خپله معشوقه انلاين ښکل کړئ!

 نوراحمد عايل
جاپاني څېړونکي د «کي جي موتو» په نامۀ څېړنځي کې يوه داسې دستگاه جوړه کړې ،چې د هغو کسانو لپاره چې يوله بل څخه لرې وي او په خپل منځ کې مينه لري د انلاين ښکل کېدو (مچو) اخيستو زمينه برابره کړي او يا بوسه(ښکل کېدل) يو بل ته ولېږي.
دا دستگاه چې يوه څلورکونجه کوتي ته ورته ده ، يوه نلۍ چې په سر کې يو څه کږه ده، ترې راوتلې ده؛  او همدا نلۍ ده چې له لرې څخه د مچو اخيستو زمينه برابروي.
دوه کسه چې له لرې څخه د يو بل د ښکل کېدو اراده ولري هر يو يې دا دستگاه په لاس کې نيسي او د ژبې په وسيله د دستگاه نلۍ ته حرکت ورکوي ،چې په هماغه گړۍ دويمې دستگاه ته چې ستاسو د معشوقې په لاس کې وي حرکت رسېږي او په حرکت پيل کوي.
په اوس وخت کې ددې دستگاه له لارې د مچو لېږل اوهماغه گړۍ رسېدلو ته اړتيا ده چې کمپيوټر روښانه وي خو په راتلونکي کې به يوازې انټرنېټ ته اړتيا وي.
\"\" 

 

 که څه هم دا دستگاه تر اوسه بازارته نه ده راغلې خو ډېر ژر به بازار ته راشي.

 يوازېنۍ نيوکه چې څېړونکي يې په دې دستگاه کوي هغه  د هغو شيانو لکه     ( خوند، نفس او احساس) نه درلودل دي چې په واقعي ښکل کېدلو کې يې دوه انسانان له يوبل څخه اخلي.


هغه څېړونکې ډله چې د (کي جي موتو) په څېړنځاى کې په دې دستگاه کار کوي خپل تمرکز يې د بشر او ماشين نښلونکوو څېړنو  او همدارنگه له دستگاوو څخه د انساني احساساتو په انتقال باندې متمرکز کړى دى .
\"\" 

 

 

 په دې دستگاه کې يو بل امکان هم شته چې کولاى شئ ددې دستگاه څخه په کمپيوټر باندې خپله بوسه ذخيره کړئ.
  د هنراو لوبو  په ډگرکې  نامتو څېرې او اشخاص کولاى شي خپلې بوسې ددې دستگاه له لارې په کمپيوتر کې ذخيره کړي او په انټرنېټ کې يې د هرچا د لاس رسي لپاره ډاونلوډ ته واچوي.
په دې ډول يو نامتو فوټباليسټ به نور نو د خپلو مينه والو له يادگاري لاسليکونو خلاص شي.
خو تر اوسه کره نه ده ،چې دا دستگاه بازار ته راشي څومره بيه به ولري؟ ايا د واقعي ښکل کېدا ځاى به ونيسي؟ او څومره کسان به د ښکلولو له دې ماشين څخه هرکلى وکړي؟ 

 

د نورو معلوماتو لپاره لاندنۍ ويډيو وگورئ!


http://www.youtube.com/watch?v=PspagsTFvlg



\"\"