بابا رام ديو؛بهوک هړتال

لیکوال: وسیم سجاد، کابل
نیټه: جون۲۰۱۱،۸
د یوګا په میدان کی نوموتي پنډت چی تدریس یی ځینی هندي چینلونه ۲۴ ساعته خپروي، په هیواد کی د اداري فساد، بډو، اختلاس خلاف په روانه اونی کی په بهوک هړتال پیل وکړ(جون۲۰۱۱،۴). له بابا رام دیو مخکی، د مدني ټولنی یو بل مشر ښاغلي انا هزاره هم په دی لاس پوری کړی وو خو ده سره له شوو وعدو حکومت ځان تیر کړ، یو دلیل هم کیدای شي دا وی چی انا هزاره څومره چی بابا رام دیو مشهور دی نه وو. بابا په زرګونو پلویان لري. هغه میدان چی بابا رام دیو پکی د یوګا تمرین ورکوي رام لیلا نومیږي د فوټبال د میدان څلورچنده دی. حکومت له ده سره خبرو ته کیناست. د خزانی وزیر پرنب مکهرجی یی ور ولیږه. د پرنب مکهرجی خبری له رام دیو سره ناکام شوی. بیا څلور نور مشر یا سینییر وزیران ورسره خبرو ته ناست دي چی کار یی نه دی ورکړی.
حکومت له ویری چی کیدای شوای  د بابا په زرګونو پلویان به له دی تحریک سره مل شي، مجبور شو چی شنبی( جون۲۰۱۱،۴ ) ناوخته چی شاوخوا یوه بجه  کیدونکی وه د  شپږو سوو پولیسو په مرسته په  رام لیلا میدان چاپه وروړه. د مزاحمت په صورت کی یی له اوښکو بهوونکی ګاز ګټه پورته کړه. خلک یی تیت وپرک کړل. بابا لا درکه وو. وروسته ونیول شو. خو خبره دادی چی له کومی ورځی چی اناهزاره او بابا رام دیو کوم تحریک پیل کړی، سیاسی ګوندونه چوپ دي، دلیل یی کیدای شي دا وي چی کوم کار چی باید دوی کړی وو د ټولنیزو او مدني ټولنو لخوا پیل شو او ددوی لپاره څه ویلو او کولو نه دي پاتی.
 د رام دیو مطالبی:
الف: په باندنیو بانکونو کی پرتی د هندی تبعو پرتی پیسی دی راستنی شي.
ب: لومړی وزیر دی بدل شي: بابا له دی خبری وروسته منکر شوی
ج: د فاسد د کیسونو په اړه دی جدي اقدام وشي. خلکو ته څومره زر چی کیږي، عدالت دی ورته ورسیږي.
 
زما تجزیه:
د فساد خلاف د مدني، ټولنیزو او مذهبي  ټولنو رول اړین،زبردست او ښکاره دی.
په حکومت باندی د خپلو شرایطو منلو په خاطر، خلک کولای شي له توپک څخه پرته له نورو لارو هم کار واخلي. که غوټه په لاس خلاصیږي نو ...
حکومتونه مخکی له دی چی په تشدد لاس پوری کړي، خبرو دروازه باید وټکوي. طالب سره د خبرو کولو لپاره د سولی کمیسون لس کاله بعد وټاکل شو چی ناوخته یی بللی شو.
اوښکی بهونکی ګاز کولای شي چی لاریون کوونکی او احتجاج کونکی سره تیت وپرک کړي. خو متاسفانه مونږ د اوښکی بهوونکی ګاز رول هیر کړی او لاریون کونکی مو تل په مرمیو ځواب کړیدي.
د کرزي د کورنیو چارو دوهم وزیر تاج محمد وردګ د کابل پوهنتون محصلین په ګولیو بدرګه کړل؛ قران عظیم ته د بی حرمتی په خاطر په کندهار کی له مظاهره چیانو سره ورته وضع وشوه.
 

د بابا رام دیو ځانګړنی:
رام دیو دی ته نه ګوري چی کوم موسم دی، تل یی په ځان زعفراني جامی وی. د څلورپنځوس کلونو دی خو په ږیره یی یو سپین ويښته نشته. ملیونونه ډالر لري، او ددی ثبوت یی د سفر پرمهال د چارټر الوتکو استعمال دی.  په اتم ټولګی کی یی ښوونځی پریښودلی، د هندوانو ګوروکل(هندي مدرسی) ته تللی دی. یوګا یی زده کړی او ځان د هر مرض طبیب بولي. ویل کیږي چی بابا به ډیر زر د یوسیاسی تحریک چی په ملیونونو پلویان به ولري د تشکیل او ازاد فعالیت اعلان هم وکړي. ویل کیږي چی بابا له بهارتیه جنتا ګوند سره هم د بوسو لاندی اوبه تیره وي. رام دیو په سویس کی د ملیونونو ډالرو د یوی بنګلی درلودونکی هم دی.
 
بیا زما تجزیه:
الف: د اهړتال چی هرڅه دی، خو درام دیو د مطرح کولو لپاره، یو څه کول په کار وو؛ چی له دی لاری څخه یی بله غوره لار نشوای موندلی.
ب: زمونږ مشران چی څنګه ښکاري، هسی نه دي. کیدای شي حکومت په راتلونکی کی د رام دیو د پټو پیسو، کاروبارونو او اړیکو په اړه پلټنی وکړي.
یو چاته می د رام دیو کیسه وکړه، ما ویل که زمونږ مذهبی مشران په دی لار په حکومت فشار وارد کړي نو ویی فرمایل چی: که ملا دا کار وکړي کیدای شي له لوږی مړشې. دلته خو د ملا جان نطفی په نیستی کی جوکه وهلی، بیا همداسی بلوغ ته رسیدلی، بیا یی په وظیفو کی بریت راغلي، دغه د خیټی قهر یی په افغانستان کی کمونیزم وزیږاوه.
ج: څومره امکان به ولري چی زمونږ مذهبی پندتان دی یو سوله ایز لاریون ته تیار شي؟ څومره امکان به ولري چی مجددی حضرت، ربانی برهان الدین، سیاف عبدالرسول دی اداري فساد خلاف لاس په کار شي؟
leekwal@yahoo.com