه وکړه چې په سینګاپور کې د ځای پرځای شوو جنګي الوتکو شمېر به لوړوي، دا د سینګاپور او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون یوه برخه ده؛ په آسیایی بندرونوکې به سمندري ځواکونه زیات کړو، ګډ نظامی تمرینونه به وکړواو هر اړخیزې نظامي همکارۍ به غښتلي کړو. او لدې ګردو به غوره دا وي، چې یو ځل بیا باید داسې یو چاپیریال رامنځته کړو چې د اسیا لپاره د امریکا را تلونکې ستراتیژۍ ته لاره اواره کړو.
آزاده سوداګري، د قانون حاکمیت او بشري حقوقو ملاتړ،مسؤلیتونه، د آسیایې هېوادونو خپلواکي، آسیایی او نړیوالو بندرونو ته لاس رسي،او په سوله ییزه توګه د شخړو حلول. ددغې ستراتیژۍ یوه برخه ده، ځکه استرالیا،جاپان، سویلی کوریا، تالینډ، پلپین، هند، اندویسیا، سینګاپور، مالیزیا، نوی ځلاند، ویتنام ان چې مونګویلا ټول په سیمه کې د امریکا نظامی شتون اړین بولي ،چې د چین د مخ په وده ځواک سره خپل انډول برابر او کابو کړي .
ګیټس به نن سبا خپله دنده پریږدي او دا داندېښنې خبره ده ځکه داوباما اداره په څرګنده توګه داسیا لپاره کومه کوټلې ستراتیژي نه لري ددې مانا داده ، چې دګېټس ځایناستې به ګرد سره دده دنوموړي تګلار پلې کړي او یا به خپله هغه رامنځته کړي .نن ورځ داسیا لپاره دامریکا ستراتیژیک لرلید هغه زیرکتیا او پوهې ته اړتیا لري ، چې څلور لسیزې وړاندې کیسنجر ، ماوزیدانګ او زواینلي درلوده او دوی هماغه مهال پر دې اړه خپلې وړاندوینې درلودلې .
په آسیا کې د سولې پایښت یوازې د امریکا مسؤلیت نه دی. د امریکا ملګري هم ژور فکرکولو ته اړ دي ،چې سیمه څه ډول سمبال کړي، دوی باید سره له اوسه همغږي ته لار اواه کړي، چې څنګه کولای شی ټوله آسیا په سوله او خوشالۍ کې وخت تېر کړي. جاپان په ځانګړي توکه اړ دی چې آسیا لپاره ستراتیژي غوره او ژمن اوسي، ددې پر ځاي چې کله د چین او کله د امریکا په غاړه کې پروت وي. د وړ ستراتیژي په جوړښت سره د جاپان اړیکې د سترو دیموکراتیکوهېوادو سره ټینګیږي – هند، اندویزیا او سویلی کوریا باید په لومړیتوبونو کې وي .
خو مهم سوال په آسیا کې د چین د رول په اړه دی ، ددوی دهوډ او نیتونوپه اړه دی، چې د خپلو ګاونډیانولپاره یې لري ډېری خلک په آسیا کې شکمن دي. ، چې چین په پټه توګه د نظامي غښتلتیا لپاره کار کوي ، له هند، جاپان، پلپین او ویتنام سره د ځمکو پر سر شخړو کې ددوی د مشرانو تونده لهجه. د شمالي کوریا مغرور دولت سره ددوی نامشروط ملاتړ، د سولې پر وړاندې دپرلپسې ناقانونه کړنو تر سره کول سربېره ، داد انديښنې وړ ده چې ایا چین به د ګاونډیو د امنیتی اندیښو درناوې وکړي.
اوس مهال آسیا د نړیوال اقتصاد مرکز ګرځېدلې ده. نړیوال بانک وایې: په روانه لسېزه کې به له پنځو اقتصادي ځواکونه دري له آسیا ځینی وي ( چین، جاپان، هند) په سیمه کې د امریکا شتون په آسیا کې ټیکاو او وړاندوینو ته لار برابره کړي. له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو سره باید دا اجازه ور نکړي شي چې ټیکاو تر پوښتنې لاندې راشي .
له افغانستانه د امریکایانو له وتلو سره به د ټولو آسیایی ځواکونو ارادې وازمایل شي تر څو یوځای کار وکړي او سیمه کې سوله او ټیکاورامنځته کړي . په افغانستان کې د دوي اوږد مهالې ګټې همغږۍ ته اړتیا لري هیڅوک – آن چې چین ـ هم نه غواړي چې افغانستان دې بیاترهګروپټنځای شي. خو د افغانستان د ګاندې په اړه یوازې غښتلې سیمه ییز یووالې کولاي شي په سیمه کې د واکمن کیدو لپاره د نوو هڅو مخه ونیسي.