
له پیرروښانه تردې دمه د پښتنود پرمختګ
او پښتو د ودې لپاره ډول ، ډول خوځښتونه او بنسټونه رامنځ ته شوي او ترخپله وسه یې
دې وروسته پاتې ملت او ژبې ته خدمت کړی او دا نن چې پښتون او پښتو څه ناڅه پرمختګ کړی
د همغو غورځنګونو پایله او ثمره ده .
پښتانه پر دې
سربېره چې د
نورو له خوا نه پرېښودل کیږي او بېلابېل
افتونه پرې تحمیلیږي ، په خپل منځ کې هم له بلا ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .
د پښتنو د ځاني بیماریو او په پای کې
یې د یوې حل لارې په اړه غواړم دغه لېکنه وغځوم.
ځان غوښتنه
موږ پښتانه تل د ځان غوښتنې او ځان مننې ښکار یو ،
هېڅکله مو په خپل پښتون د پرمختګ او وړتیا پېرزو نه کیږي. که یو پښتون ، په ځانګړي ډول
هغه چې څه ناڅه یې پېژنو، د یو موقف خاوند شي او یا په ټولنه کې د خپلې
وړتیا او کړنو له امله محبوبیت پیدا کړي ، نو زوی مو مري او ورپسې د هېڅ ډول بد تبلیغ صرفه نه کوو ، حتا د
پښتونولۍ ، اسلامیت او انسانیت له معیارونو هم ورته ووځو ، خو د نوموړي
شخصیت ته صدمه رسوو .
همدا وجه ده چې موږ ترننه پورې د یو
ټولمنلي مشر څښتن نه یو او تل د پردیو په لمن پسې روان یو .
په خپل وخت کې نه مېرویس نېکه ټولو ته
د منلو وړ و ،
نه احمدشاه بابا او، خو دوی بيا هم د نورو په پرتله ښه وو او په پښتني ټولنه کې يې نفوذ
دومره و چې هم يې پښتنو ته ازادي واخيسته او
هم یې د خاورې پراختیا وغځوله، خو له
هغو وروسته بیا
موږ د داسې یو مشر څښتن نه شو چې په ټولیز ډول پرې راټول شو . که څه هم پاچا
خان په خپل وخت کې ډېرې منډې ترړې ووهلې خو ټولو پښتنو يې ملا ونه تړله او
ارمانونه یې له خاورو سره خاورې شول .
موږ اوسمهال یو ټولمنلي مشر ته کلکه
اړتیا لرو، خو داسې یو مشر ته چې موږ په ځان راټول کړای شي او ددې وړتیا ولري چې
بیا ترې خواره واره نه شو. پښتانه هم باید له نورو زده کړي چې
خپل مشران ونازوي او ملاتړ يې وکړي. که د يو شمېر نورو
قومونو په څېر يې نعوذ با الله تر مرګ وروسته د پیغمبری درجې ته نه
رسوو، نو لږ ترلږه په ژوندوني خو يې بايد د ملي مبارزو ملا وتړو.
پښتنو چې تل د یو بل سره په سیالی کې ضد کړی او ځانونه یې تر نورو لوړ بللي
دي نو راځئ چې په دې کې هم همداسې ضد وکړو، یو ښه مشر پیداکړو او نورو ته ووایو چې دادی موږ یې هم لرو او له چا کم نه یو
.
د سېسټم نه شتون
بره مو د مشر په اړه خبرې وکړې او
اړتیا مو په ګوته کړه خو داسې یو مشر ته اړتیا ده چې په یو سېستم باندې باور او عقیده
ولري ، نه دا چې د ده له پنا کېدو سره زموږ ارمانونه هم پنا شي .
موږ له ادمه تردې دمه د داسې یو سېسټم
او چوکاټ څښتن نه شو چې د ټولیدو او د ټولمنلي محور په ډول پرې راټول شو ، تل په
یو شخص پسې روان وو او د زنده باد په ویلو پایو ، خو کله چې هغه شخص له صحنې ووځي
او یا مړ شي نو بیا ټولنه ، ګوند او کوم غورځنګ چې مو روان کړی وي او ملت ته مو د
هیلو دریڅه پرې پرانیستي وي ،په یو وار تس نس شي او د مخالف له وېرې د ځان پټولو
په غم کې وو .
تاسې وګورﺉ شمالي ټلوالې څومره په ځیرکی
سره کار کړی دی
، مسعود یې که ووژل شو خو ارمان یې خاورو ته ورسره نه ولاړ ، دومره څوک یې پاللي او
داسې یو سېستم یې جوړ کړی چې تر ډېره به وچلیږي ، که پاتې شونو یې هم په دې سر
خلاص وي چې تر ابده به د دوی کړنلاره نه محوه کیږي او که
د پښتنو دا حال وي چې اوس يې لري ښايي ډېر زر په کې بریالي هم شي.
عقیده او سېکولرېزم
که د پښتنو تېر پېښلیک ته یو ځغلنده
نظر واچوو او په ځانګړي ډول د پښتنو په خپلو کې تېرې شوې جګړې او کشالې وګورو نو
خامخا دې پایلې ته رسیږو چې هروخت د سېکولر او ديني عقیدې ترمنځ د ناسم پوهاوي له
امله ټکر رامنځ ته
شوی او د خس په ډول په کې دا لوی ملت سوځیدلی. تراوسه زموږ روڼ اندي او د ديني عقیدې پلويان په دې
بریالي نه شول چې پوهاوي ته سره ورسيږي او یا خو نه
غواړي چې په منځ کې یې پوهاوی او تفاهم رامنځ ته شي . د ديني
عقیدې پلویانو
له لوري په روڼ اندو د کفر ټاپې لګول کیږي او روڼ اندي مو بيا هغوی جاهل او وروسته پاتې بولي .
په پښتنو کې د دغه دوو ډلو تر منځ د ټکر له امله ډېرې ستونزې را پیدا کیږي ، کنه
موږ ددې ستونزې د حل لپاره په کورنۍ او نړیواله کچه ژوندۍ بېلګې لرو .
په افغانستان کې که د شمال ټلواله
وګورو زموږ لپاره ډېره ښه بېلګه ده ، جمعیتیانو په خپل ځان کې کمونستي ډلې، په ځانګړي ډول پرچمیان ( د
کارمل فرکسیون ) داسې مدغم کړل چې اوس تر دوی زیات د جهاد او مجاهد نارې وهي ، هېڅوک هم
ورباندې د کافر او کمونست ټاپه نه لګوي ، ځکه چې دوی ته اېډیالوژي نه بلکې قوم
پالنه مهمه ده ، خو راشه زموږ پښتنو ته چې
په څو ډلو ، نومونو ، خېلونو ، قبیلو ، اېډیالوژیو او داسې نورو ... یې ځانونه سره
ویشلي دي ، چې نه د دین شول او نه د دنیا .
په ترکیه کې د مذهبي ډلو
او سېکولرېستانو ترمنځ پوره زغم رامنځته شوی او همدا لامل دی چې په اوسمهال او نننۍ نړۍ کې د پرمختګ پړاوونه په دومره چټکی سره
لنډوي ، چې غربي نړۍ ورته حیرانه ده .
دا کار دومره ګران هم نه دی ، چې موږ
یې ناممکن وبولو خو یو ګډ خوځښت او اوږده مهال ته اړتیا ده ، موږ یو سېستم ته اړ
یو چې په دې باندې کار وکړي او دواړو لوریو منځ لاري په دې سېستم کې سره راټول کړي او نورو ته
دا قناعت ورکړي چې روڼ اندي او مذهبي ډلې په
خپل منځ کې بنسټيز اختلاف نه لري او د جوړ جاړي امکان یې ډېر دی .
وروستۍ حل لاره
پښتانه اوس په کور دننه او بهر له ګڼو
دښمنانو سره مخ دي ، که له یوې خوا يې نړېوال په کورونو بمونه اچوي، له بلې خوا یې ګاونډیان د تس نس
کېدو خوبونه ویني او همداشان په کور دننه یې شمال ټلواله او پنجابیان د لستوڼي ماران جوړ شوي ،
پر همدې بنسټ په اوس وخت کې موږ یو داسې خوځښت ته اړتیا لرو چې پر هغې ټول پښتون
ملت باور وکړي او دا هم سمدلاسه یو سیاسي ـ ټولنيز تحریک کېدای شي،
ځکه چې پښتانه اوس په سیاست او سیاسیونو بې باوره دي او په هېڅ راز ددوی په فکر او
لید عقیده نه لري ، یوه داسې تحریک ته اړتیا ده چې د افغان ویښتابه لپاره ګامونه
واخلي ، له سیاست او واک څخه تېر شي یوازې د پښتنو په بنسټیزو ستونزو غور وکړي او
د راتلونکې لپاره
یې د هوارېدو لار او ګودر پیدا کړي ، یو داسې تحریک چې لوړ ارزښتونه یې په پام کې وي ، د بې
پرې او صادقو کادرونو ټولګه وي او وکولی
شي چې ولس ته خپل صداقت په زبات ورسوي ، که په راتلونکې کې ګوندي
سیاست وکړي هم څه پروا نه لري ، ځکه چې سیاست خو په دې مانا نه دی لکه اوس چې د عامو پښتنو په ذهنونو کې
تعبیر شوی ، همدغه سیاست دی چې ټولنې او وروسته پاتې ولسونه یې د پرمختګ معراج ته
رسولي دي .
په همدې هیله
میوند فدا