دپاکستان خوسا ارږمى- دافغانستان ژور ټوخى !

فضل وزير هيله من
 
له هغې ورځې راهيسې ،چې دهند نيمې وچې ته انګرېزان راغلل، نو دافغان ولس بې پايه او کور ګډي غميزه پيل شوه ، چې دتاريخ په مختلفو زماني اومکاني  واټنونو کې په بېلابېلو بڼو تر دامهاله  را روانه او خداى ز ده ، چې تر کومه به لا جاري وي . کله ،چې  دهند له براعظمګي څخه انګرېزان  ولاړل ، نو تر شايې داسې تاريخي ناسور  پرېښود،چې تراوسه  دافغان  ملت دسرخوږي او ربړې دبنسټيز لامل په توګه  ګڼل کېږي. هو ! انګرېزانو د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په راکاږلوسره  دابدالي بابا په لاس جوړشوي لوى  افغانستان څخه يوه ټوټه  خاوره بېله اود پاکستان تر نوم په يوۀ نامشروع ، بې بنسټه او لانجمن هېواد کې يې ورګډه او مدغم کړه ،چې  همدا بې قبالې او بې لاسونده  هېواد نه يوازې دافغانستان  بلکې دټولې اسيا او نړۍ لپاره ديوۀ جدي او بالقوه ګواښ په توګه مطرح اود بحث وړدى.
انګرېزانو دپاکستان  په جوړاوي سره دافغان ملت څخه دافغانستان دخپلواکۍ معرکې دافغان  او انګليس په درې جګړو کې  دخپلې  تاريخي ماتې غچ  اوبدل واخيست . انګريزانو دپاکستان  په زېږولوسره  افغانستان  په وچه کې ايسار کړ،چې تر نن ورځې پورې  زموږ  ټاټوبى  ديوۀ وچغاړي هېواد په توګه په اقتصادي ډګر کې پرپاکستان تکيه او بسيادى .
له هماغه پيل نه دپاکستان په سياسي او جغرافيوي زېږون کې افغاني ضد روحيه اخښل شوې ،چې تر دادمه  دافغانستان تاريخي دښمن هېواد په توګه دافغان ملت په بدمرغۍ کې خپله نېکمرغي ويني .پاکستان  دافغان اتل  او باتور ولس دځورونې ، کړونې او وهنې په لړ کې په هېڅ يوۀ سياسي ، پوځي ، اقتصادي، کلتورې  او داسې نورو تکتيکونو سپمانه کوي . اوس ،چې پاکستان  په ملي او بين المللي صحنه کې د تر هګرۍ خړسېلاب په سر  اخېستى ، نو ديوۀ  بدورګه او شرير حيوان  په څېر دخپل سياسي او جغرافيايي ژغوراوي په موخه کله ها خوااو کله دې خوا خپله ځګجنه خولۀ اچوي.
خو هوښياران وايي،کله چې اوبه له ورخه تېرې شي، بيا نه راګرځي. پاکستان  دخپل سياسي  اوجغرافيوي ژوند په وروستيو شېبو کې هم دافغانستان سره خپله دښمني پالي ، اوغواړي ، څو په دې ډول  خپل ابوجهلي چلند او حربه دافغان  ځورېدلي او اسکېرلي ملت پرضدو کار وي .
په دې وروستيو کې دپاکستان حکومت دنړيوالې سوداګرۍ دمنل شويو نورمونو څخه په سرغړاوي سره دکراچۍ په بندر کې دافغان سوداګرومالونه ايسار کړي او اجازه نه ورکوي ،چې يادشوي کالي افغانستان ته ولېږدول شي.
داپه داسې حال کې ده ،چې څومياشتې مخکې دامريکې متحده ايالتونو په منځګړيتوب او موافقه دافغانستان او پاکستان ترمنځ دازادې سوداګرۍ تړون  لاسليک شو . ددغه  تړون په رڼاکې افغان سوداګر حق لري ،چې  دکراچۍ بندر له لارې  آزاده  سوداګري وکړي او افغان ټرانزيټ به  افغاني مالونه دپاکستان  له لارې  دهند واهګه تربندره ر سوي . داشان به پاکستان دافغانستان  له لارې خپل مالونه او توليدات دمنځنۍ اسيابازارونو او پلورنتونونو (( مارکېټونو )) ته رسولى شي.
خوله بدمرغه ،چې پاکستان دسوداګرۍ دنړيوالو نورمونو  پرخلاف  له نوموړي تړون  څخه په پرله پسې ډول سرغړونه کوي او دبېلابېلو پلمو او خنډونو په اچولو سره دافغانستان پروړاندې  ننګونې او ستونزې پيداکوي،چې  ترشايې دپاکستان  د معلوم حاله افغان  دښمنه دپنجا بي بيروکراسۍ کړۍ لاس لري.
طبيعي خبره ده ،چې کله دپاکستان  له لارې  افغان سوداګري ټکنۍ شي ، نو زموږ  پراقتصاديې ناوړه او بدې اغېزې په لږ ه موده کې  راڅرګنديږي.
،چې نرخونه او بيې تر ټاکلې اندازې زياتې پورته  خيږي اوزور يې بېوزله  او ځورېدلو افغانانو پر اوږو پرېوځي .
لکه څنګه ،چې افغانان له آدمه  تردې دمه دجګړو په اورکې  ښکېل دي، نو هېواد  مو دنړۍ خورابېوزله او وروسته پاتې  ټاټوبى دى،چې دژوند په هرډګر کې پرديو ته اړ او محتاج يو . پرافغان  ټرانزيټ دپاکستان  بنديزونو وښود ه،چې نوموړى هېواد دافغانستان  دوست هېواد نشي کېداى . پاکستان په چورلټ ډول سره ودان  ، په ځان بسيا او سمسور  افغانستان  نه غواړي ، ځکه پياوړى او غښتلى افغانستان  به بيا  دپاکستان  څخه دپښتونستان  غوښتنه کوي،چې  دا دپنجابي ښکېلاک پر وړاندې  ديوې ترخې ننګونې په توګه يوحقيقت په مخکې پروت دى.
لنډه دا،چې پاکستان دافغانستان هډماتى تر بور او دښمن دى . دافغانستان بېوزلتوب ته پام سره دپاکستان هر ډول  اقتصادي او سوداګري خوسا ارږ ميز بنديزونه  دافغانستان د ژور اقتصادي ټوخي لامل ګرځي .
فضل وزير هيله من