
ليكوال:محقق سيد محي الدين
هاشمي/ ژباړه: جاويد واك
د هيواد ستر
عالم او عارف شيخ خواجه عبدالله انصاري په ۳۹۶ هجري سپوږميز يا ۱۰۰۶ زېږديز كال د
هرات د كهن دژ په سيمه كې زېږېدلى دى .پلار يې ابومنصور محمد نومېده، چې دخپل وخت پرهېزګاره
عالم او د قران عظيم الشان حافظ وو.نوموړي د كار او دوكاندارۍ له لارې خپل ژوند
پرمخ بيوه.
خواجه
عبدالله انصاري له وړوكوالي څخه د لوړ استعداد خاوند وو. تر لس كلنۍ پورې يې له
خپل پلار څخه د وخت متداوله او دېني علوم زده كړل. كله چې يې پلار خپل كار پرېښود
او د بلخ په لور وخوځېد په دې وخت كې نو عبدالله بې سرپرسته پاتې شو.
خو په هرات
كې يې د پلار يارانو، چې عالمان او پوهان ول، د عبدالله سرپرستي په غاړه واخيسته
او په هغه به يې پام كاوه.چې له دې ډلې څخه يحيى بن اعمارشيباني، شيخ ابو اسمعيل
او محمد بن حمزه د يادولو وړ دي.
عبدالله
انصاري د خپل استعداد له مخې په لږ وخت كې ډېر ديني او ادبي علوم زده كړل او ډېرى
وخت به يې مطالعه كوله
په ۴۱۷ هجري
سپوږميز يا ۱۰۲۶ زېږديز كال كې.د لوړو ديني علومو د حاصلولو په موخه د نيشاپور په
لور وخوځېد.
عبدالله په
دې وخت كې يوويشت كاله عمر درلود، څه موده يې هلته د حديث او نورو اسلامي علومو
زده كړه وكړه او بېرته خپل هيواد ته راستون شو.
له زده كړو
سره سم يې د تدريس او طريقت لارې چارې هم زده كړې. شيخ عمو، عبدالله انصاري ته چې
د زوى خطاب يې هم ورته كاوه د خانقا مسوليت ور وسپاره.او خپله يې د تېر په څېر د
سفر لاره ونيوله.
په ۴۲۲
سپوږميز كال كې يې استاد يحيى بن عمار له نړۍ څخه سترګې پټې كړې، چې د وصيت پر
اساس يې عبدالله انصاري ځاى ناستى شو
وروسته يې
څو، څو ځله د حج سفرونه وكړل، له ډېرو عارفانو او صوفيانو سره يې ليدنې كتنې وكړې
او له هغوى څخه يې علمې ګټې پورته كړې.
د خواجه
عبدالله انصاري د پوهې او عرفان اوازه پر هر لور خوره شوه. د يو صوفي او عارف په
نوم د خلكو له خوا وپېژندل شو.ډېر كسان به يې خوا ته راتلل او د خواجه له مجلسونو
څخه به يې معنوي ګټه اخيستله.
په دې وخت
كې د هيواد واك د غزنويانو په لاس كې وو او سلطان مسعود بن محمد د امير په توګه
پېژندل كېده.
دا چې خواجه
عبدالله انصاري د طريقت په سيند كې لاهو وو، نو سياست او حكومت ته يې دومره پام نه
وو.
له دې څخه
ځينو كينه ګرو او حاسدينو چې د خواجه كار وته ګران تمام شوى وو سو استفاده وكړه او
د هغه د بدنامولو په لټه كې شول.
د امير په
بلنه دربار ته و وغوښتل شو، وروسته له ډېر ې مباحثې څخه يې امير ته قناعت وركړه او
په ډاډه زړه خپل ځاى ته راغى.
وروسته د
سلجوقيانو په دوره كې هم ځينو كړيو د هغه دبدنامولو هڅې وكړې،له همدې امله د وخت
حاكمانو ښاغلى شيخ (پوشنج) ته نږدې زنداني كړ، چې په ۴۳۰ سپوږميز كال له يو كال
بند وروسته را خوشې شو.بيا هم غلى پاتې نه شو د تېر په څېر يې په تدريس او ښونه
لاس پورې كړ.
خواجه
عبدالله انصاري د دې تر څنګ، چې ستر مفسر، محدث،عالم او عارف شخصيت وو، په شاعرۍ
او ليكوالۍ كې يې هم لوى لاس درلود.
له وړوكوالي
څخه يې ليكوالي پيل كړې وه. د يو روايت له مخې په نهه كلنۍ كې يې د احاديثو په نقل
او ليكنو پيل وكړ او د خپل پياوړي ذهن په مرسته يې زرګونه احاديث، دري او عربي اشعار
په يادو زده كړل.
خواجه د خپل
ژوند د ټولو ستونزو پر وخت قلم له لاسه و نه غور ځاوه او بېلابېل اثار يې خپلو
مينه والو ته پرېښي دي.
د خواجه
عبدالله انصاري اثار په دوه برخو وېشل شوي دي:
لومړى د
ځوانۍ د دورې اثار دي، چې د تدريس پر مهال يې ليكلي دي او دويم هغه اثار دي چې
شاګردانو يې وروسته د ده له مرګ څخه ليكلي او خواجه ته يې منسوب كړي دي.
كله چې
خواجه عبدالله انصاري د ژوند په وروستيو شېبوكې دخپلو سترګو ديد له لاسه وركړ، نو
له خپلو شاګردانو سره به يې په يوه ځانګړې موضوع بحث كاوه. شاګردانو به يې د ده
خبرې ليكلې، چې د ده له مرګ وروسته بيا د ده د اثارو په نوم ونومول شول، چې دغه
اثاريې ستر عرفاني او علمي ارزښت لري.
له دې دوه
ډوله اثارو پرته يوبل ډول اثار هم شته، چې خواجه عبدالله ته منسوبېږي.نوموړي خپل
اثار د مسجع نثر په چوكاټ كې په دري او عربي ژبو ليكلي دي.
عبدالله
انصاري ډېر كتابونه ليكلي، چې ليكوالي يې كابو ۳۳ كتابونو ته رسېږي. دلته به يې څو
كتابونه د مثال په ډول وړاندې كړو.
۱- د قران
عظيم الشان تفسير. ۲- طبقات الصوفيه. ۳- منازل السايرين.۴- صد ميدان. ۵-
مناجاتنامه يا الهي نامه. ۶- كتاب القواعد. ۷- شرح التهذيب لمذهب التصوف. ۸- مناقب
الامام احمد ابن حنبل. ۹- ذم الكلام. ۱۰- مذاكرات او داسې نور.
دغه ستر
صوفي، عالم او مبلغ په ۴۸۱سپوږميز (۱۰۸۸)زېږديز نړۍ څخه ستګې پټې كړې او د هرات په
ګازرګاه كې خاورو ته وسپارل شو. (روح يې
ښاد)
اوس به يې د
مناجاتو يوه برخه د نمونې په ډول ولولو:
الهى عاجز و سرګردانم نه انچه دارم دانم و نه انچه دانم دارم.
الهى مكش اين چراغ افروخته را و مسوز اين دل سوخته را.
الهى هر كه را بر اندازى با
درويشان بر اندازى.
الهى همه تويى ما هيچ. سخن اينست بر خود مپيچ.
الهى ګفتى كريم. اميد بدان تمامست تا كرم تو در ميانست. نا اميدي حرامست.
ماخذ(اخذ ليكونه):
۱- څېړندوى عبدالله بختانى، رفيع حبيب الله: خواجه عبدالله انصاري او د ده
مناجاتونه، د اطلاعاتو او كلتور وزارت،۱۳۵۵ هجري.
۲- پوهاند حبيبي، طبقات الصوفيه، مقدمه، ۱۳۴۱ هجري.
۳- بها تيمورى،بها الدين، مزارات هرات، ۱۳۷۸، (۳-۷) مخونه
http://www.bloguna.com/waak زما دليكنو ويبلاګ
www.waak.af@gmail.com بريښناليك