بلخ ادبي خوځښت، اختر په شعرونو او سندرو ونمانځه.

 جاويد واك
 
بلخي فرهنګيانو د خپلې ژبې او كلتور د بډاينې په موخه د اختر په پلمه د (اختر د ټولو مبارك شه) تر نامه لاندې اختريزه مشاعره جوړه كړه.
دغه اختريزه مشاعره د وړوكي اختر په څلورمه د وږي د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې ترسره شوه، چې ورته د بلخ مېشتو ادب دوستانو په ګډون د هيواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د ادب مينه وال راغلي وو.
په مشاعره كې د كابل، كنړ، كندهار، غزني او بغلان ولايتونو يو شمېر فرهنګيانو هم ګډون كړى وو.
يادې اختريزې مشاعرې كې د قومي مشرانو او ځوانانو تر څنګ يو شمېر سيمه ييزو چارواكو هم برخه اخيستې وه .

 
په پيل كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې فرهنګي مسوول او د بلخ ادبي خوځښت غړي ليكوال ذبيح الله احساس پرانيستې وينا وكړه.
نوموړي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وكړه،  چې په بلخ ولايت كې به خپلې ادبي او كلتوري هڅې جاري ساتي.
احساس په ځوانانو غږ وكړ، چې  په هر ډول وي بايد په شمال كې پښتو ژبه سياله وساتل شي، هغه په دې برخه كې له مشرانو څخه د لاسنيوي هيله وكړه.
ښاغلي احساس د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې څخه په ځانګړي ډول مننه وكړه، چې بلخ ادبي خوځښت ته يې په خپله غېږه كې د فعاليت زمينه برابره كړې ده.
 
د بلخ ولسوالۍ ولسوال تېمور شاه پايېز هم د بلخ ادبي خوځښت هڅې وستايلې او زياته يې كړه، چې د دوى د هڅو يوه ښه بېلګه ننۍ اختريزه مشاعره ده.
ښاغلي پايېز د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ كور دى او هر افغان حق لري، چې خپلې ژبې او كلتور ته كار وكړي.
نوموړي ژمنه وكړه، چې تر خپلې وسې به له بلخي فرهنګيانو سره مرستې او ددوى لاسنيوى كوي.
له نورو لايتونو څخه راغلو مېلمنو هم مشاعره وستايله.


له كابل څخه راغلي مېلمه، افغان تكړه كمپيوټر پوه اسرار احمد خان هم د بلخ ادبي خوځښت هڅې وستايلې او ژمنه يې وكړه، چې د دغه خوځښت د هڅو په غځولو كې به د بلخي فرهنګيانو ملاتړ او لاسنيوى كوي.
اسرار احمد خان وويل((كه څه هم په شمال كې د پښتو ژبې د ودې پر وړاندې ځينې خنډونه شته، خو كه همداسې كار وشي نو لرې نه ده، چې دا ستونزې به  په نشت حساب شي)).
وروسته اختريزه مشاعره پيل شوه، چې د سلګونه ګډونوالو لخوا په ګرمو ولولو او چكچكو بدرګه شوه.
د مشاعرې په دويمه برخه كې له ځوان او تكړه سندرغاړي جاويد امير خيل سره د  سندريز مازيګري په نوم كنسرت تر سره شو.
د كنسرت فضا به هغه وخت لا پسې شور واخيسته، چې اميرخيل به پښتني او ملي بيتونه په خپل جادوګر غږ ترنم كړل.
كه څه هم په بلخ كې مشاعرې عادي بڼه لري خو دا لومړۍ ځل دى، چې ديوې مشاعرې سره يو ځاى د يو پښتون سندرغاړي كنسرت هم ترسره كېږي.

 

بلخ ادبي خوځښت په بلخ كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې تر چتر لاندې په ادبي او كلتور برخو كې فعاليت كوي، چې وخت ناوخت ځيني سترې مشاعرې او پروګرامونه تر لاس لاندې نيسې.
له دې ور اخوا د دغه خوځښت بهيرونه په هره اونۍ كې خپلې اونېزې غونډې ترسره كوي.