
قریب الرحمن سعید
نېټه : ٤ / ٤ / ١٣٩٠ | 2011-06-25
په ملکی روغتون برید یو وحشیانه ، ظالمانه اود افغان اتل ولس دسوګند خوړلو دښمنانو عمل دی.
په افغانستان د تروریزم تر نامه لاندی د نیواکګرو ځواکونو د یرغل وروسته دافغان ولس یوه ورځ د بلی بدتره راغلی اونړۍ هره ورځ د لسګونو بلکه دسلګونو بی وزله او مظلومو افغانانو د ظالمانه وژلو شاهده ده . داسی ورځ نه شته چی په هغی کی د ناټو د ړندو بمباریو او سوځونکو بمونو په واسطه زمونږ د ولس ګڼ شمیر ښځی او کوچنیان په یوه بهانه او بله بهانه نه وي بمباري شوی اوله منځه نه وي تللي . د ودونو او خوشحالیو جشنونه یی په غمونو نه وی بدل شوی ، د شهیدانو او مړو جنازی یی په ناورینو او ولسی جرګی او غونډی یی په ویرونو نه وی بدلی شوي . هغه څه چی ددی نیواکګرو له اړخه زمونږ ولس ته ددی نیواک په دی تیرو لسو کلونو کی ډالۍ شوی هغه یواځی او یواځی غم ، ناورین او تباهی ده چی د تسلۍ په خا طر یی یواځی او یوآخی د « وبښۍ » کلیمه استعمالیږي ، او دلاسپوڅی دولت له اړخه یی ورته د څیړنی له پاره د لوړ پوړی هیئت ټاکل.
همدا نن د لوګر د ازری د ولسوالۍ دروغتیایی کلینیک تر څنګ برید چی په کی تر سلو زیات بی وزله ښځی ، کوچنیان او ناروغان شهیدان او زخمیان شوی ، په څرګنده توګه د افغان ولس د سوګند خوړلو دښمنانانو او د بهرنیو ځواکونو د لاسپوڅو د شنیع عمل پایلی دي، دادی نیواکګرو او دهغوی لاسپوڅو یوځل بیا زمونږ د غمځپلی ولس په لسګونو ګورنۍ په غم او ویر ککړی کړي، او د لوګر د ازری په ویاړلی ولس او ددی ولس په اتلو وګړو یی ، چی تل یی د استعمار په مقابل کی خپله سینه سپر کړی ، د غچ د خستلو دروند ګذار کړی .
د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅي دا ډول شنیع او وحشیانه عمل ته په داسی وخت کی لاس اچوي چي بهرنی اشغالګران لګیا دی د ننګیالیو د ټاټوبی څخه دخپلو پرلپسي ناکامیو وروسته ، د خپلو پښو دسپکولو له پاره ځانونه چمتوکوي . دوی دا کار یواځی په دی خاطر تر سره کوی تر څو د ازادۍ او د اشغال په خلاف راولاړشوی سیاسی غورزنګونه بدنامه کړي او په ولسونو کی ددوی په خلاف دکرکی د راپيدا کولوله پاره لاره همواره کړی او د بله اړخه د بهرنیو د نیواک ددوام او دخپلو شومو موخو د تر لاسه کولو له پاره کومه لاره پیدا کړی .
په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی اوسیاسی امورو جرګګۍ د هیواد د دښمنانو دغه شنیع ، وحشیانه او ظالمانه عمل په سختو ټکو غندي او د شهیدانو او زخمیانوکورنیو ته د الله تعالی له درباره د زړه دصبر او د ستر اجر غوښتنه کوي ، همدا راز په اروپا او امریکا کی د ټولو مخیرو افغانانو څخه غواړی تر څو ددغو کورنیو او ددوي په څیر د نورو قربانیانو د کورنیو سره ددغو حساسو شرایطو د په نظر کی نیولو سره سم ، د مرستی له پاره ور ودانګي .
تل دی وی زمونږ اتل او میړنی ولس
قریب الرحمن سعید
په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی د سیاسی امورو د جرګګۍ مشر.
نېټه : ٤ / ٤ / ١٣٩٠ | 2011-06-25