مړه حقيقتونه، د افغانستان په اړه بې باوره وړاندوينې

لیکوال: کریسټوفر اي فربل
ژباړه: رفیع الله نبیل

امریکایان اوس په ټینګه دا غواړي ،چې خپل سرتیري له افغانستانه وباسي ، خو ددې ماموریت یو شمېر ملاتړي بیا هڅه کوي تر څو دلته دپاتې کېدو لپاره دپاموړ او قانع کوونکي لاسوندونه ومومي . د دوی یو شمېر لاسوندونه به څه ناڅه پر غښتلو وړاندوینو ولاړ وي دبېلګې په توګه که امریکایان له وخته وړاندې ووځي په افغانستان کې به څه پېښ شي ؟ دا احتمال هم شته ، چې د ډیرو ځواکونو شتون به هغه موخې ،چې داوباما وار له مخه په نښه کړې دي تر لاسه کړی .دواړه نظريې څه لوړې ژورې لري. هغه نسبي باور چې د امریکایې ځواکونو له وتلو وروسته به داسې ناورین رامنځ ته شي چې افغانستان خو پریده نړۍ به پر سر واخلي بیخي ناسم دی، یا دا اندېښنه، چې امریکا به د بل ګوزار قرباني شي او په ګانده کې به بیا ددې اړتیا ولیدل شي ،چې هلته ډیر سرتیري واستول شي . پردې ډاډه کېدل ،چې دلته داوږدمهال لپاره پاتې کېدل دبریالیتوب یوه وسیله ده ښايي دا به ډېره پر ځای خبره نه وي،ځکه دملت جوړونې بهیرناکام شوې دی او هغه شرایط ،چې یو څوهېوادونه لکه چاپان او جرمني یې دبریالیتوب تر درشله ورسول په افغانستان کې ګرد سره نشته.په افغانستان کې دنورو پنڅو ، لسو او یا شلو کلونو لپاره دامریکايي ځواکونوله پاتې کېدو سره بدلون چندانی دباور خبره نه ده ، خو دا باوري ده که موږ چیرې دلته دومره سرتیري پریږدو دا به زموږ خزانه نوره هم راوځبښي پردې سربېره که کله له کوم لوري کوم ګواښ خپل سر راپورته کړ موږ به يي ددفاع او مخنیوي وړتیا له لاسه ورکړو

کچېري د اوباما اداره په 2012 زکې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو ويستل اعلان کړي، په اول پړاو کې هغه به پیښ شي چې کیمبری او فریډ کاګن یې په اړه وړاندوینه کړې وه: جګړه به وبایلل شي. القاعده،لشکر طیبه، او نور نړیوال ترهګر ګروپونه ښایې په افغانستان کې بیا پټنځایونه جوړ کړي. افغان دولت به نسکور شي، هیواد به بیا په کورنۍ جکړه کې ښکیل شي.کاګن غواړی موږ پردي باوری کړي چې له ده سره له لمره روښانه لاسوندونه شته چې دته اجازه ورکوي ،چې د راتلونکي په هکله وړاندوینه وکړي. خو هیڅوک دا وړاندوینه نشي کولای ، چې له ځواکونو دوتلووروسته به په افغانستان کې څه پېښيږي؟ وروستي خبره ، که چېري طالبان پردې وتوانیږی او په افغانستان کې یوه مناسبه برخه خاوره ترخپل کنترول لاندې راولي او القاعدې ته بیا اجازه ورکړي ،چې په سیمه کې خپلې ځالې جوړکړي دا مهال له موږ سره لارې چارې شته چې څرنګه د ګواښونو مخه ونیسو ژربه په کال کې د سل بیلونو ډالرو په ارزښت 100000 سرتیري دې هېواد ته واستوو مخکې له دې ،چې امریکااسامه ترور کړي دالقاعدې وړتیا ډیره کاواکه شوې وه دا اندېښڼه یا دعوه سمه نه ده ،چې کانګن يې کوي.دا کال یا راتلونکو نوروکلونوکې د امریکا وتلو سره ښایې امریکایانو ته دوه غوراوي پاتې شي : یا همدا ډول بریدونه اویرغلونه ومنې او بیا پوځي لاسوهنه وکړې ، خو لګښتونه به يې دتېر په پرتله ډیر ملاماتونکي وي او دسپما هڅه به تشه هیله وي دا یوازې بې باوره وړاندوینه نه ده ، بلکې یوه خواشینونکې هڅه ده ،چې امریکایانو ته وايي : له جنګ پرته بله لار نشته .دا دعوه ،چې تګلار دبریالیتوب پر لور روانه ده هم له ستونزو ډکه ده دهېښتیاخو داده ،چې دا خلک دهغې تګلارې په اړه شکمن دي ،چې دامریکا دژغورنې لپاره رامنځته کړې ده ، خو دا هیله لري ،چې موږ به په افغانستان کې دیو دولت په راپنځونه کې بریالي شو .که ریښتیا خبره وکړو د کاګن راپور په کانګرس کې دبهرنیو اړیکو دکمیسون له هغه څخه وړاندې خپور شو د کانګرس راپور وایې د ملت جوړونې هڅې دا نه چې نږدې په افغانستان کې ناکامه شوې، بلکې په منطقی ډول یې ستونزې له بدو بدترې کړې دي. افغان حکومت ډېر بیوزله دی او دننه چاودیدلې دی دلویدیزې نړې پریمانه مرستې دې هېواد ته راماتې شوې ، خو دې مرستو دپخواني فساد رېښې نورې هم وغځولې او ټینګې کړې په خلکو کې يې دځان ځاني حس نور هم وغځوه . په 2009 ز کې دولسمشر اوباما دې پریکړې ،چې جګړه وغځول شي او مرستې نورې هم ډیرې شي وضعیت نور وپړسوه دا ډیره سخته ده ،چې پردې پوه شوو ،چې دسل زرو سرتیرو پاتې کېدل او دمرستو دوام به روان وضعیت ته بدلون ورکړي .له نیشنل انټرسټ نه په مننه