
خوست والي د ناټو ځواکونو له مرستیال قوماندان څخه د بنسټيزو پروژو غوښتنه وکړه .
د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د بیارغونې او د سولې بهیر د چارو په برخه کې د ناټو مرستیال قوماندان جنرال کارل مکلولن چې د افغانستان د شرق زون د قوماندان په توګه هم دنده لري ، له خوست ولایت څخه لیدنه وکړه .
له نوموړي جنرال سره چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو بخشونو استازیو او په خوست کې د امریکا د متحده ایالاتو د بیارغونې د ډلې مسوولینو هم ګډون درلود، د ولایت په مقام کې یې دخوست والي عبدالجبارنعیمي سره د دې ولایت په هراړخیز حالت ولیدل .
ښاغلي نعیمي راغلي پلاوي ته د خوست د وروستیوهغو مشکلاتو د حل په تړاو مالومات ورکړل ، چې د دې ولایت امنیت ، یوالی او وړاندې تګ یې له ګواښ سره مخ کړی وو.
ده د بېلګې په توګه د قومونو ترمنځ د ځمکو او غرونو پرسر د خپلمنځي دعوو او شخړو یادونه وکړه ، چې له امله یې زرګونه ځوانان یو بل ته په مورچو کې ناست ول .خو اوس یې د قومي جرګو او د سیمې د دودونو په چوکاټ کې یادې لویې شخړې هوارې کړي دي ، چې دا مهال په خپلو کې بېرته د ورورئ ګډ ژوند لري .
نوموړي د قانون د حاکمیت په برخه کې د عدلي او قضایي ارګانونو تقویه او ظرفیت لوړونه زیاته مهمه وبلله . ده وویل د کومې ټولنې عدلي او قضایي ارګانونه چې پیاوړي او فعال وي ، هلته د ډول ، ډول زور زیاتیو او ظلمونه مخه نیول کیږي ، په خوست کې ولایتي ادارې دغې برخې ته زیاته توجه کړي ، چې له نېکه مرغه تر یوه بریده په کې پرمختګ هم رامنځته شوی دی .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د دې ولایت امنیت د ډاډ وړ وباله .ده یې لاملونه د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او په خپلو کې یې د ښې همغږۍ ټينګښت په ګوته کړ.چې له کبله یې په دې ولایت کې د امنیت لمن پراخه شوي او خلک کولای شي، په ډاډه توګه سره خپلې ورځنۍ چارې مخ ته یوسي .
نوموړي په دې خوښي وښوده ، چې د یو کال په موده کې په دې توانېدلي ، چې زیات شمېر دیني علمااکرام او د قومونو مخور مشران په خپله غېږه کې ونیسي او پخوانۍ فاصلې راکمې کړي او په ډېرو چارو کې له دیني علمااکرامو او قومي مشرانو څخه سلا او مشورې اخلي .
ده وویل په افغاني ټولنه کې دیني علماکرام او قومي مشران خورا کلیدي رول لري ، نو په همدې اساس له دوی غوښتل شوي ،چې د سولې په پروسه کې زیاته ونډه واخلي او افغانان وکولای شي، چې د سولې ژوند ولري .
ښاغلي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، چې خوست د علم او فرهنګ په برخه کې زیات مخ ته روان دی او دا مهال په یوه دولتي لوی پوهنتون سربېره چې په کې ۳۰۰۰ محصلین زده کړې کوي ، یو بل د پامیر په نوم شخصي پوهنتون هم جوړ شوی ، چې د خلکو سره یې نوي هیلې راټوکولي دي .چې څوکاله وروسته به خوست د فکري رغونې څخه چې زیاته اړتیا یې ده ، تر ډېره بریده برخمن شي .
ده وویل مطبوعات چې د ټولنې په پرمختګ او عامه پوهاوي کې مهم رول لوبوي ، په خوست کې یې فعالیتونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي .چې دا مهال دوه سیمه ایز ټلوېزیونونه ،۱۰ راډیوګانې ، مجلې ، وېب پاڼې او ورځپاڼه خپاریږي او خلک د ولایت له تازه مالوماتو خبر ساتي .
والي عبدالجبارنعیمي د ناټو ځواکونو له مرستیال قوماندان جنرال کارل مکلولن څخه غوښتنه وکړه ، چې د عدلي او قضایي ارګانونو د ظرفیت لوړولو او تجهیز په برخه کې ورسره مرسته وکړي .
چې دغه وخت د ولسوالیو خلک اکثره د خوست مرکز ته مراجعه کوي .نو په کار ده ، چې د ولسوالیو ادارې هم د مرکز په بڼه فعالې او اکمال شي .څو سیمه وال شته ستونزې په خپلو ولسوالیو کې حل وفصل کړي .
ښاغلي نعیمي د خپلو غوښتنو پر دوام وویل چې خوست تر ۱۵۰۰۰ زیات دوکانونه لري او ستراتيژيک موقعیت ته په پام سره په سوداګریز مرکز بدلېدونکی ولایت دی ، نو زیاته اړینه بریښي ، چې دا ولایت له برېښنا څخه برخمن شي او ترڅنګ یې د ولایت په یو شمېر سیمو کې د اوبو ډېمونه جوړ شي ،چې له یوې خوا برېښنا تولید کړي او له بل پلوه د ولایت زراعت په پښو ودریږي .
ده وویل خوست د زراعت په برخه کې زیات قېمتي محصولات لري ، د بېلګې په ډول یې جنغوزي یاد کړل چې په افغانستان کې د ننه ورته داسې اسانتیاوې نشته ، چې پروسس شي او په خپل افغاني نوم په ښه قېمت سره نورو هېوادونو ته صادر شي .نو پر ځای یې د نورو هېوادونو څخه په پرادي نوم د نړئ ملکونو ته صادریږي او په ګرانه بیعه پلورل کیږي .نوموړي په دې برخه کې د سهولتونو په رامنځته کولو کې د ناټو ځواکونو له مرستیال قوماندان او نورو مسوولینو څخه دمرستې غوښتنه وکړه .
دغه راز خوست والي ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، که څه هم په دې ولایت کې د امریکامتحده ایالاتو د بیارغونې ډله د ښوونځیو او نورو ټولګټو پروژو کې مرستې کړي ، خو د خلکو اړتیاوې او غوښتنې ډېر نور کار ته هم اړتیا لري .چې باید ترسره شي .ده له دوی څخه غوښتنه وکړه، چې دښوونځيو د تعمیرونو او د استنادي دېوالونو په جوړولو کې ورسره د پام وړ مرسته وکړي .څو د ښوونځيو د تعمیرونو په جوړولو سره د زده کوونکو د سرپنا ستونزه هواره شي او داستنادي دېوالونو په جوړولو سره به د سیمه والو هغه زرعتي ځمکې چې د سېلابونو د راوتلو پروخت له ګواښ سره مخ وي ، له تخریب څخه به وساتل شي .
په پای کې د ناټو ځواکونو مرستیال قوماندان جنرال کارل موکلولن او ورسره چارواکو خوست والي ته ډاډ ورکړ، چې د خوست ولایت سره به هر اړخیزې مرستې کوي .
دغه راز مرستیال قوماندان د خوست د اوسنیو پرمختګونو څخه خوښي وښوده ، چې د امنیت ترڅنګ یې ښې حکومتدارۍ ، مطبوعاتو، علم ، د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي .ده وویل د ولایتي ادارې له لوري د شویو وړاندیزونو په عملي کولو کې به هلې ځلې کوي .
دا په داسې حال کې ده ، چې د غبرګولي په پنځمه نېټه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پېټروېیس هم دې ولایت ته سفر کړی وو او د ولایتي ادارې له چارواکو سره یو ځای یې د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه لیدنه کړي وه او هلته یې له سلګونو سیمه والو سره د سیمې په امنیت او هر اړخیز حالت خبرې اترې کړي وې .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :پنځم ( چهارشنبه )
نېټه :۱۳۹۰/۳/۱۸