
زه چې د دردله سفره راستنه شم ، خامخابه ستادخيالونودروازې درټکومه . په سلګيواو ځګېرويو به دې راويښومه . ستاپه غزلونوکې به دهغه ټوکيدلونرګسوپوښتنه کوم ، چې له خياله به يې سرونه کاږه وړل . دشپې په تياروکې به داسمان دستورو سره ستادزړۀ خواله کوم . زه د دردونوپه دښتوکې زېږيدلي يمه ، ډېره تللي اوراغلي يمه . ستادغزلونوکاروان به زه ترمنزله رسومه . دهماپه څېربه سيوری درباندې کوم ، دباران په څېربه درباندې وريږم او دلونګودوږموپه شان به يوځل بياستاپه غزلونودرګډېږم .