مورجانې

مورجانې اوښکې مې راوچې کړه دعادې غواړم
ستړی ستومان یمه له سترګونه وفادې غواړم


یم جــــل وهلی دې نړۍ دغه ستومانه ژوندکې
ستونی مې وچ دی دخوږې مینې دنیا دې غواړم


مورجانې څنګ ته مې دروغاړه چې پښې دښکل کړم
ستادرحمت او الله هو نه ډکـــــه ساه دې غـــــواړم


زه ډېروېرېږمه مورجانې چې له تاشم فنا
ستامحبت،اودژوندون هره ښکلادغواړم


مورجانې تاکړاو،کړاو ژوندون له مانه جارکړ
درحمتونواوخوښیویوه مسکا دې غواړم


زه دې لوګی شم تردې څیرې اوزاړه پړوني
دنصیحت اوغیرت ډکه، یوه امسادې غواړم


مورجانې ورځ دې مبارک شه هره ورځ ده دتا
په ډېره مینه اواخلاص هره سزادې غـــواړم


۱۳۹۰-۳-۲۲
کابل داراکوزیا راډيودوزیرمحمداکبرخان دولسم سرک