دافغانستان په اړه  د هېنري کېسنجر په رپورټ کې تضاد ولې؟

!دهېواد روانې شخړې دسياسي حل په اړه دامريکې متحده ايالتونو د بهرنيو چارو پخواني وزير هېنري کېسنجر يو رپورټ خپور کړى،چې ګڼ شمېرد کار پوهانو پام يې جلب کړ.ما هم خپله ليکنه ورته ځانګړې کړې ده ،چې تاسو محترمولوستونکوته يې وړاندې کوم .
هېنري کېسنجردافغانستان په اړه په خپل څېړنيز رپورټ کې دهېواد يو ډېر پيکه اوتت انځور وړاندې کړى ،چې دافغانستان  په هکله د نوموړي له بدګومانۍ او ناهيلۍ څخه سر چينه اخلي .
کېسنجر زموږد هېواد په اړه متضادې فرضيې وړاندې کوي ،چې  دافغاني ټولنې  له عيني واقعيتونوسره هېڅډول  اړخ نه لګوي .
هېنري کېسنجر په خپل څېړنيز رپورټ کې ليکي دراتلونکې جولاى  په مياشت کې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو تدريجي وتل پيليږي،چې  ورسره  جوخت به په دغه  هېواد کې ګډوډي پيل شي او داهېواد  به قبايلي نظام  ته ستون او بيا به ورو – ورودوېشاک په لور روان شي .
خوزۀ ښاغلي کېسنجر ته وايم ،چې دافغاني ټولنې له عيني او فزيکي واقعيتونو او شرايطو څخه ناخبره يې . لومړى دا،چې  افغانستان  دفېډرالېزم پربنسټ نه دى جوړشوى ، په هېواد کې مېشت قومونه لکه دانسان  وجود رګونه يو په بل کې پېرل  او اوډول شوي دافغانستان  په ٣٤ دېرش ولايتونو کې هر ډول قوم او توکم مېشت دى ، دوى ګډ افغاني ، اسلامي او کلتوري ارزښتونه لري،چې په هېڅ صورت سره په افغان ملت کې بېلتون نشي راوستلاى .
ځکه له دغه اوسني حالاتو څخه مخکې لا ډېر خطر ناک حالات راغلي ، چې بيا هم افغانانو دبېلتون غوښتنه نه ده کړې . دامنم ،چې افغانستان يو دوديز هېواد دى ،او دلته قومي جوړښتونه ، ارزښتونه او نر خونه ډېر واکمن او مطرح دي،خو دا دوديزه جوړښتونه دافغاني ټولنې دپيا وړتيا او غښتلتيا لامل ګرځي ، نه دګډوډۍ  او بې ثباتۍ ، ځکه افغانان په ټول کې خپل هېواد او وطن ته ډېر سخت وفادار او ژمن دي، که هغه پښتون دى که تاجک،که هغه ازبک يا هزاره او يا داسې نور... په دغه خاوره مېشت قومونه او توکمونه ټول دافغان وجود غړي دي او هغوى ځانونه افغانان بولي . البته دلطيف  پدرام په څېر دهر يان اوملي خاينان ورڅخه بېلګه ووت (( استثناء )) دي .
کېسنجر زياتوي ، بايد په عراق کې دامريکې مرستې کمې شي ، او دامرستې افغانستان ته ورکړل شي،ځکه افغانان دعراقيانو په پرتله  ډېر تشلاسي او بېوزله دي .
خوزۀ وايم دايوه لسيزه کېږي ،چې په هېواد کې نوى سياسي نظام  دواک پرګدۍ  ناست ، او هېواد  ته لکه سيلاب  اقتصادي او مالي مرستې راماتې دي . دامرستې څه شوې  او پرکومه ولاړې ؟
خبره دلمر په شان ښکاره او څرګندده،هغه دا،چې همدغولويديځوالو ددغو مرستو دلوټلولپاره  اداري فساد هم افغانستان ته راواستاوۀ ، او دا دنړيوالې ټولنې مرستې يې په ښي لاس راوړې او په کيڼ لاس يې بېر ته خپلو هېوادونو ته واېستلې ، او په لوى لاس يې دافغان دولت پرضد دفساد او بې کفايته حکومت ډنډوره پيل کړه ،چې تر دامهاله  را روانه ده ،او په دغه ترڅ کې يې افغان دولت  په نړيواله کچه رسوا  او بدنوم کړ ، او ان دا،چې دهغه مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راووست، په داسې حال کې ،چې د هېواد اداري فساد زېږنده په خپله همدا لويديځ او دامريکې متحده ايالتونه دي، ځکه په افغان دولت  کې واکمن جنګسالاران ، دځمکو دغصب  مافيا ، قوماندانان ، بدمعاشان ، دوه پاسپورټي وزيران ، دجنګي جرايمو جنايتکاران ټول  دلويديځ  په سياسي او مالي ملاتړ راغلي ، چې په هېڅډول  دافغاني ټولنې او افغان ولس استازيتوب نه کوي . او يوه داسې ورځ به راځي ،چې هغوى به د ملت په محکمه محاکمه کېږي.
دهېنري کېسنجر په رپورټ کې راغلي ، کله چې په ٢٠١٤ زېږديز کال (٧٠) سلنه امريکايي پوځيان له هېواد څخه ووتل ، نو بايد دطالبانو  سره دامريکايي ځواکونو تر وتو دمخه روغه جوړه وشي، او دهغوى ټول  شرايط  ومنل شي او په دې لړ کې بايد جرمني ددريمګړي رول ولوبوي  . کېسنجر زياتوي ، بايد لومړى ډزبندي وشي ، بيا دې اتحادي حکومت جوړشي ، او تر ټولو  بده خولا دا،چې افغانستان بايد درقيبو ډلو ترمنځ  دنفوذ او اغېز ساحې پربنسټ ووېشل شي . نو ګرانه لوستونکيه ! اوس ته فکر وکړه ،چې ايادا دافغانستان دتجزبې او وېشاک لپاره  دلويديځ پروګرام  او نقشه نه ده ؟ ايالويديځ چې سر خېله يې امريکه ده ، ورو – ورو افغانستان  دوېشاک  لورته  نه بيايي؟
خبره څرګنده ده ،هغه داچې امريکه ، بريتانيه او لويديځ په دغه سيمه کې اوږد مهاله  سناريو او پروژه لري ،چې په تدريجي ډول دهغې پلې کېدا لپاره کار کوي . اودغه سپېره نقشه داوسني دولت شمالي ټلوالې ، طالبانو او دپاکستان په وجود کې تطبيقوي ، او په دې توګه دابدالي بابا خوږ ټاټوبى ديوۀ بل تاريخي جبر سره مخامخ کوي .
هېنري کېسنجر په خپل څېړنيز رپورټ کې زياتوي ،کله چې دافغانستان څخه امريکايان ووتل ، نو القاعده به بياپه افغانستان کې ځاله جوړه کړي ، او له دغه ځايه به دروسيې فدراسيون دجنوبي سيمو مېشت مسلمانان راپورته شي ، او د روسيې پرضدبه  وسله وال جهاد پيل کړي اوبل لورته به دچين دسنکيانګ ولايت (اويغور ) مسلمانان دچين پرضد راوپاريږي او دخپلواکۍ غوښتنه  به وکړي ، چې دغه  مسلمانان به دافغانستان  څخه په اقتصادي ، مالي ، نظامي او معنوي ډول سره تغذيه کېږي . او سيمه به دبې ثباتۍ او ګډوډۍ خواته بوځي.
زۀ به دمحترم کېسنجر  په ځواب کې  عرض وکړم ،چې القاعده دامريکې بريتانيې او لويديځ دلاس کرل شوى نيالګى دى . د٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبر ١١ مې نېټې څخه مخکې هيچا دالقاعدې نوم  نه ؤ اورېدلى او نه هم چا دغه نوم پېژاند . خوله نو موړې پېښې وروسته لکه دصحرا توپان په څېر دلويديځ رسنيو له خوا داسامه بن لادن او القاعدې نومونه نړيوالوته  وروپېژندل شول ،چې دهر انسان په ذهن کې يې دمعما بڼه غوره کړه . او دا معما ترننه په ناحل شوې ډول  راروانه ده .
او که په لنډډول سره وويل شي ، نو القاعده  دهمدغه غربيانو دلاس لوبتکه ده ،چې دخپلو ستراتيژيکو موخوته  درسيدا په لړ کې يې جوړه  او ډېزاين کړې ده . او که چېرې په منځنۍ اسيا ،چين کې جګړې پيليږي ، نو ترشابه يې همدغه  غربيان ولاړ وي .
هېنري کېسنجر دخپل رپورټ په يوه برخه کې  زياتوي ، دامريکا يي ځواکونو  په وتو سره به په هېواد کې  دطالبانو  واکمني بيا ټينګه شي ، او په هېواد کې به سني طالبان واکمن شي اوله دغه  ځايه به دايران پرضد کار او فعاليت پيل کړي .
داشان نوموړى زياتوي ، له افغانستان  څخه دامريکايانو په وتو سره به په نړيواله کچه جهادي فلسفه زور واخلي او دپاکستان جهادي تنظيمونه لکه لشکر طيبه، جيش محمد ، حرکت الانصار  او حزب المجاهدين به په هندورشېوه شي ، او هند به د لوى ګواښ سره مخ کړي . دغه راز کېسنجر زياتوي ، چې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو په وتو سره به دامريکې نړيوال حيثيت او پرستېژ ډېر پيکه شي او کېداى شي ، امريکه دپخواني شوروي اتحاد په شان له منځه ولاړه او تجزيه شي .
ښه نواوس تاسو وګورئ ،چې له يوې خوا دامريکې دولت  او دهغه هېواد کانګرېس په افغانستان کې دلوړ پوځي لګښت څخه سر ټکوي او بل لوري بيا دنړيوال پرستېژ او زبرځواکۍ په اړه فکرونه کوي . خبره جوته ده ، هغه داچې لويديځ په لوى لاس دطالبانو او القاعدې څخه په سيمه کې لويه بلا جوړه کړې ده ، اوله دغې بلا څخه په سيمه کې ايران ، هند ، پاکستان ، چين او روسيه  وېروي ، ترڅو خپل فزيکي شتون ته په سيمه کې روايښت او قانونيت وروبخښي ، او تر ډېره  دلته پاتې شي . امريکه او دهغې لويديځواله ټلواله  دافغانستان او سيمې ګاونډيانو اوهېوادونو ته  دطالبانو او القاعدې په اړه يو ډېر بدانځور وړاندې کوي .او دوى ته القا‌ء کوي ،چې که چېرې موږ له سيمې څخه ولاړو ، نو يارانو ! خبرشئ ، چې خيرمو نشته ! نو خوښه ستاسې ،چې په افغانستان او سيمه کې زموږ فزيکي حضورمنئ او که نه ؟ او که په ساده اوکليوالي ژبه  ووايو ، امريکې ، بريتانيې او ټلوالې يې دافغانستان  لانجې په لړ کې  روسيه ،چين  ايران ،هند ، پاکستان  او په ټول کې ټوله نړۍ تر خوږ ګوته نېولې ،چې رغېدن ترې ناشونى دى . او په دې ځاى کې دپښتو دامتل صدق کوي ،چې  وايي: يوخوا ډانګ ، بل خوا پړانګ : نواوس دهينرې کېسنجر له رپورټ څخه ګنديزي،چې امريکه او ټلواله يې له افغانستان  او سيمې څخه دوتو کوم ټاکل شوى پلان نه لري او هغه څه چې وايي ، هغه سمبوليکه بڼه لري او که چېرې کوم ځواکونه  وځي ، نو هغه به هم ظاهري سمبوليکه بڼه ولري اوبس. نو په داسې برخليک ټاکونکو شرايطو او حالاتو  کې افغان دولت  مشرانو ته ښايي ،چې  دتاريخ له دغه جبرسره د سياسي بصيرت او پوهې په چوکاټ کې دننه چال چلند وکړي او دلويديځ له دغه فزيکي شتون څخه دهېواد ملت او خپلې خاورې دهوساينې ، سوکالۍ او نېکمرغۍ په موخه رغنده او مثبته ګټه واخلي .
دنړۍ هېڅ هېواد مطلق سياسي،اجتماعي، اقتصادي ، نظامي ، کلتوري استقلال او آزادي نه لري ، بلکې دنړۍ په زبرځواکونو پورې په يو ډول  نه يو ډول تړلي دي .
نو اوس ،چې موږ افغانان د ژوند په هر ډګر کې په پرديو متکي يو او لکه تى روى ماشوم ،چې دخپلې مور څخه شيدې غواړي، موږ هم همداسې تي روي ماشوم ته ورته يو .او دخپل هېواد او ملت لپاره له پرديو څخه دخير غوښتنه کوو . نو اوس موږ ته په کار ده ،چې هر څه ته دسياسي پوهې او درک په اډانه کې دننه وګورو ، او د لويديځ له فزيکي شتون څخه  په خپله ګټه اعظمي استفاده وکړو ، اود خپل هېواد او ملت بېړۍ له دغې روانې غميزې له څپاند سمندرڅخه د بري تر سا حله په بريمن ډول راوباسو او خپل هېواد دنړۍ تکاملي بهيرسره ملګرى کړو ،چې دبريا او سوبتيا منزل ته سرلوړي ورسيږي .
                                                                                                                                            په همدې هيله!
                                                                                                                                        فضل وزير هيله من