طالبان هم کله کله د سړيتوب کار کوي

دا به بده وي چې د یو انسان په وژنه دې سړی خوښي څرګنده کړي ، شاید ډېر راسره مخالفت هم وکړي ، خو مخالفین دې دا هم راسره ومني ، چې هيچېرې مېکروب د اصلاح وړ نه دی او نه تراوسه چا ورته هدایت کړی ، یوازینی لار یې د وژلو ده او باید ووژل شي .
افغانان هم په اوس وخت کې د شمال ټلوالې له امله د ښامار په زامه ولاړ دي ، حکومت او دولت یې ټول په ولکه کړی او لا هم لګیا دي ، چېرته چې یوه نیمه څوکۍ پاتې ده او له دوی پرته بل څوک پرې ناست دي هغه هم نه پریږدي ، ویل کیږي چې هره ورځ حامد کرزي ته د بسم الله خان له لورې د پښتنو لوړرتبه افسرانو د برطرفه کېدو او موقف څخه د غورځېدو لپاره لېستونه ورروان وي او زموږ تش په نوم پښتون کرزی یې هم بې له لېدو او فکر څخه ورته لاسلیکوي ، خو که چېرې بیا د دفاع وزارت له خوا د چا نوم ورکړل شي چې د بې کفایتی او لوچکی له امله دې له دندې ګوښه شي نو هغه ته بیا وايي چې فهیم خان ته یې یوسی او فهیم خان يې بېرته په مخ وروولي .
د شمال ټلوالې لنډغرو ته چې سړی ګوري ، هک پک پاتې کیږي ، چې اخېر کله به ددې ملت په وینو او ددې خوار ولس سره په خیانت او جفا ددوی زړونه سړیږي ، څنګه به ددوی له شره زموږ دا خوار ملت نجات ومومي ؟
طالبانو سره زما اېډیالوژي او فکر سل فیصده په مخالفت کې دی او ددوی کړنې مې نه خوښیږي ، خو کله کله داسې کارونه وکړي چې خواخوږي مې ورسره پیدا شي .
په اوس وختونو کې یې د شمال ټلوالې په سرپنجانو پسې راخېستي ده او ښه یې خراب کړي ، د اتلانو شمېر یې ورځ په ورځ زیاتیږي .
 په دې یې زموږ نیت نه کمیږي چې ولې یې هسې للو پنجوګان او لوچکان اتلان کیږي ، ډېر دې شي خو موږ دې یې له شره خلاص شو ، خدای دې وکړي چې کور په کور اتل ولري خو چې د ځمکې له مخه ورک شي .
د جنرال داود له وژلو سره ددوی په مورال کې پوره ټيټوالی راغلی او ورپسې د نورو وژلو یې ورځ خرابه کړي ده ، خو که طالبان رښتیا هم غواړي چې لږ د سړیتوب کارونه وکړي نو دا څو تنه نور دې هم په نښه کړي او پوره هڅه دې وکړي چې له منځه یې یوسي او نښه دې نه خطا کوي ، په اوس وخت کې د ټولو په سرکې باید عطامحمد نور ، ورپسې امرالله صالح ، ډاکټر عبدالله ، بسم الله خان ، قسیم فهیم ، یونس قانوني ، کریم خلیلي ، محقق ، امان الله ګذر ، عبدالبصیر سالنګي ، حفیظ منصور او لطیف پدرام وار په وار ووژني چې ایله دغه ملت د ارامی او هوساینې ساه واخلي او نورو ته به وروسته که کېده لاس دې وروغځوي.
طالبان که د افغانستان په تاریخ کې نور هېڅ ونه لري ، یوازې دغه توره به یې هم تر قیامته یادیږي او خلک به پرې رحمت وایي .