
ددوهمې نړيوالې جګړې له پاى ته رسېدو وروسته بريتانيې ، امريکې اونورو لويديځ هېوادونو له مخکې څخه پلانيزه شوې يو ه لويه ډنډوره وغږوله .
بريتانيې اودهغې لويديځوا ل بړېڅو دثقه او کره شوا هدو او معلوماتو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه ، چې ګنې دجرمني نازي دولت دهغوى افسانوي مشر اُدلوف هېټلر په امر (٦ ) مېليونه يهوديان وژلي . هغوى ديهوديانو وژله په اصطلاح ديهودملت ډله ييزه توکموژنه (Holocaust ) وبلله او داشويټس پنډغالى ، کوم ، چې يهوديان به په کې وژل کېدل ، ديوۀ سپېڅلي او مقدس ځاى په توګه يادکړ.
بريتانيې او امريکې ديهودي دولت دجوړېدا په موخه يو پراخ تبليغاتي کمپاين پيل کړ او په ترڅ کې يې هغوى ويل ، چې يهوديان مظلوم اومعصوم دي .
پرهغوى ظلم او تېرى شوى ، بېوزله ، بېوسه او بې کسه ملت دى او بايد دنړۍ يهوديانو ته يو خپلواک هېواد جوړشي .
بريتانيې او امريکې خپلې دې موخې ته درسيدا په لړکې نړيوال صهيونيزم ( ديهوديانو نړيوال اتحاد ) رامنځ ته کړ. په پاى کې دبريتانيې ، امريکې او نړيوال صهيونيزم دزياتو هلو ځلو په پايله کې په ( ١٩٤٨ ) زېږديز کال ديهودي دولت دبنسټ ډبره دمنځني ختيځ دفلسطين په خاوره کې کېښودل شوه ، چې ورسره جوخت دعربانو اوپه ځانګړې توګه دفلسطين ولس بې پايه غميزه پيل شوه ، چې تر دامهاله روانه ده او دفلسطين مظلوم او معصوم ملت وينه زبېښي . بريتانيې اود هغې شريک لويديځ ښکېلاک دخپلې دغې استعماري مقولې پربنسټ ، چې وايي : ( بېل يې کړه ، اېل يې کړه (Divide in rule! )يهودي دولت په منځني ختيځ او افريقاکې (٢٢ ) عرب هېوادونو او په ټوليز ډول د ټولې نړۍ پرضد جوړ کړ، چې په جوړېداکې يې يو ډېر مهم او اساسي اصل او فکټور ، چې هغه دين او مذهب دى ، په پام کې نيول شوى ، ځکه انګرېز ښکېلاک او زبېښاک ددغه نوزيږي هېواد پرتندي د (يهوديت ) کلمه وليکله .
له هغې ورځې راهيسې ، چې يهودي دولت دنړۍ په سياسي او جغرافيايي نقشه کې راڅرګند شوى ، نو دنړۍ په سياسي او ډپيلوماټيک چاپېريال يې خپل سيورى غوړولى . يهودي دولت ديوۀ نازولي ماشوم په توګه لويديځه نړۍ کې پېژندل کېږي .
او ديوۀ واجب الاحترام موجود حيثيت لري . نو پرهمدې بنسټ يهودي دولت دخپل سياسي او فزيکي زېږون ورځې راپه دېخوا دبريتانيې ، امريکې او دټول لويديځ پياوړى او غښتلى سياسي ، اقتصادي ، مالي او نظامي مرستې او ملاتړ ترشا لري ، چې داوسنۍ عربي نړۍ هېڅ هېواد يې په سياسي او نظامي ډګر کې پروړاندې ددرېدو زور اوو ړتيا په ځان کې نه ويني .
په لويديځ اوپه ځانګړي ډول په امريکه کې لوى ، بډايه اوشتمن يهودي وګړي ، سوداګران او سياستوالان او دهغو شرکتونه او تبليغي لابۍ( تبليغي ډلې ) چې دامريکې اقتصاد، سياست او رسنۍ دهغو ى په لاس کې دي ،دامريکې په سياسي اقتصادي او نظامي ژوندکې خورا فعال شتون ، پياوړى او ځواکمن دريځ لري ، چې په دې ترڅ کې دامريکې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې او سياستونه دهغوى په خوښه جوړ ، ترتيب او پلې کېږي ، او هېڅوک يې په مخ کې خنډنشي ګرځېداى . يهوديان او دهغوى يهودي دولت په اوسنۍ نړۍ کې له دومره سياسي اغېز، درناوي او جغرافيايي سپېڅلتوب څخه برخمن دى، چې هېڅ سياستوال، ټولنيز شخصيت ، مورخ ، دپوهنتون استاد او دنړۍ کوم هېواد يې پرخلاف هډو خبره نشي کولاى . او که چېرې کوم چا يا هېواد داسې څه ويلي ، چې ديهودي دولت ضدوي ، نو دلويديځ رسنيو په مټ ، چې ديهوديانو په لاس کې دي ، دومره له سپکاوي او رسوايۍ سره مخ شوي ، چې په پايله کې سر غړاند کس يا هېواد له يهوديانو رسمي بخښنه غوښتي او ياهم محاکمه شوى او دزندان تورو تمبو شاته غورځول شوى دى .
رايمون ګاوېردي دفرانسې کمونېست ګوند مشر هغه لومړنى کس ؤ ، چې د هېټلر په لاس د (٦ ) مېليونه يهوديانو دتوکمو ژنې پېښه ، يې تر پوښتنې لاندې راوسته .
او هغه يې دلويديځ ځانګړو سياسي او تبليغي ډلو له ځانه جوړه کړ ې سناريو وبلله ، څو په دې توګه داسرائيلو دولت جوړېداته لار هواره کړي .د يهوديانو له ډله ييزې وژنې څخه درايمون ګاوېردي انکار په فرانسه کې دننه او په نړيواله کچه دصهيونستانو او داسرائيلو حکومت قهر او غوسه راوپاروله .
دفرانسې دولت رايمون ګاوېردي محاکمه کړ او هغه ته يې په دې لړکې قانوني او حقوقي سزاګانې هم ورکړې .
دګاوېر دي وروسته دنړۍ ګڼ شمېر سياستوالانو ، مؤرخانو او ټولنيزو شخصيتونو ديهوديانو توکموژنه درواغ وګڼله . په دې لړکې داتريش دسوسيال ډېمو کراټ ګوندمشر يورک هايډرهم ديهوديانو وژله هسې چټي درواغ وبلل ، چې د نوموړې دغې وينا او څرګندونې پرضد په کورنۍ او بهرنۍ کچه غبرګونونه اوناندرۍ راوټوکولې ، چې له امله يې د لويديځ په ګڼ شمېر هېوادونو کې صهيونېستي کړيو او يهودپلوه ډلو اعتراضونه او لاريونونه هم وکړل . او ښاغلى يورک هايدر په سياسي ډګر کې له زياتو ننګونو او نيوکوسره مخ شو.
دتېر په څېر په دې وروستيو کې دايران ولسمشر محمود احمدي نژاد دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ په غونډه کې دنازيانو په لاس ديهوديانو توکموژنه هسې چټي بابېزه وبلله ، چې دنوموړي دغې ښکاره او بربنډې وينا په نړيواله کچه ديهودي دولت تر څنګ دامريکې بريتانيې او نورو لويديځ هېوادونو دغندنې او اعتراض غبرګونونه را وپارول .
اوس دمنځني ختيځ په (٢٢ ) عربي هېوادونو کې دبخملي انقلابونو لړۍ پيل شوې او تردامهاله ګڼ شمېر عربي هېوادونو ته ديوې لويې بړبوکۍ په څېر دخپرېدو په حال کې ده ، چې په (٢ ) هېوادونو تونس او مصرکې بري ته ورسېدل او په بحرين ، يمن ، سعودى عربستان اوپه ځانګړې ډول په ليبياکې يې ديوې خونړۍ کورنۍ جګړ ې بڼه ځان ته غوره کړې ده .
دليبيا حالاتو په نړۍ او په خاص ډول په منځني ختيځ کې نه اټکلېدونکي حالات رامنځ ته کړي ، چې پخوايې نه سارى لېدل شوى اونه يې هم هيله کېده . دشمالي افريقې په عربي هېواد ليبيا کې بخملي انقلاب دکورنۍ جګړې لورته روان شوى ، چې تر اوسه په کې زرګونو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړى او دالړۍ دجګړې په اوږدېدا سره لادپراخېدو په حال کې ده ، او ليبيا دتېلو توليد صنعت يې ډېربدځپلى ، او دغې چارې په نړۍ کې دتېلو په بيه کې ډېر زياتون راوستى ، چې بيايې هم زور او زيان ددرېيمې نړۍ بېوزله هېوادونوته وررسيږي.
نړيواله ټولنه ، دامريکې متحده ايالتونه ، بريتانيه ، فرانسه او نور لويديځوال دليبيا مشر څخه غواړي ، څوواک پرېږدي ، خو دهغه هېواد مشر ډګروال معمر القذ افي ، چې پرليبيايې څلوېښت کلنه واکمنې کړې ، حاضرنه دى ، څوله واک څخه ګوښه شي .
نړيوالو خبري رسنيو خبرورکړئ ، چې دليبيا مشر معمر القذافي زوى سيف الاسلام په پټه اسرائيلو ته تللى . نوموړي په خپل سفرکې کې ، چې دمطبوعاتو څخه يې پټ ساتلاى ، داسرئيلو له دولت څخه يوه ډېره عجيبه اوپه عين حال کې جالبه غوښتنه کړې ، چې دعرب او اسرائيلو ترمنځ ترينګلي او کړکېچن تاريخ ته په پام سره په خپل ډول کې يوه بې ساري غوښته ده. سيف الاسلام داسرائيلي دولت څخه هيله او غوښتنه کړى ، چې دخپل ستراتيژيک موقعيت او سياسي اغېز اونفوذڅخه ،چې پرامريکه يې لري ، په کار اخېستنې سره هغه هېواد اړکړ ي، څو په ليبيا کې دلاريونوالو او پاڅونو الو ، چې اوس جنګيالان دي ، له سياسي ننګې او ملاتړ څخه لاس واخلي .
ددې کار په بدل کې به په ليبيا کې دمعمر القذافي حکومت ،چې دتېلو بډايه طبيعي زېرمې لري ، اسرائيلي شرکتونو ته پراخ اقتصادي او مالي اسانتياوې او امتيازات ورکړي .
لکه څنګه ، چې ولېدل شول ، په مصرکې دبخملي انقلاب پرمهال اسرائيلي دولت خپل دپام وړ رول ولو باوۀ . ځکه يهودي دولت دمصر اخوان المسلمين ګوند څخه دوېرې او ډار په محسو سولو سره ونه غوښتل ، چې دحسني مبارک حکومت ژرنسکور شي او سياسي او پوځي واک دهغوى لاس نه ورشي . په دې ترڅ کې داسرئيلو حکومت خپلې اندېښنې دامريکې او بريتانيې حکومتونو ته ،چې دمنځني ختيځ په چارو کې تر بل هر چا ډېر ښکېل دي ، څرګندې کړې وې .
نو پرهمدې بنسټ ښايي، دليبيا حکومت داسرائيلو څخه دمرستې او همکارۍ په هيله دې کارته زړۀ ښه کړى وي .
داپه داسې حال کې ده ،چې داسرائيلي دولت له جوړېدا وروسته دعربانو او يهودانو ترمنځ دفلسطين شخړې پرسر څوځله خونړۍ جګړه شوې ، چې په دغو جګړو کې عربانو سخته ماتې خوړلې ده .
په لرغوني بين النهرين (عراق ) کې سومريان لومړني خلک وو ، چې بابلي دولت يې جوړکړ. هغوى ډېرهو ښيار وو ، او کال يې په (١٢ ) مياشتو ووېشۀ.
داشان هغوى بډايه کلتور اوولسي حکايتونه درلودل . ددوى په مذهبي عقايدو کې يو هم دايشتار (Ishtar) خداى ګوټى ؤ .
سومريانو عقيده لرله ، چې ايشتار دژغورنې خداى ګوټى دى ، او په بده ورځ دانسان مرستې ته وردانګي او هغه ژغوري .
که چېرې دمنځني ختيځ او سنيو سياسي او نظامي حالاتو ته پام وکړو ، نو په سيمه کې اسرئيلي دولت دهماغه لرغونو سومريانو دژغوراندي ايشتارخداى ګوټي حيثيت غوره کړى ، چې عربي (٢٢ ) هېواديزه نړۍ دنړيوال ښکېلاک او زبېښاک دخونړيو منګولو څخه د ژغورنې لپاره دنننۍ نړۍ دغه ايشتار خداى ګوټي ته دمهربانۍ ، صله رحمۍ ، مرستې او ملاتړ په موخه مراجعه کوي .
خوله دې څخه غافله اوناخبره ، چې اسرئيلي دولت په خپله دنړيوال ښکېلاک لړۍ يوه کړۍ ده ، ځکه په دې وروستيو کې داسرائيلو لومړي وزير دهغه هېواد پارلمان ته په خپله وينا کې وويل : ( دليبيا حکومت قانوني مشروعيت نه لري . داښه ده ، چې دامريکې او بريتا نيې له مخکې څخه د سوله ييزپوهاوي په ترڅ کې دليبيا څخه اټومي وسله اخېستې وه .
که نه اوس به يې دخپل ولس پرضد کارولې واى . )
اوس داخبره په ډاګه شوه ، چې اسرائيلي دولت نه غواړي ،چې دهغو عربي دوست هېوادونو سياسي او اخلاقي مرسته او ملاتړوکړي ،کوم ، چې ديهودي دولت سره دوستانه اړيکې لري .
دعربي نړۍ دااستبدادي رژيمونه په خپله دامريکې او لويديځ په لاس کرل شوي ګلان دي ، چې اوس يې په خپله ريبي .
تاريخ ښودلې ، چې ديکتاتوري او زوراکي رژيمونه تل نه پاييږي ، بلکې دهغوى دجبر او ظلم عمر لنډوي ، چې له څه مودې وروسته دتاريخ ژورې کندې ته غورځي او پاى کې دنړۍ په سياسي تاريخ کې دا ولس ځپلي رژيمونه دناکامه او بدنومه حکومتونو دسمبول په توګه ياديږي .
فضل وزير هيله من