غزل

زمادزړګي دسروزخموښاپېرۍ مه رانه ځه
زما دې درد اوتاندوهیلوغوټۍ مه رانه ځه
زه هرماښام دشنه آسمان په غیږ کې تاوینمه
ای درنګو سپینو شغلوسپوږمکۍ مه رانه ځه
شرمه لږوروځه چې آشناتربڼو لاندې ګوري
شم سپیلنی ستاتر لیمو شین خالۍ مه رانه ځه
زه به ملنګ شم ستا دحسن خیرات خوربه شمه
دسرو   ګلونو  دسبا  توتکۍ  مه  رانه    ځه
همیش په خیال کې ستا دزلفو نه کوڅۍ جوړوم
زما دژوندون اوهرې ساه شازادګۍ مه رانه ځه
ته یې ډېوه دتورې شپې زمادې مین زړګي کې
ډېرې مغرورې دې ګودر جنکۍ مه رانه ځه
کمال به تل ستا دبڼو انځور په زړه کې کاږي
دشنو درو ای مشریقي غرڅنۍ مه رانه ځه
اراکوزیا راډیو کابل