داوباما له لوري له افغانستان څخه  دامريکايي  محدودشميرپوځونودايستلو د اعلان په اړه داسلامي امارت اعلاميه

 امریکایي  ولس مشر بارک اوباما چې له تېریونیم کال راهیسې یې دامریکا اولس دافغانستان له ستومانوونکي مأموریت څخه  دپوځيانو درا ایستلو په امیدونو کې ساتلی وه ،بالاخره اعلان وکړ  چې دروان کال ترپایه  به له دې هیواده لس زره سرتیري وباسي .
بارک اوباما په ټول کال کې دلسوزره سرتیرو دایستلو اعلان  په داسې مهال کوي چې په امریکایي اولس کې دافغانستان دجګړې په خلاف کرکه او نفرت وروستۍ کچې ته رسیدلی دی ، او دوروستیو نظرپوښتنو له مخې زیاتره امریکایان دا غواړي چې ژرترژره دافغانستان اشغال ته دپای ټکی کیښودل شي ، او امریکایي سرتیرې په یومخیزه توګه  له دې بې نتیجې جګړې څخه را وایستل شي .
دافغانستان اسلامي امارت دبارک اوباما دا اعلان چي سږکال به فقت لس زره عسکرباسي یوازې یو سمبولیک ګام بولي ، چې کله به هم له جګړې ستړي  نړیوال  او امریکایي اولس قانع نه کړای شي .
ځکه  دغه اعلان په داسې مهال کې کیږي چې له هغه سره همزمان  امریکایانو په افغانستان کې دخپلو دائمي اډو دچوړولولپاره  داستراتیژیک تړون ترعنوان لاندې دکابل مزدوره اداره په امضاکولومجبوره کړې ،اوپه عین مهال  دافغانستان په ګوټ ګوټ کې امریکايي یرغلګرځواکونه دبیوزله افغانانو په وژلو اوځورولو لګیادي .
اوبامااودهغه جګړه غوښتونکي پلویان  دغه  اعلان یواځې دخپل ولس دتیرایستنې اودپوځیانو دبیرته ایستلوپه  اړه دهغوئ له مکرروغوښتنوڅخه دځان خلاصونې په غرض ترسره کوي اوپه حقیقت کې په هیڅ وجه نه دخپل ولس دغوښتنو احترام لري اونه  د  افغانستان دجګړې اواشغال د پای ته رسولو اراده  لري  اونه هم په خپلو ژمنو دوفاکولوهوډ لري داوباماداخبره چي افغان پوځ اوپولیس به وروزي ځکه کوم ارزښت نلري چي یوخوددوی روزلیوځواکونوامتحان ورکړاو ناکامه شول بل داچي هغوی ته افغانان دغلا مانو په نظرګوري اودخپل دین اووطن دښمنان یې ګڼي ،پردي سربیره داتش په نامه اردواوپولیس چي اکثریت یې په نشواخته اودکورنیوشړل شوي اوپه اخلاقي لحاظ دټولني ترټولولویدلي اوبدخلک دي دفسادپه نیت راټول شوي اوپه فاسدفکر روزل شوي او دفسادلپاره به وظیفه ترسره کوي چي نه به افغانو ته په ښه ورشي اونه به دپنټاګان او سي ای اې ارمانونه ورپوره کړای شي .
دامریکا عام اولس  باید په دې پوه شي چې سیاستوال او پوځي مشران یې لا هم له دوئ سره هغې لوبې ته ادامه ورکوي چې له تېرو څوکلونو راهیسې یې پیل کړې ده ، دوئ دجګړې دپای ته رسولو لپاره په بیا بیا خپل اولس ته دروغجنې تمې ورکوي ، دبریالیتوب پوچې ادعاګانې کوي او په دې توګه هڅه کوي جګړه داوږدې مودې لپاره نوره هم وغځوي  .
داچې امریکایي مشران دافغانستان په جګړه کې دپرمختګونو ادعاګانې کوي اواوباماوایې چي موږ په قوي دریځ کې یو، باید څرګنده کړو ، چې دا مطلقا بې بنیاده خبرې او بې اساسه تبلیغات دي ، دوئ دجګړې په ډګر کې تراوسه هیڅ  لاسته راوړنه نه ده درلودلې  اونه دکوم څرګند بریالیتوب شواهد وړاندې کولای شي ، له تېر کال راهیسي دامریکایي ځواکونو له ډیرښت سره یوازې دامریکایي سرتیرو ځاني او مالي تلفات زیات شوي دي ، دغه راز دافغانستان په کلیو او بانډو باندې ددښمن ړندې بمبارۍ ، ټول وژنې ، دولسي وګړو ځورول  اودځان دخوندیتوب  په غرض  دخلګوکورونه اوشنه فصلونه  له منځه وړل وروستي حد ته رسیدلي چې دې ته هیڅ  سالم وجدان هم دبریالیتوب نوم نه شي ورکولای .
دامریکا عام اولس چې اوس دافغانستان دجګړې په اړه په ډیرو حقائقو پوه شوی باید په پوره جدیت په افغانستان کې دبې ځایه وینې تویه ولو دمخنیوي لپاره هڅې وکړي ، امریکایي مالیه ورکوونکي بايد پوه شي ، چې دتېرو لسوکلونو غوندې لاهم په افغانستان کې ددوئ پیسې په بې معنې او بې نتیجې جګړو باندې مصرفیږي او یا هم دکابل دفاسد رژیم دبدنامو چارواکو جیبونو ته لویږي  ، دوئ که ددې وضعیت په وړاندې نن غبرګون ونه ښیي نو سبا به حتما مجبوریږي ترڅو له دې بحران څخه  ځان خلاص کړي .
دافغانستان اسلامي امارت یوځل بیا په ډاګه کوي چې دافغانستان دروان بحران حل یوازې له دې هیواده په سمدستي توګه دټولوبهرنیو سرتیرو په وتلو کې دی اوتر څو چي ټول بهرني پو ځونه وتلي نه وي  مسلح جهاد به ورځ تر بلي پیاوړی کیږي ،په افغانستان،سیمه ،امریکا اوټوله نړئ کې به داشغالګرو ځواکونوپه خلاف کرکه او نفرت زیا تیږي اوپه نتیجه کې به یرغلګرځواکونه له شرمونکې ماتي اورسوایې سره مخامخ کیږي ان شاءالله تعالی .
 
دافغانستان اسلامی امارت
 
1432-7-22هق
 2011-6-23م