کله چې ماښام شي دآسمان په غیږه کې راڼه راڼه
ستوري ځلیږي هریو دخپلې مینې سندرې وایي یونیم پکې ګیلې هم کوي دخپل محبوب نه خپه
وي ځینې دخپل آشنادانتظارپلونه شمیري.
داسې شېبې هم راځي چې دوه دمینې ستوري یودبل سره غاړه غړۍ شي، محبوب دخپلې محبوبې
زلفې شماري محبوبه دمحبوب دمینې په سمندر کې غوټې وهي.
خوددې لوی آسمان په دې ښایسته ستوروکې یو
ډېرځلانده ، روښانه ددې نړۍ ترکایناتو ښکلی ستوری هغه ستوری چې زه هره شپه دده
ترړنالاندې انځورونه کاږم دخپلواوښکونه ورته امیل جوړه وم کله په زړه کې ورته دنګه
ماڼۍ جوړه کړم کله چاپیره ترې ګرځیږم اوطواف یې کوم .
خوزه نه پوهیږم چې زما په خیال زما په زړه او
زماپه تن کې لکه زماروح راسره دی.
نوای دآسمان په غیږکې زمادآرمان څلیه ولې له
ماخپه یې زه غواړم مینه درکړم دښکلاګانو په نړۍ کې دې وږمه وږمه کړم چې مې دروح
هغه مړاوی ګل ساه واخلي ستا دښایست په کریشموکې ژوندپیل کړي .
زه درنه سوال کوم چې زمادهیلو اوآرمان په شپه
له وریځوبهر راووځې.
کابل داراکوزیا راډیو
وروستي