دهېواد عدلي او قضايي نظام دټينګښت په موخه دافغان دولت دهڅوچټکتيا او پياوړتيا!

 کله،چې دطالب واکمني دملګرو ملتونو  دامنيت شورا تر پرېکړې لاندې دامريکې او دهغې ملاتړې نړيوالې ټولنې له خوا را وپرځېده، نو په هېواد کې په خورا بيړه او تلوارسره د نوې حکومت او نظام دبنسټ ډبره کېښودل شوه ،چې  له پيل څخه تردادمه له زښتو زياتو ننګونو او خنډونو سره لاس او ګرېوان ده . او لايې اوسنۍ اداره او حکومت په سياسي ،نظامي ، او اقتصادي ، عدلي او قضايي  ډګر کې بونګه کړى
 دى او د هېواد روانو کړکېچنو حالاتو او شرايطو پر وړاندې قاطع دريځ او اقدام نشي کولاى .      
    په هېواد کې دنوي سياسي نظام پروړاندې عمده او اساسي ستونزه ،چې  تر دامهاله  دټولنيز ناسور په څېر په مخکې پرته ده ، هغه په واکمن سيستم کې اداري فساد ، مافيايي ډلې ، ټوپکسالارانو ، دجنګي جنايتکارانو، بدمعاشانو او زورواکو قوماندانانو فزيکي حضور او شتون دى ،چې واکمنه دولتي او حکومتي اداره بې يرغمل او برمته کړې ده . او که په لاوضاحت او سپيناوي سره ووايو ، له کرزي حکومت څخه يې دعدلي او قضايي پرېکړو او عمل نوښت تروړلى او په لوى لاس شته ستونزو او ربړو ته په خورا ناغېړۍ سره ګوري،چې  همدغې چارې دولسمشر کرزي ، حکومت په کورنۍ او بهرنۍ کچه پيکه ، بې اعتباره او بې اغېزې کړى دى .
   نو پرهمدې توسن دهېواد عدلي او قضايي سيستم په اړه دکورنيو هغو تر څنګ يې له نړيوالو سره هم پوښتنې راولاړې کړې دي ، ځکه دهېواد قضايي او عدلي نظام دحکومت د ننه دواکمن مافيايي وزمه او فاسدوکړيو او ډلو ټپلو پرضد عملي او قانوني اقدام نشي کولاى ،چې عمده او بنسټيز لامل يې په واکمن دولت  او حکومت کې پر ضوابطو  دروابطو لومړيتوب دى ، او دغې حکومتي ستونزې ،چې د کرزي حکومت په اډانه کې په پراخ اوهر اړخيز ډول سره شتون لري، دسياسي ګړنګ په ژۍ درولى ، چې هران ددې امکان شته ، څو دغې ژورې ته ورګوزار اوله منځه ولاړشي .
    په هېواد کې دعدلي او قضايي سيستم دټينګښت او پياوړتيا په موخه په حقوقي او قضايي برخه کې پراخو تشکيلاتي بدلونونو او نوښتونو ته اړتيالېدل کېږي ،چې په دغه برخه کې بايد ديوۀ ميکانيزه شوي پلان  له مخې هر اړخيز کار وشي ، او په دې لړ کې دهېواد په کچه پراخ تبليغاتي کمپاين ته هم اړتيا لېدل کېږي ، ترڅو دخلکو سره دعدلي او قضايي نظام په اړه  دپوهاوي انګېزه پيداشي او پردولت  زور راوړي ، چې په دولت او حکومت کې دعدلي او قضايي برخې دواک  او صلاحيت داعادې په موخه کوټلي او رغنده ګامونه واخلي، ځکه له دې څخه پرته نشي کېداى، افغان اوسنى دولت په نړيواله کچه هغه شان پرستېژ او حيثيت ترلاسه کړي ، لکه څنګه ،چې په نړيوالو معيارونو له يوۀ پوره حکومت اودولت سره ښايي . لکه څنګه،چې مې دليکنې په پاسنۍ برخه کې ورته نغوته وکړه ، په هېواد کې  دعدلي او قضايي نظام دټينګښت  او پياوړتيا په لړ کې  مطبوعات او رسنۍ دپام وړ رول لوبولاى شي ، انځوريزه ، غږيزه او ليکنيزه رسنۍ کولاى شي ،دافغاني ټولنې  دتيارو ذهنونو په رڼا وي او تنوير کې خپل رغنده اغېز پرېباسي،خلکو او وګړنيزو پرګنو ته دعدلي او قضايي اړيکو ، پرېکړو قضيو او دوسيو په اړه عامه پوهاوى ورکړي او په دې توګه  دولت تر فشار لاندې راولي ، څو په دې برخه کې ژور اصلاحات پلې کاندي.
په همـــــــــــدې لړکـــــې څه موده مخکې دملګرو ملتونو سره اړوند ديو ناما ادارې  ترسيوري لاندې  دعدلي او قضايي سېستم  او په دغـــه برخه کې دکاري وړتياوو دلوړاوي په موخه  يو سيمېنار هم جوړشوى ؤ ،چې تر ډېره يې ښوونيزه او پوهنيزه بڼه درلوده . پۀ اړوند سيمېنارکې دقضــــايي اوعـــــــدلي ارګانونوسره اړوند چارواکوته وروښودل شوه، چې څرنګه کولاى شي ، په رښتيني توګه  مــــــلت ته دعدل او انصـــــاف پربنسټ ولاړې فيصلې وړاندې کړي، ترڅــــــو په دې ډول دهېواد دمحکمو پرېکړې مدعي او مدعي اليه ته دمنښت وړوي . په حکومتـــــي کچه دعدلي او قضايي سېستم غښتلتيا  ددولت حاکميت او تسلط په ټولو  امـــورو باندې  زياتوي او په اوسني رژيم کې به دهـــــرراز بې عدالتۍ او بې انصافۍ مخنيوى وشي او په دغه برخه کې بايد افغان دولت مشران دبهرنيانو څخه مرستې او کومکونه هــــم وغواړي ، ځکه خــــــارجي عــدلي او قضايي ادارې له  خپلو لاس ته راوړنو  او تجـــــربو څخه په پېرزوينې سره کولاى شي ، دافغان ملت او دولت سره په دغه برخه کې هر اړخيزه او ژوره مرسته او همکاري وکړي.
   اوس،چې نړيواله ټولنه او ددوى په سرکې  دامريکې  پوځونه په تدريجي ډول له افغانستان  څخه دوتو په تکل کې دي ، نو بايد دلته يوه سالمه ، تجربه کاره او په ځان بسيا اداره ترشا پرېږدي . ځکه تر هغو ،چې په افغانستان دغه  ( دنړيوال امنيت اوسولې کونجي) کې قوي ، پياوړى او ځواکمن  دولت رامنځ ته نشي ،چې اساس يې پراسلام، افغانيت  او ولسواکۍ ولاړوي،نو نشي کېداى ، په داهېواد، سيمه او نړۍ کې تلپاتې امن او سوله ټينګه شي . نو پرهمدې بنسټ بايد افغان دولت دغه ځورېدلي او کړېدلي ملت ته دنوي زمان اوعصرد غوښتنوله مخې عدل او انصاف ورکړي ،ځکه اوس نړۍ ديوۀ کوچني کلي بڼه ځان ته غوره کړې ده ، دنړۍ په هېڅ ګوټ، سيمه او هېوادکې ديکتاتوري او زورواکي رژيمونه او حکومتونه نشي چلېدلى ،نو بايد افغان دولت مشران دافغاني او نړيوالې ټولنې دعيني او ذهني شرايطو  او حالاتو ته په پام سره په هېواد کې درښتيني حکومت او ولسواکۍ  لپاره کار وکړي، ځکه په يوه ټولنه کې عدل او انصاف دحکومتوالۍ لومړنى بنسټ دى، چې دهر نظام اډانه پرې ولاړه وي . نو ترهغو،چې  په هېواد کې دعدل او انصاف حکومت  اودولت رامنځ ته نشي، دواکمن نظام تر ډېره پايېدل  ناشونى کار دى . پرهمدې  توسن بايدافغان دولت او واکمن رژيم دعدلي او قضايي نظام دسمون اواصلاح لپاره په جدي او قاطعيت سره هلې ځلې او مبارزه وکړي ، ترڅو اوسنى نظام ديوۀ ټولمنلي دولت بڼه ځان ته غوره او خپل ټولنيز رضايت او مشروعيت ترلاسه کړي.
                                                                                                                                                 په همدې هيله !
                                                                                                                                              فضل وزيرهيله من