موږ افغانستان نه و پریښي، خو اوس یې باید پریږدو.

موږ افغانستان نه و پریښي، خو اوس یې باید پریږدو.
ل : بین جامین فرایډمن
ژ: رفیع الله نبیل
دامریکا لوی درستیز امیر البحر مایک مولن څو ورځې وړاندې چارلي روز ته وویل : موږ د1989 ز تېروتنه نشو تکرارولې او نه غواړو چې له افغانستان لیرې شو مولن زیاتوي موږ له تجربې ډیر څه زده کړې دي که اوس ولاړ شو اړ یو ، چې لس یا شل کاله وروسته به بیا راګرځو . دمولن د دفاع وزیر رابرټ ګېټس او دایکنبري ځایناستې رویان کروکر هم سره یوه خوله دي او هغه دلایل ،چې دوی يې قانع کړي دا (مولن ) يې هم مني . دا درې واړه وايي : که موږ له افغانستانه خپل سرتیري وباسو نو ترهګر به دا ځل داسې مهال راګرځي ،چې نور به هم پیاوړي شوې وي هغه مهال به بیا راتګ ته اړ یو . ډېری دلایل شته چې له مخې ویلاي شو پر اوسنې بڼه د جګړې دوام له ګواښه ډک کار دی .
لومړی : ته هیڅ نشې کولای هغه څه پریږدې ،چې ستا نه دی موږ په 1980 ز کې له وسله والو سره مرسته کړې ده ، خو په افغانستان کې مو جګړه نه ده کړې یوازې په وروستیو کې مو خپله مرسته یو څه کمه کړې . کله ، چې پخواني شوروي اتحاد په 1989 ز کې له افغانستانه ووت موږ له مجاهدینو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ ې دی ، خو څو کاله وروسته کله ، چې دډاکتر نجیب الله حکومت ړنګ شو ، کورنیو جګړو سر راوټوکاوه نو دا مهال کوم ښکاره لورې نه و ،چې ورسره ودریږو .
دویم : دعقل پر بنسټ موږ هیڅکله نشو کولای ،چې افغانستان پریږدو او یا دخپلو ځواکونوشمېر راکم کړو ، خو جوش رونر او اسټین دواړو پخوا په خپلو څیړنو کې دې موضوع ته اشاره کړې وه او دا يې ویلې و : له 1990 ز راوورسته په افغانستان کې وضعیت بدلون موندلې دی اودپخوا په څیر نه دی ، موږ اوس سیاسي هوډ لرو او غواړو پر ترهګروغلچکي بریدونه وکړو او ددې لپاره ټیکنالوژي او بې پیلوټه الوتکې کاروو .
درېيم : دا اوس یو روایت دی او هرڅوک وايي : امریکا له 2001 ز نه وړاندې دافغانستان لپاره کومه تګلار نه درلوده ، خو د1990 په نیمايي کې ،چې بن لادن راڅرګند شو موږ طالبانو ته ګواښنه وکړه او دا مو ورته وویل : القاعدې ته ځای مه ورکوې ، موږ په 2001 ز کې له شمال ټلوالې سره مرسته ډیره کړه او له دوی مو په ارت مټ په هر ځای کې ملاتړ کاوه . دبیل کلنټن حکومت څو ځلې هڅه وکړه ،چې بن لادن ترور کړي ما په خپل کتاب کې دا هڅه کړې ده دا افسانه ،چې موږ په 1990 ز کې دالقاعدې پر وړاندې هیڅ نه دې کړي شنډه کړم .
دافغانستان اشغال زموږ دامنیت لپاره اړینه خبره نه ده او نه په یو مناسب قیمت دا کار شونې دی چارواکي دعوه کوي ،چې موږ بیا افغانستان یوازې نشو پرېښودای داخبرې له وریځو داوښانو جوړول دي ،چې موخه يي داندېښنو رازیږول دي .
له نیشنل انټرسټ نه په مننه