پام چې وار دې خطا نشي!

ولسمشر صيب! نن دې بيا يو همرازى ووژل شو. بيا دې داسې څوك له څنګه لاړه، چې په هر سخت كار كې به يې د زړه ډاډ دركوه. ته ولې دومره بدبخته يې. اخير ولې!
يو غم دې له كوره كډه نه وي كړي، چې بيا په بل اوښتى يې.
د ورور د ترور لمبې دې لا په زړه بلې وې، چې ظالمانو بل داغ دركړ. تر څو به ته داسې كړېږې.تر څو به ستا له سترګو اوښكې تويېږي. تر كله به تاسره افغانان جګر خوني وي.
لږ نورې نړۍ ته وګوره.
نه رښتيا راځه عراق ته لږ سر وښكاره كړو. هلته هم ستا همدغه سوله ساتي مېشت دي. ستا په څېر يو ولسمشر په تخت ناست دى، خو هغه د بلا بچي ته، والله كه څوك پورته هم كتى شي. خو تانه د چا سترګه هم نه سوزي. په عامو خلكو كې يوه اصطلاح ده، چې وايي(ډېر سړيتوب هم كله كله سړي ته بلا شي).
اوس لكه چې همداسې حالت راغلى. ستا سړيتوب ستا پر ځان بلا شوى. نور وخت خو مې باور نه كېده، د احمدولي خان كرزي د مړېني په ورځ مې ستا حوصلې ته په دواړه لاسه سلام وكړ.
تا په ډېره عادي توګه وويل: چې دا ډول پېښې د افغانانو ورځنى كار ګرځيدلى. بيا دې په كندهار كې د مرحوم ولي خان پر وژونكو غږ وكړ، چې راځئ سره كېنو. هغوى ته دې د ورونو او وطندارانو خطاب وكړ. خو هغوى دې په خبرو غوږ هم ونه ګراوه.
افغانان پر دې باور لري، چې د هر افغان په وژل كېدو دې د زړه له سترګو اوښكې تويېږي، كله دې د سوله ساتو(سوله وژونكو) بمبارونه خوب ته نه پرېږدي او كله دې د مجاهدينو(خداى خبر) قتلونه د زړه غوښې خوري.
ستا په ښه توب كې هېڅ شك نشته، ډېر خوش باوره انسان يې،خو دا مېلمانه دې لږ ورانى كوي. تاسره وعده وكړي چې نور به خپل سري عمليات نه كوو، خو چې كله سهار راويښ شې، نو د ارګ مخې ته دې په لسګونه قومي مشران ولاړ وي او د خپلو وژل شويو عزيزانو په وينو لړلې جامې يې په لاس كې، تا ته شكايت كوي.
ته هم د دوى له خولې خبر شې، چې كله خپل والي ته زنګ ووهې او دپېښې په اړه ترې پوښتنه وكړې. هغه جناب بيا ستا له خولې خبر شي.
عجيبه كار دى.اوس دا دى غم بله دروازه در ټكولې، ډېره خطرناكه.
ستا ملګري وژل كېږي. ستا پر هغو كسانو بريدونه كېږي، چې د هغوى په نشتون كې به ته د هڅ چا د ځواب نه يې.
هسې نه (خداى مكړه د شيطان ومنې) او افغانان د دې بل اور له څنډو د اور منځ ته ور ټېل وهې. دا غمونه يوازې پر تا نه دي. هر هيواد پال افغان دې همدومره ځورېږي.
افغانان اول خداى او دويم تاته اميد لري. اوس هم سري وخت دى يوبل دم هم واچوه كه خداى وكړه څۀ ناڅه دې دا ستونزې حل كړې.
دا به ته هم راسره منې چې په تېرو وختونو كې دې ځينې سهوې كړي، خو اوس يې وخت دى هماغه جبران كړه. خپل دوست او دښمن وپېژنه.په خواشينۍ سره بايد ووايو، چې ډېر داسې كسان دې څنګ كې ناست دي، چې كه يې يوه ورځ لاس بر شو نو والله كه په تا هم صرفه وكړي. اول د همدغو خلكو له شر څخه چې د ښامارانو په ډول دې په لسټونې كې ننوتي ځان خلاص كړه.
افغانان د اولمير استاد سندره درته بار بار زمزمه كوي او ډاډ دركوي، چې:
ستا د سترګو بلا واخلم، بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نه شي، موږ منلې غر غرې دي.
دوشنبه، د چنګاښ ۲۷مه