غوښتنه

درته ځولۍ نيسو چي خپل مو کړه څوک خپل نه لروليږ مــــــو د ځان د لاري مل کــــړه موږ خو مل نه لرو
د رڼاګانو په دي ښکلي دنياګۍ کي ګوره توره تياره کي يو روان څراغ مو بل نه لرو
ته به سپرلي ته حوسيږي خو موږ ستړي ، ستړيپه خړ بيابان کي يو روان چــــــيرته منزل نـــــه لرو
د دوي خـــــندا په شونډو پريوته موږ ډير وژړل خدايه١ خوښي نه شته که موږ يي له ازل نه لرو
زموږ زخمونه بي مرحمه شول ، که ته زخمي شويبيا خـــــــو به موږ هم درته وايو چي درمل نه لرو