محمدارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړې څېره دهغه کتاب نوم دی چې دهیواد تکړه شاعرلیکوال
ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ په زیار اوهڅو
لیکل شوی دی .
لومړی به را شو دکتاب لیکوال ته ګل آغااحمدي
وردګ دوردګو ولایت دجغتوولسوالۍ په ګلدره کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي احمدي
دارواښاد میراحمدشاه زوی دی چې دسیمې یو روڼ اندی او قومي څیره وه.
احمدي دساینس اوټکنالوجۍ اوداسلامي پوهنتون
داقتصاد په پوهنځي کې خپلې زده کړې سرته رسولې دي ،چې وروسته یې ماسټري دادارې په
برخه دپرسټون له پوهنتونه اخستې ده.
احمدي تردې مهاله (۶) کتابه چاپ
او(۲۵)نورلاناچاپ لري.
هیره دې نه نوي چې احمدي دماشوم په ادب کې هم
ښه ځلیدلی دی دماشومانولپاره یې بېلابیلي لیکنې کړې دی چې یو شمېریې دمصور خپرندوی
بنسټ اونورو رسنیو لخوا دچاپ په زیور ښکلې شوې دي.
دښاغلي احمدي داکتاب محمدارسلان سلیمي
دافغانستان پیاوړې څیره
یوشهکاردی زمونږیوزیات شمېر مخورلیکوالان اوشاعران
اوسنی نسل نه پیژني ددې لامل دادی چې دوی دپښتوادب ته دومره کار کړی ، چې ویل یې
ګران دي .
خوآثاریې یا ناچاپ اوکوم یو چې چاپ شوی هم وي
هغه یا ورک اویا دوخت ټاړاکونوله مینځه وړی دي.
ښاغلي احمدي په دې کتاب کې دارواښاد استاد
سلیمي دبشپړې پیژندګلوۍ ،زده کړو، رسمي اوحکومتي دندو، دهیوادنه بهر سفرونو ،دپښتو
ادب ته دده دهڅو او کړیو خدمتونو اولیکلیو آثارو په اړه بشپړمالومات ځای کړي دي.
ښاغلی ګل آغااحمدي وردګ دهیواد نامتو
شاعراولیکوال ارواښاد ارسلان سلیمي داسې راپیژني.
ارواښاد ارسلان سلمي دمرحوم اسدخان زوی په (
۱۲۹۷)هجري لمریز کال دوردګو ولایت دجغتو ولسوالۍ دګلدرې (کنده کول) دلیګي باباخیلو
په یوه دینداره اودرنده کورنۍ کې دنړۍ ته سترګې پرانیستې .
چې داکلی دګوربت دلوړواودنګوغرونو لودیځ لوري
یوې ډډې ته پروت دی ، ارواښاد سلیمي په خټه مایاروردګ دی.
مرحوم استاد سلیمي دهیواد دتکړه
شاعر،لیکوال،ادیب ، ټولنیزخدمتګار اوپیاوړی مشر وو،ارواښاد سلیمي دخپل وړکتوب
ددورې خواږه کلونه دخپل موراوپلار دشفقت اومینې ترڅنګ دخپل کلي په چاپیریال کې
تېرکړل ،ارواښاد دکوچینوالي نه ډېراوښیار اودنبوغ څښتن وو ،لومړنۍ زده کړې یې دکلي
دملا څخه ترسره کړې.
ارواښاد سلیمي به دخپلو لومړنیو زدکړوکله
ناکله یادونه کوله ویل به یې مابه له کلي څخه دې درس لپاره اوږده ، اوږده مزلونه
کول ،زه دعلم دحاصل لپاره په غرونواودښتوکې لرې ،لرې کلیو ته تللی یم .
له دې وروسته په (۱۲۹۹) هجري لمريز کال دخپل
عمر په (۱۷) پسرلي غرني ته راغلی دهغه وخت په نورالمدارس مدرسه کې یې خپلوزده
کړوته دوام ورکړ .
ارواښاد (۱۳۰۱ ) هجري لمریز کال دکابل په
دارالعلوم کې شامل اودې دیني زده کړوترڅنګ له سیاسي زده کړو نه هم برخمن شو.
له دې نه وروسته ارواښاد دهیواد
دسیاسي،ټولنیزو اوادبي هڅوته ملاوتړله.
په دې کتاب کې ښاغلي احمدي وردګ دارواښاد استاد
سلیمي رسمي اوحکومتي دندې هم په بشپړه توګه لوستونکوته په ګوته کړې دي.
ښاغلي احمدي په یوځانګړي مهارت اوکره
مالوماتو دارواښاد سلیمي په دندوخبرې کړې دي دې
یولیکوال کمال په دې کې دی چې لوستونکوته ګونګې خبرې ونه کړي اوخپلې
څرګندونې په ډېره ساده ،روانه اوسلیسه ژبه وکړي چې داځنګړنې دښاغلي احمدي وردګ په
دې کتاب کې له ورایه ښکاري.
محمدارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړې څیره
کتاب په دریم څپرکي کې ښاغلي احمدي وردګ دارواښاد سلیمي ادبي ژوند ،هڅې په سپین
کاغذ په توروټکوانځورکړې دي.
احمدي دارواښاد استاد سلیمي دهغوادبي هڅو په
اړه مالومات راټول کړي دي چې واقعاً دستاینو وړدي احمدي دارواښاد په اړه وایي :
ارواښاد استاد سلیمي دخپل کلتور، ژبي اوفرهنګ دغښتلو لارویانوله ډلې څخه وو، چې په
دې لاره کې یې دخپلې خوږې پښتو ژبې په اړوند سرته رسولي خدمتونه دافغانستان دټول
ملت اوپښتنې پرګنو دویاړ اوافتخار ځای ګڼل کیږي اودتل لپاره به دتاریخ زرینې پاڼې پرې
ښکولې وي.
ښاغلي احمدي وردګ په دې کتاب محمدارسلان
سلیمي دافغانستان پیاوړې څیره کې دارواښاد استاد سلیمي ګډون په مشاعرواوادبي
بنډاروکې هم انځورکړی دی، دی وایي
دنارنج ګل مشاعره ته په رسمي بنډارورکولو کې
دسلیمي صیب هاند اوهڅې په دې اړوند لومړی مقام لري چې دپسرلي په موسم کې
دننګرهارولایت مرکزجلال آباد ښارکې په رسمي ډول جوړیږي اوداسې ویلای شو چې ارواښاد
سلیمي دنوړې مشاعرې اومجلس درسمي کولو موسس ګڼل کیږي ښاغلي احمدي وردګ داخبره
د(۱۳۵۰)هجري لمریز کال د(ژوندمجلې ) دپنځمې ګڼې دهغه ریپوټ په استناد کوي چې
دنارنج ګل دمشاعرې په اړه کښل شوی دی.
احمدي وردګ دارواښاداستاد سلیمي شعرونه هم په
دې کتاب کې رااخیستي دي چې د شعر یوه نمونه یې داده.
پسرلی دمینې مینې ابتدا ده
ابتدا دپسرلي
دژوند هواده
دژوندون خواږه بس
مینه ده اومینه
دژوندون مینه حاصل
که وي نوداده
دژوندون مینه دمرګ
هم الپاره مرګ دی
مرګ دمینې دژوندون
هم انتهاده
اوچې مینه بیا زړه
شي اوسړه شي
نواځل دی داقضا ده
اووفاده
هغه زړه چې پکې
مینه مینه نه وي
مړیې بوله څه که
خښ په ګودرکې نه وي
مینه مینه ده چې
جوړپرې داجهان دی
مینه اصل
دوجوداودانسان دی
مینه زړونو کې
آرزودارتقاده
مینه میر دترقۍ
دلودلوی کاروان دی
دوطن مینه ودان
کړي شاړ رغونه
دقام مینه دقامي
ژوندن اعلان دی
دادنیا ده خدای له
مېنې پیدا کړې
پیامبردخوږې مینې
لوی رحمان دی
کرکه وران کاندي
ودان ودان ملکونه
دښمني پیداکوي لوی
ولسونه
مینه کردی په وطن
کې ګلونه
مینه ژونداوسعادت
دی دقامونو
دژوندون تراخه په مینه خواږه کیږي
ورکوي مینه خوارۍ
دولسونو
کوم قامونه چې په
مینه سره ژوند کړي
تل وي خلاص دزمانې
له آفتونو
کردمینې کړه چې
سیمه دګلزار شي
مینه لار ده
دلوړتیا دملتونو
خدایه مینه کړې
پیدا پ ټول جهان کې
ټول ولس مو کړې
راټول په یوه جهان کې
دشعرونوترڅنګ ښاغلي احمدي وردګ دارواښاد
سلیمي نثري استعداد اوهڅوته هم نغوته کړې ده ښاغلي وردګ دارواښاداستادسلیمي
(مااوتا) یوې نثري بیلګې ته اشاره کړېده چې واقعاً په زړه پورې اودلوستونکوتوجع
ځانته را اړه وي.
احمدی د(غازي محمد جان خان )ترسرلیک لاندې
دارواښاد استاد سلیمي یوې بلې نثري بیلګې ته اشاره کړې ده .
غازي محمد جان خان دوردګوولایت دجغتوولسوالۍ
دغازي کلا(بیدمشک) په کلي دسیدال خان کره دې نړۍ ته سترګې پرانیستې ، پرافغانستان
باندې دانګریزانوپه دویم یرغل کې پرنګیانوته غاښ ماتونکي ماتې ورکړه .
ارواښاد سلیمي دغازي محمد جان خان په ژوند
اوفداکارۍ هراړخیزه خبرې کړې دي.
په دې کتاب خبرې کړل یوبل کتاب کیږي زه مې
خپلې خبرې نه اوږده وم ښاغلي ګل آغااحمدي وردګ دزیاتو هڅواوستونزو ورورسته داکتاب
چمتو اودچاپ په زیور خپلې درندې ټولنې ته وړاندې کړ.
محمدارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړې څیره کې
احمدي دارواښاد استاد سلیمي په اړه دنورواستادانو،روشنفکرانو، شاعرانو او
لیکوالانو نظریې هم په ډېره مینه اوحوصله مندۍ رااخیستي دي چې دکتاب ادبي تله یې
لادرنده کړې ده.
په آخره کې زه دهیواد دټکړه شاعراولیکوال
اوټولنیز شخصیت ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ نه دزړه نه منندوی یم چې ددې لوی عالم
،لیکوال اوشاعر دشخصیت اوادبي هڅو په اړه یې داادبي سټه ټولنې ته وپنزوه.
وروستي