په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان دسولې او سياسي امورو دکميسيون اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
په ډیره خواشینۍ سره مو د دروند  لیکوال ، دجهادی لیکو د زړه ور مجاهد او د بین المللی ښکیلاک په خلاف په ګرم سنګر کی ولاړ دخدای دلاری د مبارز محمد اصف  مخبت  دمړینی  خبر ولوست .
په دی ترتیب  غواړم په اروپا او انګلستان کی د حزب اسلامی افغانستان د سولی اوسیاسی دکمیسیون  دټولو غړو په نمایندګۍ ددغه ستر مجاهد او محبوب لیکوال ، مرحوم  مخبت صیب، ددغه ناڅاپی  مړینی  په اړه دهغه شهید محترمی اودرنی  کورنۍ ته دعزیز خدای  ددرباره د زړه صبر او مرحوم ته دالله تعالی نه د بدر دشهیدانو په صف کی د حشر کیدو او د جنت الفردوس  غوښتنه  کوم .  
 په همدی توګه  غواړم  دحزب اسلامي افغانستان دروند مشر، د اجرائیه شورا محترمو غړو ، د حزب اسلامی افغانستان د فرهنګی  امورو ټولو کارکونکو او د مرحوم او مغفور ځوان  مجاهد لیکوال شهید محمد اصف مخبت   ټولو دوستانو ته دهغه دشهادت په اړه   د زړه  له  کومی  د تسلیت مراتب  وړاندی کوم .
قریب الرحمن سعید
په اروپا کی د حزب اسلامی افغانستان د سولی او سیاسی امورو دکمیسیون  مشر