
غوښتل مې د یوې وړې بڼکې په څېر، ځان په هغه ښکلا
کې ښکېل کړم کومه چې ما، زموږ د روحونو تر مینځ لیدله. غوښتل مې د زرین کب په شان
د اعتماد او اعتبار په هغه سمندر کې شهپرونه ورپوم کوم، چې زما اوستا د زړونو تر
مینځ بهیدو. غوښتل مې ستا د روح او زړه تر مینځ ځان دومره ورک کړم، چې ماضي او
راتلونکي دواړه پکې هېر کړم .
خو، تا د توپاني څپې غوندې حال راته مخې ته کړ. زه
دې د خوب او ویښې تر مینځ د مات پول پر ژۍ درېدلې وګڼلم او زما ښکلې دنیاګۍ ته دې
د فانتري نوم ورکړ.