ايران روسيې ته د امريکايي غورځول شوې بې پيلوټه الوتکې پاتي شوني ښودلي

 د ايران حکومتي سرچينې وايي، چې د دوی په حريم کې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکې نسکوره شوې وه او اوس ايران د دغه الوتکې راز فاش کړی. سرچينې د روسي رسنيو له قوله ليکي، چې دغه الوتکه په هغه بيړۍ پورې اړوند وه، چې د بحرين سره نږدې يې لنګر اچولی.
ايران وايي، چې روسيې د دغه الوتکې د پاتې شونيو د ليدو غوښتنه کړې او ايران روسي متخصيصينو ته ښودلې. دغه الوتکه د جون په پيل کې په هغه ځای غورځيدلې، چې د ايران د سمندري ځواکونو لخوا پوځي تمرينات تر سره کيدل او الوتکې يوازې د څو ساعتونو لپاره د سون مواد درلودل.