
لیکوال: عبدالرحمن الفت (محمودی)
نیټه: ۱۰/۰۳/۱۳۹۰برابر ۰۱/۰۶/۲۰۱۱
ځای: وزیر اکبر خان، د یوناما دفتر
د کله نه چی د انترنیټ د دنیا سره می اشنای پیدا کړی ده، د څه عجیبو او غریبو پیښو او خبرونو سره به مخامخ شوم، هغه د چا خبره چی د سر ویښتان به دی ورته نیغ ودریدل ، بیا به می ځان ته پدی ډاډ ورکړ چی ځه دا خو د لویدیځ نړی ده او د اسلام سره یی واټونونه او فاصلی هم ډیری دی ، او دغسی خبرونه ددوی د کلتور او دود سرهم څه ټکر نلری چی خبره را څخه اوږده نشی، خبر به داسی وه چی په فلانی ښار کی د فلانی انجلۍ واده د مار سره وشو، او یا فلانی انجلی په فلانی ایالت کی د سپی لپاره ناوی شوه ، او د فلانی انجلی د نکاح عقد د موږګ سره وتړل شو، او یا به داسی خبر وه چی همجنس د همجنس سره واده وکړ، هلک د هلک سره او انجلۍ د انجلۍ سره د خپلو ودونو مراسم ولمانځل ، خو دا ټولی ناخوالۍ په لویدیځه نړی کی پښیدلی او زما به پری هم ډیر فکر نه خرابیده او خوا به می پری نه بدیده، او هغه پدی چی د لویدیځی نړی دین او دود زمونږ داسلامی نړی سره ډیر توپیر لری، خو دا می نه وو اوریدلی او نه می لیدلی وو او تاسی درانه لوستونکی به هم راسره پدی کی همغږی وی چی د انجلی واده د عکس سره شوی وی خو زمونږ د افغانی ټولنی ناخوالی دومره زیاتی شوی چی زمویږ په دی غریبه او مظلومه ټولنی کی اوس د پاکو او معصومو پیغلو ودونه د عکس سره کیږی!.
د ۱۳۸۸ کال د غبرګولی میاشت وه نیټه راته سمه معلومه نده خو د پنچشنبی ورځ وه ، د دفتر څخه کور ته روان وم کله چی د کلی بازازګی ته ورسیدم غوښتل یم چی د کور لپاره ټک وپوک څه نا څه سودا را ونیسم ، د موټر څخه پلی شوم او د دوکان مخی ته ودریدم ، د دریدلو سر ه سم د شا لخوا می اوزا تر غوږ شو ملک صیب ښه ده چی راغلی زه اوس ستاسی میلمستون ته در تلم، چی شاه ته می وکتل زمونږ د کلی نایی (ډم) رسول خان کاکا وه چی په لاس کی یو بنډل بلنلیکونه نیولی وه را ته یی وویل چی پدی بلنلیکونو کی دی خپل بلنلیک وګوره او درسره یی واخله ، د بلنلیک د لټولو څخه می مخکی ورڅخه پوښتنه وکړه واده دی که خیرات ؟ رسول خان کاکا سمدلاسه راغبرګه کړه او راته یی وویل چی نه واده دی او د نور ګل چی ستا قومی دی د ځوی واده یی دی ، رسول خان کاکا ته می وویل چی د نور ګل خو دری ځامن دی او دری واړه په لویديځ کی کډوال شوی دی دوه په لندن کی دی او یو په کاناډا کی ژوند کوی د کوم یوه واده دی ؟ رسول کاکا راغبرګه کړه او راته یی وویل زه پوره پوه نه یم چی د کوم یو واده دی خو کله می چی د بری کلا خټک ته بلنلیک ورکړ هغه وویل چی ایمل د رسول خان دویم ځوی دی او په کاناډا کی اوسیږی.
د څه نا څه سودا رانیولو څخه وروسته بیرته د خپلی سورلۍ په موټر کی کیناستم او د کور په لور راهی شوم، خو په لاره می د ځان سره دا کرل او ریبل چی د واده واله به د کاناډا څخه راغلی وی که نه؟ همدی سوچونو اخستی وم چی خپلی دیره ته ورسیدم، په میلمستون ورننوتم چی پلارم می را باندی غږ کړ او راته وویل ځویه ستړی مه شی راغلی په خیر ؟ د پلارجان په ځواب کی می وویل هو پلار جانه په خیر راغلم د احترام او تعظیم اداکولو وروسته راڅخه وپوښتل ځویه د چا بلنلیک دی د ځانه سره راوړی ؟ د پلار جان ددی پوښتی سره زما توجو هم بلنلیک ته را واوښته او ورته می وویل پلارجانه د نور ګل کاکا د ځوی واده دی ، پلار می وپوښتل چیرته او کله دی ؟ په ځواب کی می ورته وویل پلاره لږ وار وکړی چی زه بلنلیک وګورم د بلنلیک د متن دلوستولو څخه وروسته می پلار جان ته وویل چی واده خوسبا د جمعی ورځ د کابل اریانا هوټل د ودونو په تالارکی د نور ګل کاکا د ځوی ایمل واده دی، پلار می راته سمدلاسه امر وکړ او وویل ځویه هرومرو ورشه ځکه چی نور ګل د مړی او ژوندی سړی دی او هر وخت په غم او ښادی کی مونږ ته راغلی دی.
سهار وختی می زمونږ د کلی ګلاب خان ته زنګ وواهه او ورته می وویل چی د نور ګل د ځوی واده ته خو ځی؟ خبر خو به درته شوی وی که نه ؟ ګلاب خان راته وویل هو خبر خو راته شوی دی او غواړم چی واده ته هم لاړشم او همدا اوس می غوښتل چی ستا سره تلیفونی اړیکه ټینګه کړم او د ځای او وخت پوښتنه درڅخه وکړم زه خو بدبختانه نا لوستی یم او لیک لوست نه شم روانولی، دا ښه شوه چی تا زنګ راوواهه خوړه چیرته ورکوی؟ په کور کی که په هوټل کی ؟ د ګلاب کا کا خبری می ور غوستی کړی او ورته می وویل چی نوری خبری پریږده که واده ته ځی زه به ستا په لور درشم یو ځای به لاړ شو، ګلاب کاکا راته وویل ښه شوه ملک صیب ستا سره خو د سورلۍ موټر هم شته او زه به درته په خبله دیره کی انتظا رکوم دواړه به یوځای لاړشو د ګلاب کا کا په ځواب کی می ورته وویل ښه شوه زه لږه شیبه وروسته درځم دادی زه همداوس خپله لونګۍ په سره ووم او کالی اغوندم ، د څه ځنډ وروسته د کلی په لور روان شوم چی زه او ګلاب کاکا دواړه یو ځای د نور ګل د ځوی واده ته لاړ شوو، شیبه وروسته دګلاب کاکا کور ته ورسیدم د رسیدو سره سم ګلاب کاکا د خپل کور د دروازی څخه راووت او زما سره په موټر کی سپور شو، د جوړ په خیر د پوښتنی څخه وروسته لږ شیبه دواړه چپ وو او خاموشی مو غوره کړی وه، د یو څه چپوالی څخه وروسته ما په ګلاب کاکا غږ کړ او ورته می وویل وایه کنه کاکا څنګه چپ یی ، سږ کال دی د انګور باغ څنګه دی بار لری او که نه؟ بادامو خو به مرض نوی کړی؟ ګلاب کاکا اوږده ساه واخسته او یو سوړ اوسیلی یی وکړ مخ یی راته راوړاوه او وویل ملک کاکا نه په انګورو کی خوند او برکت پاتی او نه په بادامو کی، دا څو کال خو ته هم شاهد یی چی کله دباغونو حاصل ښه وی او ښه بار ولری بیا په مارکیت او تجارانو څه بلا راو شکیږی ، او که مارکیت او تجار ښه وی بیا باغونه ښه بار نلری یا یخ وهلی وی اویا کومی ناروغی لاندی کړی وی مونږ دواړه په همدی خبرو کی وو چی د کابل اریانا هوټل چی د کوټه سنګی په څلور لاری کی موقعیت درلود ورسیدو .
ګلاب کاکا ته می وویل چی د نور ګلد ځوی ایمل واده په همدی هوټل کی تر سره کیږی درځه در ښکته کیږه ، زه او ګلاب کاکا دواړه د موټر څخه ښکته شوو، د ښکته کیدو سر سم می سترګی زمونږ په نورو قومیانو ولګیدی چی د لری ولایاتو څخه د نور ګل کاکا د ځوی د واده په مراسمو کی د ګډون لپاره راغلی ول، ټولو عزیزانو سره مو روغبړ وکړ او د روغ او نا روغ پوښتنی سره مو وکړی که رښتیا وه وایم ددی عزیزانو په لیدلو می سترګی ښی یخی شوی او ډیر خوشاله شوم چی ټول قومیان می د کلونو وروسته ولیدل او نور ګل کاکا ته می زړه دعاوی وکړی چی ټول عزیران او قومیان یی را بلل ول زه لا د خپلو قومیانو سره په خبرو ووم چی د هوټل شاګرد په لوړ اواز غږ کړ د ټولو میلمنو څخه هیله ګیږی چی د هوټل دریم لمبر سالونه ته تشریف یوسی چی د واده خوړه پیل کیږی زما جوړ په خیر د خپلو عزیزانو سر په همدی ځای وشکیده او د سالون په لور د نورو میملنو سره یو ځای روان شوم.
په پوړو پورته ښتم چی نور ګل کاکا راباندی غږ کړ، د حاجی ملک صیب ځویه ستړی مه شی په خیر راغلی ښه ده چی راغلی زما اندیښنه وه چی بلنلیک به درسیدلی وی که نه په راتګ دی ډیر خوشاله شوم ، مشر حاجی صیب څنګه وه اوس خو لږ لږ قدم وهلی شی؟ د لمانځه اوداسه لپاره خو جیګیدلی شی که نه؟ د نور ګل کاکا په ځواب کی می ورته وویل مننه دا خو زمونږ ټولو شریکه ښادی ده په راتګ خو راتلم خو پلار جان می چی پرون خبر شو ډیر تاکید یی راباندی وکړ چی حتما راشم ، پلار جان می اوس شکر دی ښه دی په دری ټایره بایسیکل کی ګرځی راګرځی د لمانځه او اوداسه بندوبست په خپله د څه ستونزو سر مل کولای شی ، زه او نور ګل کاکا دواړه په خبرو خبرو بوخت د هوټل دریم لمبر سالون ته ورسیدو، نور ګل کاکا د لاسه ونیول یم او راته وویل دحاجی ملک ځویه دیخوا راشه او د ایمل جان انځور وګوره زه ورسر راوان شوم چی په یوه ښکلی او غټ انځور می چی په ډول ډول ګلانو پوښل شوی وو سترګی ولګیدی، سمدلاسه می په ذهن کی کومه اندیښنه چی ما درلوده وګرځیده او د ځان سره می دا وویل چی حتما ایمل د کاناډا څخه خپل واده ته ندی راغلی ، بی له ځنده می د نور ګل کاکا څخه وپوښتل ولی ایمل جان ندی راغلی ؟ او بیا خپل واده ته ! نور ګل ډیره په نا امیدی ځواب راکړ نه ندی راغلی نور ګل کاکا نه غوښتل جی زما سره خبره اوږده کړی راته وویل اوس راځه ډوډی وخوره خبری به بیا زه او ته وروسته وکړو، د عکس په لیدلو سر ډیر خپه شوم ټوله خوشالی می په ستړیا بدله شوه ، د خپلی افغانی ټولنی ټولی ناخوالی می مخی ته یو د بل پسی په چکرو پیل وکړ او زه د سوچونو او فکرونو په دنیا کی ډوب شوم او د ایمل دی ښکلی انځور د هندوانو هغه عبادت را په زړه کړ چی هر سهار هندوان د خپل بت (معبود) د تعظیم لپاره ګډی ګډی تازه او ښایسته ګلونه راوړی او د بت په غاړه وراچوی او دا ځکه چی ځینو دوستانو به له ځانه سره ګلان راوړی ول خو د ایمل دنه موجودیت له وجی به یی دا ټول ګلان د ایمل په انځور ورواچول ، نو ما هم بله چاره نلرله او د زړه د ډاډ لپاره می داسی وویل چی زمونږ د افغانی ټولنی ستونزی او ناخوالی دومره ډیری شوی چی اوس زمونږ په افغانی ټولنی کی عکس هم واده کوی او زمونږ دغه مظلومه او غریبه ټولنه اوسمهال د لویدیځی نړی څخه ډیره بدتره او بدخته ده او دا ځکه چی په لویدیځه نړی کی که انجونی ناروا ودونه کوی خو د زیروحو سره یی کوی او زمونږ په ټولنی کی اوس ودونه د غیرزیروحو سره رواج شوی دی او دسوچونه په پای می د ځانه سره وویل ایمل نه بلکی عکس واده وکړ، عکس واده وکړ، عکس واده وکړ...................
ګرانو هیوادوالو او درنو لوستونکو په پورتنی کیسه کی می د خپلی افغانی مظلومی او بدبختی ټولنی یو دردونکی حالت چی زه یی شاهد یم او په خپله می پدی واده کی برخه اخستی وه انځور کړیدی او د بیلګی په ټوګه می ستاسو محترمو سره شریک کړ، خو زه په دی بارو لرم چی زمونږ افغانی ټولنه دا داسی سلګونو دردونکو، بوګنونکو، سختو حالاتو شاهده ده او زه په پوره ډاډ او باور دا ویلی شم چی زمونږ هر کلی او هره کوڅه به د داسی کیسو څخه په امن پاتی نوی ، خو زه د داسی ستونزو د حل لپاره دا لاندی وړاندیزونه کوم او هیله لرم چی زمونږ ټول هیوادوال یی را سره ومنی تر څو وکولای شو چی دی ستونزو ته د پای ټکی ګیږدو، ځان او خبله کورنۍ ددی بدبخت حالت څخه وژغورو.
وړاندیزونه:
· ګرانو او شریفو کورینو اولاد نارینه وی او که ښځینه پر مونږ حق لری چی ددوی لپاره د ښه او هوسا ژوند کوښښ وکړو نو راځی چی دا هوډ وکړو چی نوره بس دی او ددی څخه وروسته په ټوله کی د خپلو ټولو اولادونو او په خا صه توګه د ښځینه اولاد ژوند د ستونزو سره مخ نکړو، او خپلی لورګانی په ژوند د ځوریدنی و او جداوالی سخت زندان ته ونه غورځوو.
· په ټولو هیوادوالو په خاصه توګه په والدینو دا غږ کوم چی د خپلو اولادونو ریشته د هغو ځوانانو سره ونه کړی چی په لویدیځه نړی کی د کډوالی شپی او ورځی تیره وی، کوښښ دی وکړی چی د خپلو لوڼو لپاره د هیواد په دننه کی مناسبه ریشته ولټوی پدی سره بی د یوی لخوا د ځپلو لوڼو ارمانونه نه وی رژولی او د بلی ځوا به یی د ډیرو ناخوالو او ستونزو مخه نیولی وی.
· ګرانو هیوادوالو راځی چی پدی خپله عقیده کلکه او مظبوطه کړو چی رزق ورکول او رزق اخستل، عزت اوذلت د رب العزت سره دی او خپل رزق او عزت په لویدیځه نړی کی ونه لټووو او خپلی د زړه ټوټی د خپلو هوسونو قربانی نکړو، د لویدیځی نړی چاپیریال که هر څومره ښه وی بیا هم غرب دی او زمونږ او ستاسو د اولادونو په ژوند باندی منفی اثرات غورځولی شی.
· په اخر کی راځی ټول ځپل دواړه لاسونه په ډیره عاجزی د کایناتو څښتن ته لپه کړو او دا ورڅخه وغواړو چی رب العزته مونږ افغانان ته نوره ددی ناخوالو څخه خلاص او په کور دننه مونږ د عزت د ژوند خاوندان کړه . امین او بیا امین